دینې لیکنې

د حج مراسم او د مسلمانانو سياسي رسالت!

ليکوال : ابن مبارک احمدزي

يادونه: د ليکنې په پاي کې د هغو خلکو د ځواب لمن ليک هم راغلي چې وايي مطلق حاجيان دې د حج پر ځاي له بې وسو او بې وزلو خلکو سره مرسته وکړي او حج ته دې نه ځي او دا خبره د همدردۍ له وجې نه کوي؛ بلکې د هغه حساسيت له مخې يې کوي چې دوي يې د اسلام له ارکانو سره لري.
سربېره پر دې چې حج يوه فريضه ده؛ بلکې د امت مسلمه د ټولنيز ژوند د ښېرازۍ او سمسورتيا له پاره تر ټولو ستره د تصميم ګيرۍ مرجع هم ده.د اسلامي سياست په ډګر کې د اجماع له پاره ښه مأخذ دي. ځينې نور مسؤوليتونه هم د حاجي صاحبانو په غاړه پراته دي.
د نړيوال سياست د سرکشيو او يکتازيو د کنټرول، د امت مسلمه د محکوميت، مظلوميت او محروميت د دلايلو سپړل او د حل لاره ورته پيدا کول، د استعمار د شومو هڅو له پاره يو قوت تشکيلول، د اسلامي نړۍ عمومي وضعيت څارل او ورباندې بحث کول، د نفتي زېرمو د ښه استخراج او ښه تعميل او پروسيجر له پاره پلان جوړول، د الله تعالي په ځمکه کې د جهاد په ارزښت، د جهاد په اهميت خبرې کول، د ځوان نسل د انحراف د مخنيوي له پاره اجماع ترسره کول او … هغه مسايل دي چې بايد حاجي صاحبان ورباندې ناستې وکړي، جلسې دايرې کړي، تفاهم وکړي، په پاي کې يو پرېکړه ليک جوړ کاندي او تش په نوم ملل متحد او استعماري هېوادونو ته يې واستوي او د نه منلو په صورت کې دې ښه دروند اخطار هم ورکړي.
کېداي شي دا خبرې اوس وخت کې له امکانه لرې وبريښي؛ خو دا بايد ومنو چې موږ له بده مرغه لا هم اسلامي سياست لکه څنګه چې بايد زده او عملي کړي واي، نه دي مو عملي کړي، په ډېره خواشينۍ سره بايد ووايو چې مسلمه امت په دې اړه دومره له غفلت څخه کار اخيستي چې اوس يې بېرته ورته جبران ګران کار دي.

حج هغه فريضه ده چې مسلمان ته د دې فرصت ورکوي څو په کال کې يو ځل د ستر نړيوال اسلامي ائتلاف شاهد وي، داسې ائتلاف چې د پادشاه او رئيس لخوا نه؛ بلکې د الله تعالي له لوري را بلل شوي وي. په دې سپېڅلي مکان کې مسلمان د نړۍ له ۵ لويو وچو (قارو) څخه خپل نور مسلمانان ورونه ليدلي شي. چې هېوادونه، ژبې، رنګونه او نژادونه يې يو له بله توپير لري او يوازې د اسلام او ايمان رشته ده چې دوي ورباندې يو ځاي راغونډ شوي دي او واحد شعار يې نړۍ لړزوي چې :
( لبيک اللهم لبيک…)
دا په حقيقت کې يو اسلامي کنفرانس دي، د دغه کنفرانس جوړېدل د هر مسلمان د اميدونو غوټۍ غوړوي، او روح پکې تازه کېږي.د مأيوسۍ حالت ترې ورکېږي او يوه پياوړې اراده پکې راژوندۍ کېږي، د امت دغه اجتماع او را غونډېدل په حقيقت کې د دښمنانو پر خولې يو مضبوط سوک دي، دا يو لوي حقيقت دي چې وري/مېږه هر کله له رمې ځنې را جلا شوه، لېوه ته يې ښکار او خوړل خورا آسان کار دي، له همدې وجې نه حج هم د داسې يو نړيوال کنفرانس نوم دي چې د ټول شرق او غرب د کفارو زړونه په خپلو شيش محلونو کې ور لړزوي خو دوي حال نه وايي، د دې حالت پايلو ته کفار له پخوا نه متوجه شوي وو او د مخنيوي لپاره يې لازم اقدامات ترسره شوي هم دي، دا اقدامات د مسلمان نما ګانو په وسيله ترسره شول او لا هم ترسره کېږي.
دا اجتماع هغې کُرې/آتش دان يا مَجمر ته ورته ده چې قومي او اقليمي انګېرنې او شعاورنه په خپلو اورونو سره مړه کوي. او يوازې يو شعار پاتې کېږي چې (( انما المؤمنون اخوة)). لازمه ده چې په دغه اجتماع کې دې د اسلامي امت نخبه ګان، سياستمداران، شنونکي، پوهان او عالمان سره راغونډ شي، او په داسې يو ميکانيزم دې کار وکړي چې وکولاي شي، اسلامي امت خپلو موخو ته د رسېدلو په برخه کې رهنمايي کړي.
ټولې هغه چارې چې د اسلامي امت له روان بحران سره تړاو ولري تر ټولو ښه د حل او مطرحه کولو ځاي يې حج د بيت الله دي، که موږ خپل تېر تاريخ ته ځير شو په دې ځاي کې له جناب محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم سره بيعتونه وشول.خلفاي راشدينو هم حج د ملاقاتونو او سياسي مسايلو د حل لپاره تر ټولو مناسب ځاي ټاکلي و او مثبته ګټه به يې ترې اخيسته.چا به چې شکايت لاره مخامخ به يې له أميرالمؤمنين سره شريکاوه پرته له دې چې په منځ کې کوم خنډ واقع شي.

اې! ستاسو پام دي؟ د ټولې نړۍ په يوه امت يا ملت کې هم داسې يوه پديده نه شته چې د هغه امت يا ملت غړي دې په نړيواله کچه کال کې يو ځل سره راغونډ شي، دا پديده يوازې په اسلام کې ده او دا محدوديت هم پکې نشته چې پلانکي او د پلانکي صفت خاوند به دلته ګډون کوي.دلته هر مسلمان کولاي شي په خپله خوښه او هر وخت چې وغواړي او زمينه ورته مساعده شي ګډون وکړي.
دا يو تريخ حقيقت بايد ومنو چې زموږ ډېري حاجي صاحبان حج ته روان وي او موخه هدف يې دا وي چې څنګه طواف وکړم؟ څنګه حجرالاسود ښکل کړم؟ په عرفات کې څنګه ودرېږم.کوم خوراک څخه ګټه واخلم، چېرته شپه وکړم او داسې نور… حال دا چې الله تعالي حج په مسلمانانو فرض ګرځولي تر څو هغوي راشي او خپلې ګټې هلته وويني.کله چې د کعبې په شاوخوا کې طواف کوي بايد په دې پوه شي چې د امت مسلمه د راټولېدو محور يوازې يوه قبله ده، پنځه وخته لمونځ، الله او دين د ټولو يو دي او د ژوند کړنچاره يې يوه ده او مسلمه امت بايد دا درک کړي چې يوازې د دوي وحدت او يووالي کولي شي غليمان او طواغيت په ګونډو کړي او د هغوي شوم ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي.
حج يو داسې کنفرانس دي چې هر کال په هغه کې تقريباً ۲۰۰۰۰۰۰ – ۳۰۰۰۰۰ پورې مسلمانان راغونډېږي، که حکومتونه وغواړي چې داسې اجماع جوړه کا، نه يې شي کولاي؛ خو د اسلام په سپېڅلي دين کې په يوې فريضې سره له تکليف او ستونزو پرته دا اجماع په آسانۍ سره جوړېداي شي.د حج يوه فلسفه دا ده چې مسلمانان دلته سره راټول شي، خپلې ستونزې دې مطرح کړي، د اسلامي امت په روان حالت او د دې حالت په پايلو وغږېږي. يو او بل وپېژني. او يو تر بله نژدې شي که فرض کړو يو مسلمان په افغانستان کې ژوند کوي او بل د افريقا په سوډان کې. ته وا د دوي دواړو د ملاقات او لېدنې زمينه به چېرته برابره شي، او آيا دوي به په ژوند هم يو له بله سره وويني؟!
له بده مرغه بايد ووايو چې له دې عظيمې او مهمې فريضې څخه څنګه چې لازمه ده د اسلامي امت د اصلاح او وحدت لپاره چا هم ګټه نه ده اخيستې، پر دې سربېره د داسې مجلسونو مخنيوي يې هم کړي چې په هغو کې څو تنه د بېلابېلو هېوادونو مسلمانان سره ناست دي او په روان بحران يې بحث او خبرې کړي دي.

اسلامي ټولنو ته د استعمار د رسوخ له عمده لارو څخه يو هم د جعلي قيادتونو تپل دي، دغه خود ساخته جعلي رهبران چې نن د اسلامي امت مشري ور په غاړه ده، د اسلام د دښمنانو نفوذي څېرې دي او هېڅکله به يې هم امت ته ګټه و نه رسېږي.
دا منو چې د حجاجو د روغتيا لپاره سلګونه امبولانسونه، الوتکې او روغتونونه جوړ شوي دي(دا خو احتمالي تدابير دي)، دا منو چې حاجي صاحبانو لپاره د ژوند، خوب او خوراک عمده سهولتونه او آسانتياوې برابرې شوې دي؛ خو د حج فلسفه بيا داسې نه ده.يو د فريضې ادا کول دي او بل له دې سره په څنګ کې نور رسالتونه دي چې هر مسلمان يې په ادا کولو مکلف دي.د دغه رسالت د پر ځاي کولو لپاره خو لومړي ذهنيت جوړونه هم لازمه ده. حاجي صيب بايد د طواف، حجر الاسود د ښکلولو، عرفات کې د درېدلو په فلسفه ځان ښه پوه کړي، او پر حکومتونو هم دا لازمه ده چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغليو حاجي صاحبانو ته د ناستې، کنفرانس د دايرولو او عمومي محور کې يوې ګډې فيصلې ته د رسېدو زمينه برابره کړي او همدا د اسلامي حکومت دنده او مکلفيت دي.
د زړه له دردره بايد ووايوچې نن په موږ هغه حالت راغلي چې د نړۍ په بل هېڅ ملت نه دي راغلي، ډېره د شرم وړ خبره ده، عراق مو ټوټه ټوټه شو، د شام هغه تاريخي حيثيت مو زيانمن کړاي شو، سلګونه خويندې ميندې مو بې عزته شوې، افغانستان دا دي ۱۷ کاله کېږي چې د صليبي يرغلګرو تر اشغال لاندې دي.نور اسلامي هېوادونه هم دغسې در واخله؛ خو له مسلمانانو په ځانګړي ډول حاجي صاحبانو سره د دوي غم نشته، که په چا کې وي هم فيصدي يې لږه ده، او آن مسلمانان حق نه لري چې د اسلامي سياست په اړه محض خبرې وکړي، د اوضاع تحليل خو لا په ځاي پرېږده
په داسې يو حالت کې چې زموږ حجاج د حج په اسلامي سياسي فلسفه خبر نه وي، او که خبر وي هم حکومتونه يې د فعاليتونو مخه نيسي نو موږ به د مسجد الاقصي د آزادولو تمه او اميد له چا څخه وکړو؟؟!

ولې حجاج د افغانستان، شام، عراق، يمن او نورو هېوادونو په اشغال سترګې پټوي؟يا ولې په دې اړه چوپه خوله دي؟خپل مسؤوليت يې سم نه دي پېژندلي، د حج په فلسفه نه دي پوه شوي که حکومتونه يې داسې فعاليتونو ته نه پرېږدي؟؟
ولې حاجي صاحبان د استعمار، سيکولريزم، فيوډاليزم، صهيونيزم پر وړاندې اتحاد ته نشي رسېداى؟
ولې د بيت الله شريف په منځ کې څوک د سياست په اړه بحث نشي کولي؟
حج د فريضې او ځانګړو مراسمو نوم دي شک نشته؛ خو ډېر نور کارونه هم بايد په دې وخت کې وشي چې متاسفانه اوس نه ترسره کېږي.ان تر دې چې د جهاد او قتال په اړه رانازل شوي آيتونه هم څوک د خاص هدف د تعقيب لپاره په عام محضر کې خلکو ته د ښه ذهنيت ورکولو په نيت نه شي تلاوت کولاي
تاسو وګورئ
د بعثت په يوولسم او دولسم کالونو کې د کفارو بيعتونه
د خلفاي راشدينو نه وروسته د اموي خلافت ټينګښت، د عباسيانو خلافت، عثماني خلافت دا ټول چې تاسې وګورئ د قايمېدو لومړني څرکونه يې د حجاجو په همنظرۍ او فکري اتحاد کې پيدا کولاي شئ.
اسلامي حکومت نه د آل سعود غوندې سلطه ميراثي ګڼي او نه د دموکراسۍ په شان حکومت هر خس او خاشاک ته سپاري.
اسلام نه ديکتاتوري مني نه ډيموکراسي
لمن ليک:
افغانانو! حج ته مه ځئ؛ له فقيرانو او مسکينانو سره مرسته وکړئ
دا هم د هغو کسانو منطق دي چې ځانته د ماډرنيزم سرلاري وايي او د سيکولريزم د نظريې نخبه ګان هم دوي دي.
هلکه! چې يو مسلمان خپله ټوله هستي او ټولې پيسې هم ستاسو په خوله؛ پر فقيرانو او مسکينانو ووېشي د فرضي حج حکم يې نه شي ساقطتېداي.
بله واوره!
همدا څه وخت مخکې په روسيه کې د فوټبال مسابقه وه او نړيوال جام لپاره رقابت و، د لوبې لپاره له افغانستان څخه لس زره کسان هلته تللي وو چې ټول د لوړ پوړو خلکو زامن او نژدې کسان وو. له هغې د مخه د کرکټ لوبه وه، په دوبۍ او هندوستان کې چې ترسره کېده نو زرګونه کسان به له دې ځايه ورتلل، د دواړو ډلو مصارف چې وسنجوې لويه سرمايه ترې جوړېږي. حيران تاته نه يم چې ولې هغه مهال ړوند او کوڼ يې او اوس دې د فقيرانو دوستي ته ملا تړلې ده!
د يوې حکومتي سرچينې له قوله تېر کال ۱۳۹۶ له افغانستان څخه منځنۍ آسيا، ترکيې، دوبۍ او نورو هېوادونو ته يوازې د سياحت له پاره شاوخوا يو ميليون ۱۰۰۰۰۰۰ کسانو سفرونه کړي دي.فرض کړو هره يوه په اوسط ډول ۲۰۰۰ ډالر مصرف کړي وي نو ټولټال يې له ميلياردونو افغانيونو څخه هم پورته ځي.
يوازې په کابل کې شاوخوا ۳۶۰ د ودونو هوټلونه دي، هره شپه پکې ودونه وي، د يوه پر ځاي دوه او درې ودونه پکې کېږي.هر واده کې په اوسط ډول ۴۰۰۰۰(حد اقل) او په ځينو حالاتو کې خو لکونه ډالر هم مصرف کېږي.چې دا ټول وسنجوئ لکونه ډالر او ميلياردونه افغانۍ هره شپه په کابل کې بې ځايه مصرفېږي.
د کابل ښار شهر نو او وزير اکبر خان يا… سيمو کې همدا سږ کال د حقې روژې مياشت کې د ډمانو او فحاشانو لسګونه کنسرتونه اجرا شول، زرګونه کسانو ټکټ اخيستي و او ګډون يې پکې کړي و. زرګونه زره ډالر مصرفونه وشول.
د طلوع په ګډون د رسنيو ځينې پروګرامونه رقابتي سيستم سره عيار شوي دي او له دې لارې سلګونه ځوانان د هنر او سندرو سره د شوق په پلمه بې درېغه پيسې مصرفوي.

د وزارتونو د انکشافي بوديجو پيسې د آمرانو او مشرانو جېبونه ته ځي،په ډېر لږ ګراف کې مصرفېږي.د پارلمان وکيلان، نظامي منسوبين او لوړ رتبه حکومتيان معمولاً هره پنجشنبه بهر ته سفرونه کوي. د سياحت په نامه لسګونه زره ډالر د حکومتي منصب له آدرسه مصرفوي. د دسترخان بې درېغه مصرف خو يې مه يادوه.
د خيريه مؤسساتو او بنسټونو په نامه چې کومې مرستې کېږي زياتره د غټ خېټو عياشو او شرابيانو جېبونه ته لوېږي د چا پلار يې هم پوښتنه نه شي کولاي.
يو کس دي په لږ کار او ټيټ فزيکي فعاليت سره پنځه لکه افغانۍ معاش لري خو يو معلم بيا ۶ زره افغانۍ معاش لري، هغه هم درې مياشتې وروسته ورکول کېږي.
ډېر داسې حکومتي نظامي منسوبين شته چې په قانوني لحاظ ۳ يا ۱۰ ساتونکو ته يې اړتيا وي، خو عملاً د حکومت په امتيازاتو او معاش سره له ۱۰۰ ډېر ساتونکي لري او ډېر د مرمۍ ضد موټر يې په خدمت کې دي.مانا د ولس په نامه دغه ځناور هغه څه کوي چې اصلاً يې د ترسره کولو حق نه لري.
داسې لسګونه نور موارد دي چې بايد نقد شي، مخنيوي يې وشي، پر وړاندې يې اواز اوچت کړل شي، مخالفت يې وشي، سرچينې پرې بندې شي؛ خو سيکولر بيا قصداً پر هغوي سترګې پټې کړې وي او يوازې يې د مؤمنانو دغې فريضې او مهم اسلامي رکن ته څلور سترګې نيولي وي.د ټول کال ۱۲ مياشتو په جريان کې يوازې د حج او لوي اختر پر مهال د ټولنې فقير او بې وسه قشر ته د دوي پام شي نور نو په درست کال ړانده کانه وي چې د مظلوم يا فقير غږ لا واوري.
که خبره د پورته مسايلو مطرح کړې درته وايي چې د نورو خلکو په کارونو کې بايد کار و نه لرو، او بله دا چې جرم شخصي عمل دي، هر څوک پوه شه او خداي يې زموږ يې پرې څه!؟
خو چې وخت د حج د مراسمو شي اول د واره همدا د ۳۰ کولرې بچي پر حجاجو ور ځغلي او د فرضي عمل اړخونه نقدوي.
آيا يوازې د الله تعالي د حدودو او احکاماتو پر مهال د فقيرانو او مسکينانو سره همدردي دوي ته ور يادېږي؟
حج خو د اسلام له پنځو بنسټونو څخه يو پوخ او مهم بنسټ دي او الله تعالي يې په اړه فرمايي:
وَلِلهِ عَلَي النَّاسِ حِجُّ الْبَيتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَيهِ سَبِيلًا ؕ وَمَن کَفَرَ فَاِنَّ اللهَ غَنِي عَنِ الْعٰلَمِينَ
او د مشکات شريف د يوه حديث محتوا داسې ده که چېرته يو مسلمان حج ته د تللو ټول اسباب او شرايط پوره کړي خو بيا هم حج ته ولاړ نه شي او الله تعالي يې پروا نه ساتي چې دا کس به يهودي ومري که عيسايي.
د متعصبو او ړندو ۳۰ کولرو يو نقد دا دي چې د حاجيانو پيسې د عربو جېبونو ته ځي، په داسې حال کې چې د يادو پيسو لويه برخه په خپله د افغانستان حکومت او هوايي شرکتونو آدرس ته ور رواني دي. دوي ولې داسې ړانده دي؟
جالبه ده :
که يو څوک د خپل زوي يا وراره په واده کې ميليونونه افغانۍ هسې مصرفې کړي نه فقير د چا په ياد وي نه مسکين. که د افغانستان ملي سوداګر له تاجکستان څخه فاحشه او رقاصه راولي او د کنسرتونه په نامه يې ګډوي او ځوانان ګمراه کوي او بې ځايه پيسې مصرفوي او دا يو فرهنګ ګرځېدلي وي نو په ټولنه کې هېڅ نه فقير شته نه مسکين؛ خو چې حاجي صاحبان د الله تعالي د امر پر ځاي کولو ته ور روان شول بس بيا ټوله ټولنه فقر ونيسي، د ګاوڼديو په حقوقو به هم درته مقالې او پړپړې کتار کړي.
داسې هېڅ فقهې مسأله هم نه شته چې په ټولنه کې د فقر د شتون له امله دې د فرضي حج حکم ساقط شي.
يادونه: تاسو اصلاً ټول سيستم نقدوئ. که د ځينو حاجي صاحبانو پر دويم او درېم حج په مناسب انداز سره په خپل وخت نقد وشي نو دا د تأمل وړ ځکه ده چې فرض خو يې پخوا له غاړې ساقط شوي نو دا دويم او درېم ځل حج که و نه کړي لويه ستونزه نه جوړېږي. او داسې نور موارد. خو موږ پوهېږو چې ستاسو عقده له څه شي سره ده او ستونزه مو له سيستم سره ده که له افرادو سره يا د افرادو له کړنو سره!!لاس مو خلاص توره مو تېره، سهار او ماښام يې ډنګوئ ولاکه مو په خوله څوک پياز لا سپين کړي،تاسو او ستاسو وايروس وهلي نظريات اصلاً زموږ په ټولنيز ژوند کې کارونه نه لري. ځئ کومه بله ټولنه درته پيدا کړئ چې هلته آزاد فعاليت او حرکت درته ميسر وي.
درنښت.د يوه سر لوړي، متحد او پياوړي اسلامي امت د لېدلو په هيله. پاي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *