
د امت یووالی
لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله/ ژباړن: م. رحمت الله نړیوال
لسمه برخه
د ډلو غلوه/افراط،زموږ کومې ديني ډلې چې د دين د تعليم يا د ارشاد، دعوت او تبليغ دغه راز د ټولنې د اصلاح لپاره جوړې شوي او هره ډله پر خپل ځای ګټور خدمتونه هم کوي، چې ډېر عالمان، صالحان او مخلصين په کې اخته دي، که همدوی متحد شي، کار سره ووېشي، په دين کې د پيدا شويو ټولو چاکونو د بندولو فکر وکړي او د تر ممکنه حده يې په خپل منځ کې مرسته ورسره وکړي او د دين قايمولو د ګډ هدف لپاره هره ډله بله ډله خپل لاس او بازو وبولي او د نورو د کار او خدمت داسې قدر وکړي لکه د خپل کار قدر چې کوي، نو دا مختلفې ډلې په خپله دايره کې د بېلا بېلو اوسېدو سره د اسلام يو ستر ځواک جوړېدای شي او د کار وېش په ذريعه زياتره ديني اړتياوې بشپړولای شي.
خو عموماً داسې کېږي،هرې ډلې چې د خپل سعي او عمل کومه دايره او طرزعمل جوړ کړی،په عمل کې داسې ښکاري چې هغوی د دين خدمت په همدې دايره کې منحصر بولي، که څه هم په خوله نه وايي، له نورو ډلو سره که جنګ او جدل نه کوي، په بې قدرۍ خو خامخا ورته ګوري، نتيجه يې دا ده چې د دې ډلو ترمنځ هم يو ډول تفرقه ترسترګو کېږي، له فکر وروسته دې نتيجې ته رسېدلی يم، چې د ټولو هدف که څه هم د دين خپرول، د دين ساتنه او د مسلمانانو علمي، عملي او اخلاقي اصلاح ده ليکن د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره چا مدرسه جوړه کړې، د دين مهم خدمت ترسره کوي، چا تبليغي جماعت جوړ کړی،د دعوت او لارښوونې فرض ادا کوي، چا يوه ټولنه جوړه کړې، د ديني حکمونو د نشر او اشاعت خدمت کوي، چا د فتوی له لارې د اللهﷻ مخلوق ته د ضروري احکامو د ښودلو لپاره دارالافتاء جوړه کړې، چا د اسلام پر خلاف د ملحدانه تلبيساتو په ځواب کې د تصنيفاتو يا اونيزو، مياشتنۍ مجلو سلسله جاري ساتلې، د دې ټولو کارونو که څه هم بڼې مختلفې دي، خو په حقيقت کې ټول د يوه مقصد اجزاء دي، دا چې پر دې مختلفو محاذونو مختلفي ډلې کار کوي، اړينه ده چې د هرې ډلې د کار طريقه به بېله وي؛ ځکه هرې ډلې د خپلې آسانۍ لپاره د خپل طبيعت موافق د کار يو نظام، اصول او ضوابط جوړ کړي او هره ډله يې پابنده ده، دا ښکاره ده ،چې اصلي هدف خو منصوص او قطعي او د قرآن او حديثو څخه ثابت دي، له هغه انحراف، د قرآن او سنت له حدودو وتل دي، ليکن دا خپل جوړ کړی د کار نظام او د هغه تنظيمي اصولو او ضوابطو نه منصوص دي او نه د هغه اتباع د شريعت له نګاه پر هر چا فرض ده، بلکې د هغه ډلې مسئولينو د کار د اسانۍ لپاره غوره کړي دي، چې د اړتيا پر وخت بدلونونه دوی خپله هم په کې کوي او د وخت او حالاتو په بدلېدو سره دا اصول پرېښودل او بله کړنلاره غوره کول هم د هېچا په نزد نه ناروا او نه مکروه دي، خو د تاسف ځای دا دی چې هره ډله دومره غلوه کوي چې خپلې غوره کړې کړنلارې ته د منصوص درجه ورکوي، بل څوک چې په دې کړنلاره کې ورسره شريک نه وي، که هغوی د اصل هدف لپاره يو غټ خدمت کوي؛ هغه خپل ورور او د کار شريک نه ګڼي او که يو څوک په ياده کړنلاره کې ورسره شريک وي، بيا په يوه وجه ځنې ووځي، هغوی له اصل هدف او دين څخه منحرف ګڼي او بيا ور سره هغه څه کوي کوم څه چې د دين څخه له يوه منحرف سره کول په کار دي، که څه هم هغه اصل هدف يعنې اقامت دين له مخکې هم په زياته اندازه کوي، د همدې غلوی له امله په ښه ديندارو خلکو کې د اختلاف هغه آفتونه هم ليدل کېږي، چې په جاهلي اختلاف کې ښکار خلکو کې ليدل کېږي.