دینې لیکنې

د تصوف ريښتينی انځور

ليکوال: حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رح
ژباړه: م. رحمت الله نړيوال
لومړۍ برخه
تصوف او طريقت چې په حقيقت کې پر شريعت د عمل کولو دوهم نوم دی، په کې له يوې اوږدې مودې راهيسې اختلاف او التباس ليدل کېږي، ډېرو ناپوهانو د څو بزرګانو رسمونه او عادتونه او ډېريو بيا د دوی غير اختياري کيفيتونه او د وجد حالات تصوف ګڼلی و، ځينې هغه کسان چې مقصد او غير مقصد نه شي سره بېلولای، ځکه له تصوفه مايوسه شوي وو، چې دا لاره ورته ډېره سخته برېښېدلې وه او عمل ورباندې ناشونی ښکاره شوی و. ځينې چې بيا په غير شرعي کارونو، بد اخلاقيو او ناروا عملونو اخته دي، د څو ښو خوبونو په ليدلو ځان ورته پيران پير ښکاره شوی و، د ځان اصلاح او د اعمالو پابندي يې هېره کړې وه، د داسې بديو د اصلاح لپاره په دې وړوکي کتاب کې د طريقت او تصوف ريښينی انځور، حقيقت، اصل هدف يې او د هدف ترلاسه کولو طريقې اړوند څو مهم او اړين مضامين د ((لارښوونو)) تر عنوان لاندې ليکل کېږي.
((لومړۍ لارښوونه))
د شريعت او طريقت بيان
سلوک او طريقت چې په اصطلاح کې ورته تصوف ويل کېږي، حقيقت يې دا دی چې مسلمان خپل ظاهر او باطن په نيکو اعمالو ښايسته کړي او له بدو عملونو يې وژغوري، مطلب دا چې:اصل مقصد خو د اللهﷻ رضا ده او د الله ﷻ رضا د شريعت پر احکامو په بشپړه توګه عمل کول باندې تر لاسه کېږي، دا احکام ځينې له ظاهر سره تړاو لري، لکه: لمونځ، زکات، روژه، حج يا لکه: نکاح، طلاق او د مېړه او ماينې حقوق ادا کول، قسم او کفاره… يا لکه: راکړه ورکړه، قضيې او شاهدۍ، وصيت، د ميراث ويشل…. يا لکه: د سلام او کلام، خوراک او څښاک، خوب، ناسته او ولاړه، د مېلمستيا او کوربتوب احکام، دې ټولو مسئلو ته د فقهي علم ويل کېږي.او ځينې احکام د باطن اړوند دي، لکه له الله ﷻ سره مينه کول او ويره ور څخه کول، د الله تعالی ذکر کول، د دنيا مينه کمول، د الله تعالی پر خوښه راضي کېدل، په عبادت کې زړه حاضرول، د اللهﷻ د رضا لپاره په اخلاص کار کول، خلک تر ځان سپک نه ګڼل، انانيت او ځان خوښي نه کول، غوصه کنټرول او… دې اخلاقو ته سلوک، طريقت او تصوف وايي.لکه څنګه چې پر ظاهري احکامو، لمونځ، روژه او… عمل واجب او فرض دي، همداسې پر باطني احکامو هم د قرآن او سنت له رويه عمل فرض او واجب دي او له باطني ناروغيو د ځان ساتنې پابندي ځکه ډېره اړينه ده، چې د دې اثر پر ظاهري اعمالو هم لوېږي، تاسې به ليدلي وي چې کله له اللّه تعالی سره محبت کم شي، نو لمانځه کې سستي راشي، په لمانځه کې د رکوع او سجدې حق نه ادا کېږي، کله چې سړی بخيل شي، زکات او حج ادا کولو کې کمزوري کوي، کله چې سړی متکبر يا خښمجن شي نو ظلم ځنې کېږي، لنډه دا چې شريعت او طريقت/تصوف دوه بېل بېل شيان نه دي، بلکې د شريعت پر ظاهري او باطني احکامو د بشپړ عمل کولو نوم طريقت او تصوف دی، امام اعظم ابوحنيفه رح د علم فقه تعريف داسې کړی چې ظاهري او باطني اعمال ټول په کې داخل دي، خو متاخرينو علماوو د هوساينې په خاطر ظاهري اعمال، لمونځ، روژه، حج، زکات، نکاح، طلاق، تجارت، اجاره او… بېل را يو ځای کړل، نوم يې فقه ورباندې کېښوده او باطني اعمال، اخلاص، صبر، شکر، زهد او… احکام يې بېل را يوځای کړل، نوم يې طريقت او تصوف ور باندې کېښود، له دې اصطلاح سره سم يو له بله بېل په داسې توګه بللای شو، لکه لمونځ او روژه چې بېل بېل دي، خو يو عبادت دي، د انسان لاس او پښه، پوزه، غوږونه، زړه او ځيګر بېلا بېل اندامونه دي، خو د دې ټولو مجموعه انسان تکميلوي، له دې څخه يو اخيستل او بل پرېښودل، بسنه نه شي کولای. همداسې د متاخرينو له اصطلاح سره سم د عقايدو علم، د فقهي علم، د تصوف علم بېشکه بېلا بېل علوم او فنون دي، مګر انسان يا مسلمان د دې ټولو له مجموعې بشپړېږي او پر قران او حديث عمل پر دې ټولو له عمل کولو تر لاسه کېږي، په دې کې يوه برخه اخيستل او بله پرېښودل، داسې تباه کوونکی عمل دی، لکه يو څوک چې د غوږونو ساتنه کوي، خو سترګې ضايع کوي يا روژه نيسي، خو لمونځ نه کوي.حضرت شاه ولي الله قُدِّسَ سِرُّه فرمايي: شريعت له طريقت پرته مازي يوه فلسفه ده او طريقت له شريعت پرته الحاد او زندقه ده.
حضرت قاضي ثناءالله پاني پتي رح فرمايي: د چا چې ظاهر نه وي پاک، د هغه باطن پاکېدل ناشوني دي.د ظاهر د پاکوالي هدف، د ظاهري اعمالو پابندي ده چې په علم فقه کې بيانېږي او د باطن د پاکوالي هدف د باطني اعمالو پابندي ده، چې په علم تصوف او سلوک کې بيانېږي.او امام سهروردي رح په ((عوارف المعارف)) کې و صوفيان کرامو ته د پېښېدونکو حالاتو او کيفيتونو په اړه فرمايي: حضرت سهل بن عبد الله رح وفرمايل: ژباړه: هر هغه وجدي کيفيت چې قرآن او حديث کې يې شواهد نه وي، باطل دي.
او بيا يې وفرمايل: د صوفيان کرامو د سنت په تابعداري کې داسې حال وي؛ نو ځکه که کوم جاهل صوفي له دې مخالف حالاتو دعوه کوي، هغه په فتنه کې غرق او درواغجن صوفي دي.(عوارف برحاشيه احياءالعلوم ۱/۲۸۰)د څلورمې هجري مشهور امام ابوالقاسم القشيري رح چې کوم پيغام د خپلـې زمانې د صوفيان کرامو په نامه په ((رساله قشيريه)) کې ليکلي، هلته يې د سنت تابعداري د صوفيان کرامو اصل وظيفه بللې ده.له دې معلومه شوه چې ځينې جاهل صوفيان چې وايي شريعت او طريقت دوې بېلا بېلې لارې دي، يو کار چې په شريعت کې حرام وي، په طريقت کې حلال کېدلاش شي، دا قطعًا ګمراهي او ښکاره بې ديني ده او د ټولو صوفيان کرامو د مسلک مخالفت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *