دینې لیکنې

د امت يووالی

لیکوال مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله/ ژباړه رحمت الله نړیوال

وروستی برخه
صحيح او غلطه کړنلاره: په ځينو مسائلو کې ډېر خلک د علماوو له خپلمنځي اختلافاتو ستړي شوي وي، پوښتنې کوي چې اوس موږ د چا ومنو؟ د دې پوښتنې په ضمن کې دا وي چې نور نو موږ ازاد يو چې زړه مې غواړي هغه به کوو؛ ځکه د علماوو خو په خپل منځ کې اختلاف دی، په ښکاره خو د دوی دا پوښتنه صحيح ښکاري، خو که لږ فکر وکړو، په ورځنيو چارو کې د دوی د دې پوښتنې ځواب ترلاسه کېږي، يو څوک ناروغ شي ، پر ډاکټرانو شي او د تداوۍ په اړه يې د ډاکټرانو رايې، تشخيص او تجويز مختلف شي، نو دی به څه کوي ؟ خو همدا به کوي چې د ډاکټرانو د سويې پوښتنه به کوي يا به د هغوی په روغتونونو کې له تداوۍ کوونکو مريضانو پوښتنه کوي او يا به له تجربه کارو خلکو پوښتنه کوي چې په کوم ډاکټر علاج وکړي، همغه ډاکټر د خپل علاج لپاره تعينوي،خو نورو ډاکټرانو ته هم پوچ او رد نه وايي، داسې خو نه کوي چې وايي د تداوۍ په اړه مې ډاکټران خپله نه دي سره متحد،نو دوی ټول پرېږدم بس چې زړه مې غواړي همغسې علاج به کوم ، نو آيا همدا طريقه د علماوو د اختلاف پر وخت نه شي کارېدای؟
يو بل مثال درواخلئ!
يو څوک په يوه محکمه کې قضيه څېړي، په اړه يې له قانون پوه وکيلانو سره مشوره کوي او بيا يو وکيل د ځان لپاره نيسي، نو که د ده د قضيې په اړه د وکيلانو رايې مختلفې شوې، ايا دی به قضيه پرېږدي او يا به وايي چې د يوه وکيل دا هم نه منم، بس چې زړه مې وغوښتل همغسې به کوم، داسې خو نه کوي، بلکې له مختلفو لارو تحقيق کوي چې کوم ښه پوه وکيل دی، بيا همغه وکيل د ځان لپاره انتخابوي، خو نورو وکيلانو ته بد او رد نه وايي، شخړه او جګړه نه ورسره کوي.
همدا فطري او هوسا طريقه د علماوو د اختلاف پر مهال ولې نه غوره کېږي؟
يوه بله خبره هم واورئ، د ډاکټر او وکيل په تعين کې که تاوان راځي، پور به يې هم ته پرې کوې، خو د علماوو د اختلاف پر وخت چې د يوه عالم انتخاب وکړې، هلته د تاوان خطره هم نشته. په حديث کې راځي، که يو چا له يوه عالمه يوه مسئله وپوښتله او هغه عالم غلطه فتوی ورکړه، د دې غلطې فتوی ګناه پر پوښتنه کوونکي نشته، فتوی ورکوونکی ګنهګارېږي. خو په دې شرط چې د عالم په انتخاب کې به ده همدومره تحقيق او څېړنه کړې وي، څومره تحقيق چې د يوه ښه ډاکټر او ښه وکيل په انتخاب کې کوي، خو هو داسې به نه کوي چې د ډاکټر په انتخاب کې د هغوی [ايم. بي. بي. ايس] معلوموي چې د ده په روغتون کې د کومو ناروغانو تداوي شوې ده، خو د عالم په انتخاب کې بيا پر ږيره، لنګوټه او جبه بسنه کوي يا ډېر ډېر نو د هغه ښه ويناوال کېدل معيار بولي، په دې سره د غاړه نه خلاصېږي، داسې چا که غلطه فتوی درکړه ته هم ګنهګار يې.
د خپلمنځي جګړو دوه غړي: خلاصه دا چې نن سبا د مذهب په نوم چې د خپلمنځي جګړو ميدان ګرم دی، د دې دوه غړي دي يو علماء دي او دوهم د هغوی پلويان دي.
علماء دې خپل تحقيق او تنقيد د قرآني اصولو موافق وکوي او د نورو له توهين او سپکاوي دې پرهيز وکړي او د اسلام هغه بنيادي مسايل چې ټول ورباندي متفق دي او پر اسلام او مسلمانانو چې کوم مشکلات راځي هغه د همدې مسايلو اړوند دي، د خپلو هلو ځلو مخ دې همدې خوا ته واړوي او ولس دې هم په خپل ټول توان هڅه وکړي چې يو صحيح عالم انتخاب کړي او د هغوی پر لارښوونو دې مخته تګ وکړي، له نورو علماوو او د هغوی له پلويانو سره دې نه جنګېږي، نو کومه ستونزه به پاتې شي؟ د دې ټولو ډلو له شتون سره سره هم دا خپلمنځي جګړې ختمېدای شي، ماضي يو څه پاملرنه غواړي او يو څه کړنلاره بدليدل غواړي.
کاشکې دا زما ږغ تر هغو مشرانو او دوستانو ورسېږي چې په دې برخه کې يې يوڅه په توان پوره وي او يواځې د الله د رضا لپاره د دې دعوت لپاره لاس په کار شي، نو د امت ډېرې ستونزې به حل شي او زموږ ټولنه چې د هلاکت کومې کندې ته لوېدلې ده، له هغه به نجات ومومي.
د سياسي او شخصي جګړو درملنه: لکه مخکې چې مې وويل، په مذهبي چارو کې چې چا کوم لوري غوره کړی وي، هغوی په دې نيت غوره کړی وي چې دا د الله او د الله د رسول تعليم او تلقين دی، ولو که په حقيقت کې غلط هم وي، خو د ده نظريه همدا ده چې دا د الله دين دی.
د داسې کس د پوهېدو هڅه دې په نرمۍ او همدردۍ سره وشي، خو چې ترڅو يې نظريه نه وي بدله شوې تر هغو دې نه ورته ويل کېږي چې قرباني وکړه تر خپلې نظريې تېره شه، دوی ته به همدا وايي چې په حدودو کې د ننه اختلاف وکړه، قرآني اصول ، حکمت، تدبير او «مجادلة بالتي هي الأحسن» له پامه مه غورځوه.
خو چېرې چې د داسې اختلافاتو تړاو له شخصي ګټو سره وي، هلته بيا دا کار اسان دی، چې له جګړې د ځان ساتنې لپاره خپل ځای پرېږدي او له خپل حقه لاس په سر شي او څوک چې داسې وکړي په دنيا کې يې عزت يو په دوه شي او له کوم څه چې تېر شوی وي هغه هم بېرته له بلې لارې ګټلای شي او په آخرت کې خو د ده لپاره يو لوی زېری دی، چې ټوله دنيا، د دنيا ټول دولتونه او شتمنۍ يې مقابله نه شي کولای.
رسول اللهﷺ فرمايي: ژباړه: زه د هغه چا لپاره د جنت په منځ کې د کور ورکولو ضامن يم، څوک چې پر حق وي او جګړه پرېږدي.
زه په پای کې يوار بيا خپلې لومړۍ خبرې ته ورګرځم چې زموږ د ټولو بديو مور د قرآن پرېښودل او خپلمنځي جګړې دي او خپلمنځي جګړې هم په حقيقت کې له قرآني تعليماتو د غفلت او ناپوهۍ پايله ده، تعصباتو دا حقيقت د خلکو له سترګو پټ کړي دي.
په نړۍ کې که د صالحينو کمښت دی، خو فقدان يې نشته، خو افسوس چې داسې مصلحين ډېر قحط دي چې له وړوکو دايرو سر را بهر کړي، وګورئ چې اسلام او قرآن کومې غوښتنې ځنې لري، د هغوی ږغ واوري…
الله دې موږ ټولو ته د دين پر لاره د صحيح تګ توفيق راکړي. پای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *