
دالله عزوجل قانون!
عنايت الله عابد
داد متعال رب جل جلاله يو قانون دی، هغه داچې د نړۍ په تاريخ کې داسې هېڅ وخت نه دی تېر شوی ،چې د خپل وخت له ټولو څخه ستر سلطنت يا امپراتوري د تل لپاره پر نړۍ خپل راج چلولی وي او دله زوال سره نه وي مخ شوې .
تر پرونه چې کومو امپراتوريو د دنيا پر وچو او اوبو حکومتونه کړي که څه هم دغو حکومتونو يوڅه وخت د نړۍ پرمخ شتون درلودی، خونن هغوی د خپلو ظلمونو او بد اخلاقيو له امله دتاريخ په پاڼو کې يوازې دلوستلو لپاره پاتې د، د مثال په توګه عاديان، ثموديان، فرعونيان او يياهم هغه سلطنتونه چې دهغوی آثار لاتر اوسه نه دي معلوم چې دا ټول ددغو لويو امپراتوريو دزوال ښکاره نمونې دي،
که تېرو لسيزوته وروګرځو، نوموږ به يوبل ستر سطلنت ووينو چې د هغه په باره کې ويل کېدل چې په برېتانيا کې لمر نه ډوبېږي يعنې که چيرته به د برېتانيا تر واک لاندې کوم هېواد کې لمر په غورځېدو و، نو په بل اشغال شوي هېواد کې به لمر په راختو و، خو الله عزوجل دوی ته يوڅه وخت مهلت ورکړ اوبيايې داسې نيست اونابود کړل، چې اوس هغه ستر سلطنت برېتانيا چې تر پرونه امپراتوري وه، خو اوس د يوبل هېواد امريکا پيروي کوي او د هغوی غير مستقيم غلام دی.
د شوروي اتحاد قضيه خو پرونۍ ده، شوروي د اويا کلونو په ډېره لږه موده کې ځان نړۍ ته ورساوه او د نړۍ له ستر ځواک څخه وشمېرل شو، خو له افغانانو سره له ټکر وروسته داسې وېجاړ او وويشل شو چې نن د نړۍ په نقشه کې د شوروي اتحاد په نامه هېڅ امپراتوري شتون نلري.
د پورته څو امپراتوريو يادونه مو ځکه وکړه ترڅو په دې پوه شو چې ددنيا دا اصول دي چې هېڅ وخت يوقوم يايو هېواد دتل لپاره پر نړۍحکومت نشي کولای.
امريکا چې اوس په نړۍ کې له ځانه غټه بدمعاشه جوړه کړې او پرغريبو ملکونو ناروا يرغلونه اوظلمونه کوي،که دمظلومو ملتونو په اړه په خپل دريځ کې تغير رانه ولي اود دوی حقه حقوق ورنه کړي، نو دغه هيواد به هم د نورو نړېدلو امپراتوريو په سر نويشت اخته او ټوک ټوک به شي!