دینې لیکنې

د امت يووالی

لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله ژباړن: رحمت الله نړیوال

ديارلسمه برخه
غورچاڼ، د نظر او فکر له څښتنانو دا خبره پټه نه ده،چې نن سبا د نړۍ په هره خِطه او هر هيواد کې چې مسلمانان په کومو ستونزو او آفتونو کې راګير دي، د دې له ټولو غټ سبب خپلمنځي اختلافات او کورنۍ جګړې دي، کنې د نفوس او مادي اسبابو له لحاظه په ټول اسلامي تاريخ کې هېڅکله هم مسلمانان دومره نه دي ځواکمن شوي، لکه نن چې دي.
د دې اختلافاتو پر اسبابو چې فکر وشي،نو د دې لامل د الله ﷻ او آخرت غفلت او د نورو قومونو په شان يواځې د دنيا د يو څو ورځو د مال، پيسو، عزت او رتبې بې مهاره هوس دی، چې زموږ په ټولنه کې کله د سياسي واک لپاره کشمکش، کله د تجارت او صنعتي مسابقې، کله د چوکيو او دندو لپاره د خپلمنځي جګړو په بڼه ټولنه ټوټې ټوټې کوي او کله د مذهبي او ديني نظرياتو په پلمه يو له بله بېليږو او د يو بل سپکاوي ته مخه کوو، نو په کار ده چې له اجتهادي اختلافاتو سره سره د صحابه وو او تابعينو په څېر زموږ د جګړې مخ يواځې د کفر او الحاد او بېدينۍ خوا ته شي او د هغوی په مقابله کې د مسلمانانو مختلفي ډلې يو صف او بنيان مرصوص جوړ شي.
له مسئولو علماوو دردمندانه هيله
د سياسي او اقتصادي ډګر او دغه راز د عزت او رتبو په لټه کې د افراط او تفريط مخه نيول خو زموږ د وس خبره نه ده، بلکې د دين او مذهب لپاره د خدمت کوونکو ډلو نظرياتي او فکري اختلافات خو د ګډ هدف په خاطر په اعتدال کې راتلای شي، که چېرې موږ د اسلام د بنيادي اصولو ساتنه، د الحاد او بې دينۍ د سيلاب دفاع په صحيح معنی اصلي هدف وګڼو، نو دا د وحدت او يووالي هغه نقطه ده چې د مسلمانانو ټولې ډلې پر يو ځای کېدای شي او د دې سيلاب په مقابله کې يوه اغېزمنه پايله موندلای شي.
په داسې حال کې د حالاتو جايزه دا ښيي چې دا اصلي هدف زموږ له سترګو پټ شوی دی؛ ځکه خو زموږ ټوله انرژي او د علم او تحقيق زور په خپلمنځي اختلافي مسائلو کې صرفېږي او همدا زموږ د ويناوو، غونډو، مجالسو، مجلو او ورځپاڼو د بحث موضوع او محور وي، زموږ له دې عمل څخه ولس اوس دا فهموي چې دين د همدې شيانو نوم دی او بيا چې کوم اړخ دوی غوره کړی دی، د هغه مخالف په ګمراه او د اسلام دښمن تعبيروي، پايله يې دا شوه چې زموږ هغه ځواک او انرژۍ چې د کفر، الحاد، بې دينۍ او په ټولنه کې رامنځته شوي بې حيايۍ مقابله کې صرفېده؛ اوس په خپلمنځي شخړو او جګړو کې صرفېږي، اسلام چې موږ پر کوم محاذ جنګېدو او قربانۍ ته يې وربولي، هغه محاذ د دښمنانو لپاره تش په نامه له سترګو کېږي، زموږ ټولنه له اخلاقي فساده ډکه ده، عملونه مو تباه دي، کاروبار او ژمنې مو له فريبونو ډک دي، سود، خمار، شراب، خنزير، بې حيايۍ او بدفعلۍ زموږ د ژوند پر هره څانګه نيولې ده، اوس پوښتنه دا ده چې د انبياوو وارثان او د ملت او هيواد ساتونکي چې د خپل نظر مخالفينو ته څومره په غوصه دي، د دې نيمه غوصه دوی ته د خدای پر باغيانو ولې نه ورځي او د خپلمنځي، نظرياتي اختلاف پر وخت چې دوی د کومې ايماني جزبې اظهار کوي، هغه د ايمان پر دې مهم محاذ ولې نه ظاهروي؟ زموږ د ژبې او قلمزور چې په کوم شان په اختلافي مسايلو کې جهاد (؟) کوي، د هيواد پر سرحداتو او ايماني اصولو د بريدونو په مقابل کې يې ولې نه کوي؟ د مسلمانانو د مرتدولو د هڅو پر ضد موږ ولې بنيان مرصوص نه جوړېږو؟
آخر موږ پر دې ولې فکر نه کوو چې د انبياوو د بعثت او نزول قرآن هغه ستر هدف چې په نړۍ کې يې انقلاب راوستی او چا چې اغيار خپل کړل او چا چې بني آدم له حيوانيته را وايست، په انسانيت يې مشرف کړي او چا چې ټول جهان د اسلام غلام جوړ کړ، ايا هغه يواځې همدا مسئلې وې، په کومو کې چې موږ اړم يو ؟ ايا نورو ته د لارښوونې طريقه او د پيغمبرۍ دعوت همدا عنوان و، چې نن موږ غوره کړی دی؟.
ژباړه: ايا هغه کسانو ته چې ايمان يې راوړی، هغه وخت نه دی را رسېدلی چې زړونه يې د الله ياد او هغه حق ته چې نازل شوي، نرم شي.
هغه وخت به کله راځي، چې موږ له خپلو نظرياتي او فکري مسايلو لږ مخته ولاړ شو، د اسلام د اصولو ساتنه او د ټولنې اصلاح خپل فرض وګڼو، بلکې په هيواد کې عيسويت او کميونزم له پرمخ تلونکي سيلاب څخه ځان خبر کړو، د قاديانيت، انکار حديث او د دين د تحريف لپاره جوړو شويو ادارو سره د پيغمبرۍ دعوت او اصلاح له لارې مقابله وکړو.
که چېرې مو دا ونه کړل او په محشر کې زموږ ګران رسول اللهﷺ را څخه وپوښتل چې زما پر دين او شريعت بريدونه کېدل، د اسلام په نامه کفر خپرېده، زما امت، زما د دښمنانو په امت د بدلېدو مسلسل کوشش روان و، د قران او حديثو په ښکاره تحريف کېده، د خدای او رسول ﷺ په اعلانيه نافرمانۍ کېدې، تاسو د علم دعوه کوونکي چېرې وای؟ تاسې يې په مقابله کې څومره محنت او قرباني ورکړه، څومره لاره ورکې مو پر لاره کړل؟ نن بايد موږ همدا فکر وکړو، چې زموږ ځواب به څه وي؟
کړنلاره:
د ملت دردمن او د اسلام پر اصولو او اهدافو نظر لرونکو علماء کرامو زما دردمندانه هيله ده، چې د هدف اهميت او نزاکت دې مخې ته کېږدي، له هر څه مخکې دې په خپلو زړونو کې د دې ژمنه وکړي، چې د خپل علمي او عملي صلاحيت او د ژبې او قلم زور به ډېر پر هغه محاذ صرفوي، کومې خوا ته چې مو قرآن او حديث رابولي.
۱- علماء کرامو! د دې خبرې ژمنه او پرېکړه وکړئ چې د دې کار لپاره به له خپلو مصروفيتونو زيات وخت راباسي.
۲- خپلمنځي نظرياتي او اجتهادي اختلاف به يواځې د درس او تدريس تر حلقې، تصنيف، ليکوالۍ او فتوی پورې محدودوي، د عامو غونډو، ورځپاڼو، اعلاناتو، خپلمنځي مناظرو او جګړو په ذريعه به يې نه څېړي او په دې حلقو کې به هم د دعوت او اصلاح د پيغمبرۍ اصولو په پام کې نيولو سره، زړه ځوروونکی عنوان، پيغور او پسخند پرهيز کوي.
۳- په ټولنه کې د خورو شويو ناروغيو د اصلاح لپاره به په زړه وړونکي عنوان او مشفقانه طرز او لهجه سره کار پيلوي.
۴- د الحاد او بې دينۍ، د قران او حديثو د تحريف د مقابلې لپاره د دعوت د پيغمبري اصولو په نظر کې نيولو سره په حکيمانه تدبيرونو، مشفقانه او ناصحانه ويناوو او د زړه وړونکو دلايلو په ذريعه ((مجادلة بالتي هی الأحسن)) سره خپله ژبه او قلم کاروي.
ښاغليو!
ما وبخښئ، زما په خبرو کې که يو ګټور اړخ وي، هغه غوره کړئ، زما اميد دی چې که علماء کرام دې ته متوجې شي او کار پيل کړي نو د الله وعده چې «يعنې که تاسې د الله مرسته وکړی، نو الله به ستاسو مرسته کوي» په سترګو ووينئ.
بنده ناکاره
محمد شفيع عفاالله عنه
۱۲ربيع الاول ۱۳۸۳هج

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *