
اوولسمه برخه
شخړه او اصلاح: د مذهب په نوم نور اختلافات له قرون اولی وروسته د سنت او بدعت او له نورو عنوانو را پيدا شول، ډېرو خلکو د قرآن او حديثو په تعبير کې صحيح اصول پرېښودل، ذاتي رايې يې امام جوړ کړ او نوي نوي مسايل يې را پيدا کړل، دا اختلافات بېشکه هغه تفريق او بېلتون دی، چې په قرآن او حديثو کې مسلمانان ځنې وېرول شوی دی، د دې د ختمولو يا کمولو هڅه يقيناً ګټوره وه مګر قرآن کريم د دې لپاره خاصه طريقه ښودلې، چې له هغې لارې د تفرقې خليج کم کړل شي، زيات نه شي او دا د دعوت هغه خيره اصول دي چې لومړی په حکمت او تدبير سره بيا په خيرخواهۍ او همدردۍ او نرم عنوان سره خلک د قرآن او حديثو و صحيح مفهوم ته را بلل دي او په پای کې «مجادلة بالتي هي الأحسن» يعنې په حجت او دليل سره د افهام او تفهيم کوشش دی، خو افسوس چې نن سبا عامو علماوو او مصلحينو دا اصول له نظره غورځولي او په لا مشروط ډول په اختلافاتو کې ډوب دي، چې په خپل حريف پسخند او ملنډې وهي او د هغوی د ذليل کولو لپاره ريښتيا او درواغ ، روا او ناروا هر ډول حربې کاروي، چې پايله يې شخړې، جګړې او فساد دي.
د اختلاف د بديو موقت علاج : نن چې د مسلمانانو ترمنځ اختلاف او تفرقه انتهاء ته رسېدلې ده، د خپلو رايو پر خلاف د چا خبرو منلو ته، بلکې اورېدلو ته هم نه تيارېږي او يو داسې ځواک هم نشته چې دوی ورته مجبور کړي، نو د دغو خپلمنځي شخړو او له هلاک کوونکو اثراتو د خلاصون يوه لاره پاتې ده، هغه دا چې د ډلو او مذاهبو مسئولين پر دې لږ فکر وکړي، چې په کومو مسايلو کې موږ سره اړم يو ايا همدا د اسلام هغه اساسي مسايل دي، چې قرآن راوړي دي؟ د هغوی د تطبيق لپاره پيغمبران را استول شوي دي، زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد (ص) د هغه لپاره خپل ژوند وقف کړی او د هغه لپاره يې هر څه پر ځان زغملي دي؟ يا بنيادي مسايل او د قرآن او حديثو غوښتنه کومه بله ده؟
په کوم هيواد کې چې له يوې خوا عيسوي فابريکې په خپل ټول توان او د دنيوي ښکلا په مرسته هيوادوال د عيسويت خوا ته دعوتوي،بلې خوا ته برالا د اللهﷻ او د الله ﷻ د پيغمبرانو او اسلامي شعايرو سپکاوي کېږي،بل لوري ته د اسلام او قرآن په نوم هغه څه ترسره کېږي چې د هغه د ختمولو لپاره قرآن او اسلام راغلی، په داسې وخت کې له بنيادي مسايلو غافلو او په فروعي مسايلو او د هغه په تحقيق، تنقيد او ترويج کې له مصروفو خلکو که د الله ﷻ له لوري وپوښتل شي چې زما پر دين داسې بريدونه شروع وو، تاسې يې پر وړاندې څه وکړل؟ نو زموږ ځواب به څه وي؟ زما يقين دی چې که د دې ډلو ټپلو پلويان لږ له دې جګړو تېر شي او پر دې فکر وکړي، نو پر خپلو مصروفياتو به پښېمانه شي، د هلو ځلو هدف به يې بېل شي، دا تفرقې او اختلافات به کم شي.
زه هېچا ته نه وايم چې خپل خيالات او رايې دې بدلې کړي، يواځې دا هيله ځنې کوم چې د خپلې انرژۍ صرفولو صحيح محل دې ولټوي او همالته دې يې مصرف کړي او خپلمنځي اختلافات دې د درس، فتوی او تحقيقي مجلو او کتابونو محدود کړي او هغه کې دې هم لهجه او انداز د قرآني اصولو سره نرمه وکاروي او له پيغورونو او توهين دې تېر شي، زموږ ولسي غونډې، ورځپاڼې او اعلانات دې د خپلمنځي اختلافاتو پر ځای د اسلام په بنيادي او متفق عليه مسايلو کې وکارېږي، بيا به دا زموږ جنګ چې اوس يې د فساد بڼه غوره کړې جهاد به وګرځي او د ولس مخ به هم زموږ له خپلمنځي جګړو واوړي او د دين صحيح خدمت ته به متوجې شي.