
د امت یوالی
مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله/ ژباړن م. رحمت الله نړیوال
يوولسمه برخه
د پيغمبري دعوت له نظره غورځول، زموږ د تبليغ، دعوت او اصلاحي هڅو په ناکاره کولو او د اختلاف، جنګ او شخړو خليج پراخولو کې له ټولو زيات دخل سره له دې ، چې نن سبا د ژبې او قلم علماوو عموماً پيغمبري طريقې له نظره غورځولي دي، په خبره کې د تول پيدا کولو او اغېزناکه کولو لپاره يې ادبي ژبه او ډول ډول لغتونه کارول ذريعه بللې ده، حال دا چې تجربو او مشاهدې ثابته کړې ،چې دا يوه داسې منحوسه طريقه ده، چې د خطاکار او ګمراه د اصلاح هېڅ هيله نه شي ځينې کېدلای، دا طريقه د دوی پر ضد او اختلاف نور را پاروي، د اصلاح پر ځای په زړونو کې د دښمنۍ تخم کري او د دښمنۍ اور تازه کوي.
هوکې! د خپلو پلويانو او معتقدينو لپاره د يو څه وخت د تفريح او ساتېري وسيله جوړېږي او د دوی له آفرين او واه واه ورکولو څخه ليکوالان دا معلوموي، چې موږ د دين په خورا ښه خدمت بوخت يوو.
ليکن کوم خلک چې د دې مضمون مخاطبين وي د ړوی له زړونو دې وپوښتل شي، چې که چېرې و دوی ته د دې مضمون د پر حق کېدو يقين هم وشي، نو دا پيغورونه او د تمسخر او پسخند طريقه به دوی و حق ته له راتګه منع نه کړي؟ او دوی به د تل لپاره د دې بلوونکي دښمن څخه ونه ګرځي؟
د پيغمبري دعوت څلور عناصر: د دې برعکس که د الله ﷻ د رسولانو او پيغمبرانو طريقه وکتل شي، د هغه الفاظ ساده، خو له انساني همدردۍ ډک او نرم وي، هغوی د مخالفينو سخت پوچ او رد اوري، بيا هم ساده او نرم ځواب ورکوي، پيغور نه ورکوي، په زړه کې يې د همدردۍ جزبه وي،چې په يوه طريقه د حق خبره ومني، د دې لپاره له حکمت سره تدبير هم کاروي.
د پيغمبري دعوت روح د قرآن له يوه لفظ ((نذير)) څخه معلومېږي ،چې د هر پيغمبر لپاره په قرآن کې استعمال شوی دی، په قرآنکريم کې څو ځايه ورته بشير اونذير ويل شوي دي.
په اردو او پښتو ژبو کې د ((نذير)) کلمه وېروونکي ته وايي ،خو د وېرولو کلمه د نذير پوره مفهوم نه شي ادا کولای، د اردو او پښتو ژبو د تنګۍ له امله دا ژباړه ورته انتخاب شوې ده، حقيقت دا دی ،چې د وېرولو مختلف صورتونه دي، يو د غله او ډاکو ويرول، د ځناور او دښمن ويرول ، دغه راز د يوه مشفق پلار خپل زوی له لړم، اور او زهرو څخه ويرول دي، لومړی ډول مازي تخويف (ويرول) دي، انذار نه دی. غل، ډاکو او دښمن ته نذير نه ويل کېږي او دوهم ډول چې د لوري پلار له خوا دي، هغه وېرول د شفقت او همدردۍ پر بناء دي، له مضر او تکليف رسوونکو شيانو وېروونکي ته نذير ويل کېږي، د انبياء عليهم السلام لپاره د نذير لفظ په کارولو سره د تبليغ او تعليم د روح وخوا ته اشاره ده، چې دوی يواځې يو پيغام نه رسوي، بلکې په حکمت، همدردۍ او خيرخواهۍ سره د دې پيغام موثر جوړولو او مخاطب له هلاکته ساتلو بشپړ تدبير او هڅه هم کوي.
په قرآنکريم کې چې د دعوت اصول په يوه آيت کې بيان شوي، هغه ګويا د دې ((نذير)) د کلمې تشريح ده، الله ﷻ فرمايي: چې مطلب يې دا دی چې د داعي کار مازي يو پيغام او کلام د خلکو تر غوږونو رسول نه، بلکې مناسب وخت او مناسب ماحول ته په کتو سره په داسې عنوان پيغام رسول دي،چې مخاطب ته يې منل اسانه شي.
دوهم شی ((موعظه)) ده چې معنا يې په همدردۍ او خيرخواهۍ سره ښه کار ته رابلل دي، له دې معلومه شوه چې د داعي لپاره اړين دي ،چې کومه خبره کوي، د همدردۍ او خيرخواهۍ په جزبه دي يې کوي.
درېيم شی له موعظه سره د ((حسنه)) قيد دی په دې کې د عنوان نرمولو او جالب جوړولو ته اشاره ده؛ ځکه کله نا کله په يواځې همدردۍ او خيرخواهۍ سره يو څوک خپلو ښو ته رابلل کېږي، خو عنوان، ګړدود او لهجه يې زړه زخمي کوونکې وي ، نو بيا هغه دعوت هم اغېزناک نه وي؛ ځکه له موعظه سره د حسنه قيد زيات شو، خلاصه دا چې په دې آيت کې د پيغمبري دعوت په آدابو کې يې دری شيان ضروري وګڼل:
۱ـ حکمت او تدبير، دا ځکه چې دعوت ناکاره نه شي، موثر شي.
۲ـ په همدردۍ او خيرخواهۍ سره د نيک کار بلنه.
۳ـ دا چې د دې بلنې عنوان، ګړدود او لهجه نرم او د منلو وړ وي.
۴ـ په آخر کې يې څلورم شی دا ور زيات کړ، چې دعوت که د دې آدابو برسېره هم ونه منل شي او د مجادلې نوبت راشي بيا دې نو په عاميانه انداز مجادله نه کېږي، بلکې ((بالتي هي الأحسن)) يعنې مجادله دې هم په ښه طريقه وشي.
ابن کثيره د دې په تفسير کې فرمايي: يعنې مجادله دې هم په نرمۍ، خيرخواهۍ او حسن خطاب سره وي او په تفسير مظهري کې فرمايي، چې ((مجادلة بالتي هي الأحسن)) دا ده، چې په کې خپل خښم ايستل او د خپل ځان لوړتيا هدف نه وي، بلکې يواځې د الله ﷻ لپاره، د حق کلمې د لوړتيا لپاره وي او ((مجادلة بالتي هي الأحسن)) يواځې له مسلمانانو سره د مباحثې لپاره نه، بلکې که له کافرانو سره هم د مجادلې نوبت راځي، نو هم انبياء عليهم السلام ته د همدې لارښوونه شوې ده، په آيت کې فرمايي: يعنې که له کفارو او اهل کتاب سره د مجادلې نوبت راشي، نو هغه دې ((مجادلة بالتي هي الأحسن)) يعنې په نرمۍ، خيرخواهۍ او ښه خطاب سره وي.