دینې لیکنې

د سنتو پيروي کول

څلورويشتمه برخه
وحيدالله عمر المدني
د قرض متعلق د رسول الله ﷺ اسوه حسنه
قرض اخيستل او يا هم قرض ورکول داسې يو عمل دی چې انسانان ورسره ښکېل دي او په ژوندانه کې ځينې کسان ور سره مخ کېږي.
تر خپله وسه بايد سړی کوشش وکړي چې له قرضه ځان وساتي ځکه چې په بېرته واپس کولو کې ځينې وخت مشکلات پيداشي لکه چې په عربۍ کې مقوله ده چې وايي القرض مقراض المحبة (قرض د محبت قيچي ده )
نو دا چې قرض بېرته خپل صاحب ته په احسنه طريقه ورکړل شي د دې لپاره راځو د خپل خواږه پيغمبرﷺ مبارکو ارشاداتو ته.
ـ حضور ﷺ وفرمايل په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې په ادا کولو کې بهتر وي (سبل الهدی۲۲،۹)
ـ کوم بنده چې د قرض ادا کولو په نيت سره قرض اخلي،نو الله ﷻ ورسره مدد کوي او زه هم د الله ﷻ د مدد طالب يم (سنن کبری ۳۵۴،۵)
ـ په بل ځای کې حضور ﷺ فرمايي چې د نه ورکولو په اراده چې څوک قرض اخلي،نو دا غل دی (ترغيب ۵۶۹)
ـ قرض زيادت سره ادا کول چې کله شرط نه وي سنت دي. (مسند بزار ۱۰۴،۲)
ـ قرض زياتي سره ادا کول مستحسن دی (سنن کبری ۳۵۱،۵)
ـ د قرض ورکولو ثواب اتلس چنده دی (جامع الصغیر ۲۵۴،۱)
ـ د استطاعت با وجود قرض نه ادا کول ظلم دی (بخاری ۳۲۳،۱)
ـ مقروض نه د قرض ورکوونکي لپاره هديه اخيستل درست نه دی (سنن کبری ۳۴۳،۵)
ـ مقروض نه فايده اخيستل ګويا سود دی (سنن کبری ۳۵۰،۵)
ـ قرض اخيستل ښه خبره نه ده (ترغیب ۵۹۶،۲)
ـ په قيامت کې به د قرض اداکول له نيکۍ سره وي(ابن ماجه ۱۷۳)
ـ حضرت علی رض د يو ميت قرض په خپله ذمه واخيستلو نو حضور ﷺ ورته وفرمايل اللهﷻ دی د جهنم نه آزاد کړه لکه څنګه چې تا خپل ورور د قيد خانې نه آزاد کړو(ترغيب ۶۷،۲)
ـ نيم قرض معاف کول سنت دي (مشکوة ۲۵۲)
ـ مقروض ته چې څوک مهلت ورکوي نو د قيامت د غم او تکليف نه به ورته الله ﷻ نجات ورکړي (مشکوة۳۵۱)
ـ چا چې يو تنګ لاسي ته مهلت ورکړو نو الله ﷻ ورته دنيا او آخرت کې آساني ورکړي.(مسلم ۳۴۵)
ـ چا چې يو تنګلاسي ته مهلت ورکړو نو دعا يې قبلېږي(مسند احمد ۲۳،۲)
ـ قرض ورکونکی که څه ووايي نو برداشت کول يې سنت دي (مشکوة ۲۵۱)
ـ له حج نه وړاندې قرض ادا کول په کار دي
ـ له وصيت نه وړاندې قرض ادا کول سنت دي
ـ مقروض به له جنت نه بند کړای شي تر دې چې قرض يې ادا کړل شي اګر که شهيد هم وي) مشکوة ۲۵۴)
ـ د بل قرض يا بل څه د اداکول په خپله ذمه اخيستل سنت دي
ـ حضور ﷺ له يهودي نه په قرض غله اخيستې وه او زغره يې ورسره په رهن کې ايښودلې وه.(عمده ۱۸۲،۱)
ـ حضورﷺ د اهل وعيال د ضروت لپاره شل صاع غله قرض اخيستی و او دغه شان روايت دی چې وربشې يې اخيستې وې(عمده ۱۸۲،۱)
ـ غير مسلم سره قرض او نور معاملات درست نه دي (در منثور ۳۱۳،۴)
ـ کله چې حضور ﷺ قرض ادا کړو نو دا دعا يي وفرمايله بارک الله فی اهلک ومالک انما جزاءُ السلف الوفاء والحمد.
ـ عبدالله بن ربيعه رض فرمايي چې حضور ﷺ څلوېښت زره درهم قرض واخيستلو بيا يې زما قرض ادا کړو او وفرمايل د قرض بدله داده چې شکر يې ادا کړای شي تعريف يې وکړل شي او ورته قرض ادا کړل شي.
ـ سائل ته د ورکولو لپاره قرض ورکول سنت دي
د درېيو کسانو قرض د الله ﷻ په ذمه دی
۱- هغه شخص چې جهاد ته لاړو
۲- هغه چې د يو مسلمان انتقال ورسره کېدو
۳- هغه څوک چې له زنانه د بچ کېدو لپاره نکاح وکړي او مړ شي (ترغيب ۶۰۳،۲)
ـ شهيد مقروض به هم جنت ته نه ځي (ترغيب ۶۰۰،۲)
ـ د حضور ﷺ به قرض نه پناه طلب کوله او لمونځ کې به يې دا دعا کوله
اللهم اني اعوذبک من المأثمِ والمغرَمِ (بخاری۳۲۲)
ـ او دا دعا به يې هم کوله اعوذبالله من الکفرِ والدينِ (نسائی ۳۱۵،۲)
د خبرو سنت :
کله هم چې موږ خبرې کوو نو کوښښ مو بايد دا وي چې داسې خبرې وکړو چې په هغو خبرو سره اللهﷻ ته ملامت نه شو او د عذاب سبب مو نه شي.
ـ حضور ﷺ وفرمايل کله چې يو بنده ووايی خلک هلاک شول نو هغه د دې نه زيات هلاک دي مطلب دا چې خلکو ته مايوسي نه ده پکار د الله ﷻ د رحمت نه)مشکوة)
ـ حضور ﷺ وفرمايل چې دروغجن هغه څوک نه دی چې د خلکو په منځ کې سوله کوي او د خير خبره وکړي يعنې سوله هم دی سره کولای شي.(متفق عليه)
د دې خبرې مطلب دا دی چې د دوو کسانو په سوله کې که درواغ هم وويل شي نو درواغ نه حسابېږي او کنه درواغ ډېر بد عمل دی الله ﷻ دې موږ ترې وساتي.
ـ حضور ﷺ وفرمايل کله چې تاسو خلک ووينئ چې مخامخ تعريف کوي نو په مخونو ورله خاورې واچوئ
فائده: يعنې د چا پر وړاندې د هغه تعريف په کار نه دی (مسلم)
ـ حضور ﷺ وفرمايل چا چې درواغ پرېښودل حال انکه په باطل وو نو د جنت يو اړخ کې به ورته محل ورکړل شي او چا چې جګره پرېښوده او په حقه وه نو د جنت په وسط کې به ورته محل ورکول شي او د چا چې ښکلي اخلاق وي نو د جنت په اعلی حصه کې به ورته محل ورکول شي (ترمذي)
ـ بېشکه الله ﷻ ته پته لګېږي چې د چا تېز آواز وي يعنې ډېر تېز آواز سره خبرې کوي او الله ﷻ ټيټ آواز خوښه وي (کنز ۲۲۸،۳)
ـ کله چې د فاسق تعريف وکړل شي نو د الله ﷻ عرش خوزېږي (کنز ۲۳۰،۲)- ـ حضور ﷺ وفرمايل مجمع کې که د چا بې عزتي کېږي نو دفاع يې پکار ده خلک يې رټل په کار دي او مجلس يې پرېښودل په کار دی (کنز ۲۳۴،۳)
ـ زمانې ته بد او رد ويل منع دي (مشکوة)
دا هغه خبرې وې کوم چې د خبرو کولو په وخت کې بايد مراعات شي او هغه کومې چې منع ترې شوې ده بايد ځان ترې وساتل شي.
نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *