
د حضرت عمر بن عبدالعزيز (رح) عدالت!
د الشېخ محمودالحسنات د جمعې خطبه
ژباړه: اکرام واحدي
(( يوه ورځ عمر بن عبدالعزيز (رح) د امويانو خليفه سليمان بن عبدالملک سره ولاړ و، د حج موسم و او عمربن عبدالعزيز لا خليفه شوی نه و ـ سليمان بن عبدالملک وويل: يا عمره، آيا ته نه ګورې چې حجاج (حاجيان) څومره زيات شوي؟ يعنې دا يې د خپل ملوکيت او پاچاهۍ لاسته راوړنه وبلله!حضرت عمر بن عبدالعزيز ورته وويل: دا ټول به د قيامت په ورځ دښمنان وي (ځکه په ملوکيت کې د مسلمانانو د امورو درست اهتمام نه کېده، ځينې خلک ډېر مالدار وو. د اشرافو او نجيب زاده ګانو کورنۍ په مزو کې وې، خو عوام د هغوی په څېر خوښ نه برېښېدل او حتی له حاکمانو تنګ وو، نو عمر ځکه دا خبره وکړه.)
سليمان بن عبدالملک په ژړا شو، خپلې کورنۍ ته يې وصيت وليکه ويل يې ،که زه مړ شوم ستاسې خليفه او زما وليهعد به عمر بن عبدالعزيز (رح) وي!ليک يې کورنۍ ته ورسېد ګوري ، چې په وصيت کې د خلافت واګو سپارلو لپاره عمر بن عبدالعزيز وليعهد تعين شوی. خلک راټول شول دا فيصله يې واوروله، عمر بن عبدالعزيز مسجد ته راغی وارخطا وو ويې ويل: ای خلکو ما سره په دې اړه بلکل مشوره نه ده شوې او نه ما د خلافت غوښتنه کړې، زه دا کار نه شم کولی ما سره بيعت مه کوئ، بل څوک انتخاب کړئ!خلکو په يو آواز وويل چې تاسې درست انتخاب ياست او موږ درسره بيعت کوو، بالاخره يې په بيعت کولو مجبوره کړ او د خلافت چارې يې ور وسپارلې!
عمر بن عبدالعزيز د خلافت په لومړۍ ورځ غږ وکړ، ای خلکو چا سره چې ځمکې او مالونه دي هغه بيت المال ته وسپارئ (عمربن عبدالعزيز (رح) پوهېده چې امراوو او حاکمانو د خلکو ځمکې او مالونه غصب کړي). خلکو زړه نا زړه څه مالونه او ځمکې بېرته مصادر کړې، خو ټول هغه څه يې چې په غير قانوني او امتيازي ډول تر لاسه کړي وو، را نه وړل. عمر بن عبدالعزيز اعلان وکړ، چې ای خلکو د چا مالونه او ځمکې چې له حاکمانو سره دي راشئ او بېرته يې تر لاسه کړئ!خلک راغلل، خپل خپل شکايتونه يې وويل او ټولو خپل مالونه او ځمکې تر لاسه کړې تر دې ،چې د سليمان بن عبدالملک کورنۍ، شهزادګانو او د خلافت لوړ رتبه مامورينو سره هېڅ مال پاتې نشو، فقط رتبې او القاب يې پاتې شول.يوه ورځ د خلافت يو لوړ رتبه چارواکی عمربن عبدالعزيز ته راغی ورته يې وويل، چې ای عمره، مال خو ټول تا واخيست موږ سره هېڅ هم نشته، دا زموږ د رتبو په اندازه يو څه خو د بيت المال نه راکوه، عمر ورته وويل: والله چې څوک ستاسې نه خدمت او کار وکړي معاش به ورکړم او چې کار ونه کړي ، نو د عامو مسلمانانو په څېر تعامل به ورسره کېږي. يوه ورځ عمر کورته راغی خپلې بي بي فاطمې ته يې وويل: آيا په کور کې به درسره يو درهم نه وي؟فاطمې ورته وويل څه پرې کوې؟ويل يې: په بازار را تېرېدم انګور مې وليدل انګورو ته مې زړه وشو.
فاطمه لاړه کور کې يې وليدل، چې کوم درهم که وي چې عمر ته يې ورکړي، بېرته راغله ويې ويل: ای عمره، ته اميرالمؤمنين يې او ستا په کور کې يو درهم نشته. عمر وويل: قسم په الله (ج) چې دا حالت ماته ښه او خوشحالوونکی ښکاري نسبت دې ته چې زه دې د قيامت ورځ په ځنځيرونو تړل شوی يم او د الله ج پر وړاندې حساب ورکوم.))
نوټ: کله چې عباسيانو د اموي کورنۍ څخه خلافت ونيوه، نو عباسيانو د اموي کورنۍ خلفاوو لکه يزيد بن معاويه، عبدالملک بن مروان او وليد بن عبدالملک قبرونه را وسپړل او د دوی هډوکي يې وسوځول، خو د عمربن العزيز رح د ښه سيرت، عدالت او حسن تعامل پر سبب يې د هغه قبر سره غرض ونه کړ. د عمر بن عبدالعزيز قبر د سوريې ادلب ښار کې موقعيت لري چې له بده مرغه شاوخوا ۱۲ پېړۍ وروسته د بشار الاسد ځناورو او اسلام دښمنه عناصرو د حضرت عمر بن عبدالعزيز قبر را وسپړه او خالي يې کړ خو څوک نه پوهېږي چې د عمر جسد سره يې څه وکړل.