دینې لیکنې

 د سرسايې ورکولو په اړه پوښتني او ځوابونه

 پوښتنه: صدقه فطر يعني سرسايه له ميده غنمو او وريجو نه څومره اندازه ورکول پکار دي ؟

 ځواب : صدقه فطر که له ميده غنمو ور کوئ، نو نصف صاع نيمه پيما نه ورکول پکار دي او که وريجې ورکوي، نو دومره ورکول پکار دي چه نيمي پيماني غنمو سره يې قيمت برابر وي .

 پوښتنه: د رسول الله (ص) په زمانه کښي سرسايه له لمونځ نه مخکې ويستل کيدله او که نه ؟ او که تر څو ورځو يو کيد له او بيا وروسته پر مسکينانو باندي ويشل کيدله، که يې په ويشلو کښي تاخير نه فرمايل ؟ ځواب: په در مختار کي ليکلي دي ويستحب اخراجها قبل الخروج إلی المصلی بعد طلوع فجر الفطر عملا بامره وفعله عليه الصلاة والسلام .ددې حاصل دادی چې سرسايه له لمونځ نه مخکې ويستل او ادا کول مستحب دي د نبی کریم ص له حکم او عمل سره سم لکه په مشکوة شریف کي چې د عبدالله بن عمر نه روايت دی: …. رواه بخاري ومسلم .ددې متفق علیه حدیث له روايت نه ثابته شوه چې رسول الله مبارک ص داختر امونځ ته له تللو مخکي دسر سايې دويستلو حکم کړی دی.

پوښتنه: ديو سړي قرض دچا په ذمه دی او مد يون مفلس او نادار دی. که داين په سرسايه کي د هغه قرض په مجرا کولو سره واخلي، نو ايا سرسايه ادا کيږي او که نه ؟ ځواب په دي ډول سرسايه نه ادا کيږي. له لاس ته راوړلو بغير په پور او قرض کي په مجرا کولو سره په اخيستلو زکات او سرسايه نه ادا کيږي.

 پوښتنه: سرسايه د رمضان مبارکي په لومړيو لسو ورځو يا منځنيولسو ورځو او يا په وروستيو لسو ورځو کښی ورکول صحيح دي او که نه ؟ ځواب: سرسايه په رمضان مبارک کښي ورکول صحيح او درست دي. که په هرو لسو ورځو کښی يې ور کوئ او همدا ډول زکات هم دی، له کال د مخه ور کول يې جايز دي

پوښتنه: په صدقه فطر کي دغلي پر ځای دهغي قيمت ورکول جايز دي او که نه ؟ ځينې ملايان وايې چې دغلي پر ځای دهغي قيمت ورکول داسي دي لکه دقرباني په بدله کښي چې قيمت ورکړي ؟

 ځواب: سرسايه په صدقه کي دغلي پر ځای دهغي قيمت ورکول له کراهته بغير جايز دي. ددې حکم دقرباني په ډول نه دی .د قرباني پر ځای د اضحيي په ورځ کي قيمت ورکول جواز نه لري . پوښتنه: د خپل ښار د غنمو نرخ پريښودل اود بل ښار د نرخ له مخي سرسايه ادا کول اعتبار لري او که نه ؟

ځواب: د خپل ښار قيمت ته اعتبار دی د بل ښار قیمت ته اعتبار نشته.

پوښتنه: له زيد سره زما روپۍ دي او هغه يې نه راکوي. که هغه ته ووایم، له تاسو سره چې زما کومي روپۍ دي هغه په سرسايه کي درکوم .په دي سره سرسايه ادا کيږي او که نه ؟ ځواب: په دي ډول صدقه فطر نه ادا کيږي .لکه څنګه چي په دي ډول زکات هم نه ادا کيږي. ددې طريقه فقهاوو داسې ليکلي ده چې هغه دي سرسايه يا زکات ورکړي، بيا دي له هغه نه دخپل قرض په وصولولو سره واخلي .

پوښتنه: دلته زموږ سره د بنديانو نه بغير بل يو مسکين هم نشته ،نو په څه ډول سرسايه ادا کړای شي ؟ ځواب: بند یانو ته سرسايه ورکول جايز دي.

 پوښتنه: بنديان او قيديان په مسکينانو کښي شمېرل کيږي اوکه نه ؟.

ځواب: کله چي له هغوي سره د نصاب په کچه مال نه وي ،نو هغوي مسکينان دي او سرسايه ورکول صحيح دي

پوښتنه: زيد وايي چې سرسايه پر هر مسلمان عاقل بالغ اود هغه په صغير اولاد باندي دهغه په ذمه واجب ده .عمر وايي چې سرسايه دهغو وګړو په ذمه ده چې روژه نيسي او بالغ او عاقل وي ؟

ځواب: دزيد وينا سمه ده اود عمر وينا غلطه ده. مسئله هغه د ه چې زيد ويلي دي. سرسايه پر هر مسلمان عاقل بالغ له خپل لوري اود صغير اولاد له لوري واجب ده.

پوښتنه: د واړه اختر په ورځ له موږ سره د ټول کال خوراك چې دهغه قيمت سل روپۍ کيږي شته دی يا دوه بيګه ځمکه له موږ سره شته چې دهغي قيمت سل روپۍ دی ،نو په دي صورت کښي سرسايه واجب ده که نه ؟

ځواب: داغله له حوايجو اصليه وو نه ده ،ځکه نو سرسايه واجب نه ده او نوره ځمکه چې دهغي قيمت سل روپۍ ده دهغي له امله سرسايه واجب ده.
پوښتنه: په سرسايه کي که دغنمو پر ځای نيمه پيمانه وريجې ورکړي ،نو جوازلري او که نه ؟

ځواب: جواز لري خو که دنيمي پيماني وريجوقيمت له نيمي پيماني غنمو سره برابر و يا ورنه ډير و. پوښتنه: دکليو پر غريبو وګړو سرسايه ورکول واجب دي او که نه ؟

ځواب : پر غريبو خلکو چې د نصاب څښتنان نه وي سرسايه ورکول واجب نه دي .

 پوښتنه: دښځي سرسايه پر چا باندي واجب ده. پر سړي باندي که پر پلار باندي اويا يې ميړه له مهره ورکړي ؟ که له ښځې سره مال وي او که نه ؟

ځواب: ښځه چې کله د نصاب څښتنه وي ،نو سرسايه پر هغي باندي واجب ده . که يې ميړه ادا کړي ،ادا کيږي .پر پلار يې واجب نه ده.

 مولوي عبدالجبار دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *