
د امربالمعروف او نهی عن المنکر په اجراء کې دهرمسلمان ونډه
استاد حبیب الرحمن “صالحی”
سریزه
داسلامي شريعت څخه بې خبري او يا ورباندې سترګې پټول د زوال او افتونو سبب ګرځي او په نتيجه كې یې غريبي، ناأمني، شر، فساد، لاقانونيت اوجګړه رامنځته کوي، دخلکو، مشرانو او د واکدارانو بې علمي ددې سبب گرځي چې د ښو او بدو درک ورک شي، معاشرت د تنزل او ويرې ښکار کيږي، ناپوهي د ښې او بدې فيصلې توان اوعقل له منځه وړي.
هرانسان ته لازمه ده، چې خپل لومړنی او اساسی مسئولیت وپيژنی، چې دامسؤولیت، لاندني آیت شریف ډیرښه بیان کړی:
ژباړه: بیشکه وړاندې کړ موږ امانت (ثواب-عقاب) پراسمانونو او پر ځمکه اوغرونو(کله چې مو پیداکړ په دوی کې فهم اونطق) پس منع راوړه دوی له دې چې پورته کړې هغه (دامانت بار) او ویریدل دوی له هغه (امانت) او پورته کړ هغه (امانت بار) انسان، بیشکه چې دغه (انسان) دی ظالم ډیرنادان (په عاقبت خپل). احزاب /۷۲
تفسیر: یعنی انسان پرخپل ځان لوی ظلم اوستم وکړ، دهغه بار او پیټی په اوږو اخستلوسره، چې اسمانونو، ځمکې او غرونو خپلې ناتوانی اوعجز اظهار کړ، چې پورته کولی یې نشو، دغه ناپوه انسان هغه پر خپلو اوږو واخیست.
د حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) د ژوند کړنلاره، دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي. هغه د محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د وخت تعليمات په ټوله نړی کې داسې روان دي، چې ته به وايې چې همدا اوس پيغمبر(صلی الله عليه وسلم) حيات لری. نو ثابته شوه د پيغمبرانو د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی. د همدې مسئوليت په وجه اسلامي امت غوره د امتونو دی.
هغه کسان چې د الهی دين طرف ته بلنه ورکوي، خلك د نيکی طرف ته بولي اوله بدو کارونو يې منع کوي، ددوی دعوت، وعظ او نصيحت به ترهغه وخت ګټور وي، چې په لاندې شرايطو برابر وي اوکه په لاندې شرايطو برابر نه وي ( دحکمت په طريقه ) نه يواځې دا چې په دعوت کې به يې هيڅ اثرهم نه وي بلکې د اسلام او مسلمانانو لپاره به يوه خساره شي.
دنبوت او خلفاي راشدينو په وخت کې، چې اسلامي دعوت په حکيمانه توګه روان و، په ډير لنډ وخت کې تقريباً ټولې نړی ته دين ورسيده او اوس چې سوونه کاله تير شوي دي، دا خو پر ځای پريږده چې نړۍ ته مو دين ونه رساوه، بلکې خپل کور، کلی او ولس ته موهم داسلام ٪30 احکام ونه رسول !
څرنگه چې طبائع مختلفې دی ځینې خلک د تاُدیب څخه پرته شرعی احکام نه عملی کوی او اتفاق او اتحاد ته ضرر رسوی نو په هرامت کې یو ټولکی په کاردی چې صرف دخلکود تادیب وظیفه په غاړه واخلی او د شپون په څیرد خلکو څارنه وکړي. له همدې کبله دوو سفري ملکروته هم په کارده چې یو تن د آمر به صفت ومني ترڅود سفر په اوږدوکې اختلاف اوبی اتفاقی پیښه نه شی.
امر په معروف او نهی له منکرڅخه
الله تعالی فرمايي: ژباړه : (ای مومنانو) او ستاسو د جملي څخه دې یو داسې ټولگی شتون ولري، چې نیکی ته خلک بلي او په (شرعي) معروف کارباندې امر کوي او د (غیرشرعي) نا اشنا کار څخه خلک منعه کوي او دغه ټولکی هم دوی کامیابان دي. آل عمران. آیه ١٠٤.
د هغو خلکو په شان مه جوړیږۍ، چې دوی له هغه څخه وروسته چې واضح دلایل ورته ورغلل، ډلې ډلې شول او په جگړو شول او دغه خلک دوی لره لوی عذاب دی.
په بل مقام کې فرمايي: ژباړه : ووايه دغه لاره زما ده، چې خلك را بولم د الله تعالی طرف ته، په بصيرت سره. (يوسف ۱۰۸)
اسلامی دعوت فرض عین دی او که فرض کفائي؟
لږ علماء وایي چې اسلامی دعوت (امربالمعروف او نهی عن المنکر) فرض عین دی او هرڅوک پرې مکلف دی، چې دغه وظیفه تر یو حده پورې اجراء کړي، که په هیچا باندې یې اثر نه وي، نو په خپل ځان باندې خو یې شته چې دی هم یومسلمان دی. ددوی دلایل دادي:
الف: راتلونکی آیت ټول امت ته دامربالمعروف اونهی عن المنکر توصیه کوي، بلکې همداشی ددوی د بهتری وجه گڼي لکه چې فرمایي:(کنتم خیر امة) [آل عمران/110الآیه].
ب : نبی کریم فرمایي چې:
ژباړه : یعنی ستاسو څخه چې هرڅوک په شرعه کې نااشنا شی وگوري، نو هغه ته دې په لاس باندې تغییر ورکړي او که وسه یې نه وی، نو په ژبه دې تغیر ورکړي او که وسه يې نه وي، نو په زړه دې په کرکه ورته وگوري، او همدا د زړه کرکه د کمزوری ایمان مرتبه ده. (م/49)
دوی وائي چې: په ذکر شوي آیت کې د(منکم) کلمه استعمال شوې ده، خو دلته د (من) توری د بعضیت د لپاره نه دی، بلکې د بیان دلپاره دی، لکه چې الله جل جلاله فرمايي:
ژباړه: نو د نجاست څخه اجنتاب وکړئ (څان ترې وساتئ) چې هغه د بوتانو څخه عبارت دی. دامعنی يې نه ده چې له ځینو بوتاتو څخه اجتناب وکړئ، نو دلته هم مطلب دادی، چې ستاسو څخه دې یو ټولی جوړ شۍ، چې ټول ددعوت کار کوي. [حج:۳۰]
سوال اوځواب: که څوک وايي چې الله (جل جلاله) فرمايي:
ژباړه: یعنی: ای مومنانو! په تاسوباندې د خپلوځانوحفاظت ضرور دی، تاسوته هغه څوک ضررنه شي رسولی چې هغه گمراه وي، کله چې تاسو په سمه لارباندې روان یاست. دې څخه معلومیږی، چې دعوت هیڅ فرض نه دی؟ مائده:105
موږ وایو چې: په همدې آیت شریف کې د: (اذااهتدیتم) مائده:105 کلمه به دې دلالت کوي، چې تاسو د گمراهانو په گناه نه نیولی کیږئ، خو په دې شرط چې تاسو لارموندونکي یاست، یعنی خپله غاړه مو په دعوت سره خلاصه کړي وی او نه، نو تاسو په عدم دعوت باندې گناهگار یاست اوهغوی په ضلالت باندې نیولی کیږي.
اکثرعلماء کرام وايي چې اسلامی دعوت فرض کفائي دی لکه دجناري لمونځ، چې د ځینو خلکو په اداء کولو سره د ټولو غاړی خلاصیږی. روح المعانی ج4 /21
ددوی نقلي دلیل ذکر شوی آیت شریف دی، چې فرمايي: ژباړه : الایه یعنی: باید ستاسوڅخه دې دهمدې مطلب د پاره یوه خاصه ډله موجوده وي، چې دهغوی صرف همدغه کار او وظیفه وي. [٣:١٠٤])
د دوی عقلي دلیل دادی، چې هر څوک دا کارځکه نه شی کولی چې یائې توان نه لري لکه زنانه او یا علم نه لري لکه عوام مسلمانان چې نه ورته شرعي منکرمعلوم وي او نه شرعي معروف پیژني او بالآخره نه د دعوت په طریقه باندې پوهیږي.
ددواړو نظرونو جمع کول: موږ ته د دواړو ډلو د نظریاتو او دلایلو څخه داسې ښکاري، چې دواړه نظرونه سره منافات نه لري او دواړه په دې معنی حق دي چې: د انفراد په توگه دهرچا فریضه ده، چې د خپلې وسې په اندازه د خپل دین خدمت وکري، لکه چې نبی کریم – صلی الله علیه وسلم – ورته په (کلکم مسئول) صحیح البخاری/ 893 (ستاسوهریومسئول دی) سره اشاره کړې ده.
اما ټولنیز دعوت: د حکومت فریضه ده، چې په خپل رعیت کې دهمدې کار د پاره یوه ځانگړې او خاصه ډله وټاکي او په اصطلاح دهغوی رسمي وظیفه همدا دعوت وی اوبس. په ځینو حکومتونو کې دمحتسبینو په نامه باندې همدغسې ډله شته دي.
که اسلامی حکومت ذکرشوي وظیفه اداء نه کړه او د احتساب په نامه باندې يې تشکیل جوړ نه کړ، نو بیا نورو مسلمانانو ته په کارده، چې دهمدې کار لپاره یوه ډله جوړه کړي او د اسلامی دعوت لپاره په ټولنیزه توګه کار وکړي، ځکه چې په ټولنیزډول باندې دعوت ښه موثر واقع کیږي.
ددعوت مراحل
دعوت لاندې مرحلې لري:
الف : چې کفار، اسلام ته دعوت کړي او د هغوی شبهات دفع او اعتراضونه يې جواب کړي.
ب : د گمراه ډلو(لکه خواج، معتزله اونورو ډلو) د عقایدو اصلاح وکړي او د بدعتونو مخ نیوی وکړي.
ج : دمسلمانانو دمعاصیو او جنایاتو مخنیوی وکړي او د شریعت په سمه لاره باندې يې برابر کړي.
د : لیونیان ورانکاری ته نه پریږدی او د درملو غم يې وخوري او هم ماشومان د بې ځایه گرځیدلوڅخه منع کړي او د تعلیم او تربیې بندوبست يې وکړي، خصوصآ د شهیدانو ماشومان چې سرپرست نه لري.
و: بالآخره دمسحباتو ښودنه او د مکروهاتو په گوته کول تر څو چې ځانونه ترې وساتي.
ددعوت طریقه:
ددې لپاره چې دعوت موثر واقع شي باید هر یو داعي لاندې نکات په پام کې ونیسي:
الف : په هره موضوع کې چې دعوت چلوي باید په هغې کې پاخه معلومات ولري او له ضعیفو او کمزورو معلوماتو څخه باید ځان جدا وساتي.
ب : باید هر یو شرعي حکم له خپل چوکاټ څخه ونه باسي او د خپل ارزښت په اندازه یې خلکو ته وړاندي کړي.
ځینې واعظان په مستحبو باندې دومره زور اچوي ته به وايې، چې دا کار مستحب نه دی بلکې فرض دی په ځینو وختوکې مکروه د قطعي حرامو درجې ته رسوي.
ج : باید په دعوت کې د منکراتو ښکار نه شي، موږ داسې واعظان هم لیدلي دي، چې د یوه منکرڅخه د منع کولو په ترڅ کې، په خپله واعظ د نورو منکراتو باعث گرځي او په خپله واعظ وعظ ته اړتیا لري، ترڅو د ده دمنکراتو مخه ونیوله شي.
د : باید ددې آیت لارښوونه په پام کې ونیسي چې: ژباړه : یعنی ای پیغمبره! د خپل رب لارې ته په حکمت (د وخت دغوښتنې مطابق) او په حسنه موعظه سره بلنه کوه او (که بحث ته حاجت پیښ شو، نو) په هغې طریقه ورسره مباحثه وکړه چې هغه ښه طریقه وی. النحل:۱۲۵
نو باید چې ددعوت په اوږدو کې پوچ او پاش کلمات استعمال نه کړي اوهم باید له اسانې بلنې څخه پیل وکړي او مخ په کلکوالی پورته لاړ شي.
له حکمت او عقل څخه کار اخيستل او د عفوې او بخشش لاره غوره کول، چې ديوه دعوتګر (داعي، خطيب، امام، ښوونكي او…) لپاره اساسی شرط ګڼل کيږی، ځکه ددعوت ورکوونکی هدف، د زړونو لاس ته راوړل او زړونه يوازې په نرمی او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي. دحکمت د معنی په اړه علماوو کرامو ډيرڅه ليکلی دي، خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې په خپل ځای کې دهرشی ايښودلو ته وايې، مګر دلته د حکمت کوم چې د حق د لاری داعيان پرهغه متصف وي غالباً حکمت په وينا کې چې علم او موعظه او يا حکمت د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره او بدی نه منع کول دي.
د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) د حکمت په مفهوم کې داخل دي، دهغه عطف پرحکمت له بابه دعطف خاص پر عام دی.
(وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی، دنيکو افعالو انجامولو ته اماده اود داعی دعوت قبول کړي. (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ): دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه، نه داسې، چې دجنجال او خشونت سبب وګرځی.
ټول پوهيږو، چې اسلام دانسانانولپاره ژوندآسانول غواړي، او دې دين ته د یسر او آسانتیا دین وایي، ټول اوامر او نواهی ددې دین، دانسان له قدرت اوطاقت سره تړلی دی. مریضان، صحتمندان، معیوبان، سړې، ښځې، مقیمان، مسافران اوداسې نورفروق ټول په نظرکې نيول شوی دی.
داسلامي دین غوره والی
[ژباړه: تاسي (ای محمدې امته) خیر(بهتردهرهغه ) امت يي، چې ایستلې شوې دی، لپاره دخلکو. آل عمران/110].
تفسیر: یعنی ای مسلمانانو! الله تعالی تاسې له گردو (ټولو) امتو ځنې افضل او بهتر گرځولې یئ! د الله تعالی په ازلې علم کې له پخوا څخه، هم دا مقدر شوې وو، چې دهغه خبر ځینو پخوانیو انبیاووعلیهم السلام ته هم ورکړی شوی و، څرنگه چې محمد صلی الله علیه وسلم له گردو (ټولو) انبیاووعلیهم السلام ځینې افضل اوبهتره دی، دده امت هم له ټولو امتونو او اقوامو ځنې ښه او بهتر دی، ځکه چې له ټولو ځنې اشرف او اکرم رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوی په برخه شوی دی، او ډیر زیات پاتې کیدونکی اوښه کامل یې په نصیب دی. تفسیر کابلی پشتو، مترجم شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندی (رح)- اول جلد /۱۸۲
څرنګه چې په (کنتم خیرأمته)کې د(کنتم) کلمه معلومه ماضې ده، نود معنی حاصل یې داسې کیږې، چې تاسو په تیره زمانه کې بهتره وئ، حال داچې په تیره زمانه کې خو محمدې امت له سره موجود نه و. له همدې کبله مفسرینو کرامو همدغه تناقص ته لاندې ځوابونه کړي دي:
الف: ځینې مفسرین وایې په دې مقام کې د(کنتم) تقدیر داسې کیږي، چې کنتم خیرامته تاسودالله تعالی په علم، یا په لوح محفوظ او یا په پخوانيو امتونو کې بهتر وئ، نوتاسو ته په کاردې، چې هغه خپله بهترې وسا تئ. یعنی پخوا پیغمبرانو (ع) هر یوه خپلو خپلو امتونو ته خبر ورکړی و، چې د آخرالزمان پیغمبر(ص)امت به په ټولو امتونو کې بهتره امت وې. احکام القرآن للجماص ج ۲ صفحه۳۴.
ب: ځینې نور وایې چې (کنتم) په معنی د(صرتم) دی، یعنی: تاسودراتلونکو صفاتو له کبله بهتره امت ګرځیدلې یاست، که بالفرض دعوت الی الخیر ونه کړئ، نود بهترئ لیاقت به مو دلاسه لاړشې -التفسیر الکبیرج ۸ صفحه ۱۹- نو څرنګه چې په راتلونکو صفاتو باندې محمدې (ص) امت دموجودیت څخه وروسته موصوفیږې، نو معلومه شوه چې په (کنتم)کې هم موجودیت څخه وړاندې زمانه مطلب نده.
ج: ځینې وایي چې په دې مقام کې د (کنتم خیرامته) جمله له(أنتم خیر امته) سره مرادفه ده، تفسیرطبری ج۴ صفحه ۴۵. یعنی: اوهغه حالت یادکړئ، چې تاسو لږ وئ. په بل ځان کې همدغه مضمون بیانوې چې:(واذکروا اذ أنتم قلیل) (الانفال :۲۶) یعنې: اوهغه وخت یاد کړئ چې تاسو لږ وئ.
د: په دې مقام کې(کنتم) یوازې په ماضې باندې دلالت نه کوې، بلکې په لزوم اواستمرارباندې دلالت کوې لکه چې الله تعالی فرمایې: یعنې: بې شکه الله تعالی په هر شې باندې په دایمې توگه حاضردی. (النساء:۳۳)
(روح المعانی ج۴ ضفحه۲۷) نودلته یې معنی داسې کیږې، چې تاسو په دوامداره توگه بهترامت یاست. موږ ته همدغه څلورمه معنی بهتره ښکارې چې بې تکلیفه او له مقام سره ښه مناسبه ده. عزیز التفاسیر: ج۲ صفحه ۴۳۸
څوک چې په نیکی حکم کوی او له بدی څخه منع کوی، خو په خپله وینا کې هغه عمل څخه خلاف وي
الله متعال فرمایی:
ژباړه : آیا تاسو حکم کوئ خلکو ته دنیکئ او هیروی ځانونه خپل او حال دا چې تاسو کتاب ولولئ، آیا تاسو د عقل څخه کار نه اخلئ. صرف تبلیغ کافی نه دي بلکی عمل هم ضروری دی. بقره-44
الله جلاله په بل مقام فرمایی:
ژباړه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، لویه ده په لحاظ دغصې سره، په نزد الله دا خبره، چې ووایې تاسو، هغه څه، چې عمل نه پرې کوئ. ولې وایئ تاسې هغه (خبره) چې نه یې کوی. [٦١:٣]
منهاج الصالیحن – مترجم: مولانا شاه فیصل فاضل – وفاق المدارس- ناشر: فیصل کتب خانه – محله جنگی- اول جلد – صفحه:352
څوک چې نهی له منکرڅخه نه کوی په لوی عذاب باندې اخته کیږی
الله متعال فرمایی:
ژباړه : وو، دوی چې یو بل به یې سره نه منع کول، له هغه بد عمله، چې کاوه به دوی، هغه خامخا بد وو، هغه کار چې وو، چې کاوه به یې. مائده /79
تفسیر: “لاینتاهون” دوه معنی کیدای شي (۱) نه ستانه کیدل (کمافی روح المعانی)(۲) یو بل به یې نه ستاوه (کماهو المشهور) کله چې بدې په یوه کې منتشره او خوره شې، او په هغوی کې کوم یومنع کوونکی اوستنوونکی هم نه وی، نود عمومې عذاب اندیښه شته. منهاج الصالیحن – مترجم: مولانا شاه فیصل فاضل – وفاق المدارس- ناشر: فیصل کتب خانه – محله جنگی- جلداول – صفحه:352.
د دعوت لپاره ډيرمهم شرط تقوی ده، داسلامي امت داعی به د يهودو دعلماوو په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منع کوي خو پخپله عمل نه ورباندې کوي، د داسې کس په اړه سخت وعيد دي. حديث:
ژباړه : اسامه رضی الله عنه وايي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اوريدلی چې ويې فرمايل : دقيامت په ورځ به يوکس راوستل شي او دوزخ ته به وروغورځول شي اوپه تيزی سره به يې کولمی د باندې تويې شي، په خپلو کلمو به دخره دڅپر په شان غوبل کوي، دوزخيان به دده له چاپيره راټول شي اوورته وايې به، ای فلانه ! په تا څه شوي دی، آيا ته نه وي چې مونږ ته به د امربالمعروف او نهی عن المنکرکاوه؟ وايي به، هو تاسې ته به مې په نيکی امر کاوه، خو پخپله به مې نه انجاماوه او تاسې به مې له منکر کار څخه منع کولی، خو پخپله به مې انجاماوه. (بخارى: 3267).
مصادر او مراجع:
القرآن الکریم
صحیح البخارى
صحیح مسلم
احکام القرآن للجماص ج ۲ صفحه۳۴.
روح المعانی ج۴ صفحه۲۷.
تفسیرطبری ج۴ صفحه ۴۵.
التفسیر الکبیر ج ۸ صفحه ۱۹.
عزیزالتفاسیر- مولوی عزیز(عزیز) ابوحٔذیفه (عفی الله عنه) – کتب رشیدیه – کابل- دوهم جلد /438
منهاج الصالحین – مترجم: مولانا شاه فبصل فاضل – وفاق المدارس – ناشر: فیصل کتب خانه – اول جلد /352
تفسیر کابلی پښتو، مترجم: شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندی (رح)- اول جلد /182