دینې لیکنې

حرکت وکړئ!

حسان مجاهد
الله تعالی رسول اللهﷺ ته وايي: ای مدثره! ودرېږه او وېرول (دعوت) پيل کړه! (سورة مدثر)
الله تعالی د حبيب په نامه دهغه کس ستاينه کړې ، چې دخپل قوم د هلاکت او ګمراهۍ له وېرې څخه په منډه منډه راغی او خپل دعوت يې پيل کړ: ((يو سړی دښار له پايه په منډه راغی او خپل قوم ته يې وويل: ای قومه! د رسولانو پيروي وکړئ!)) ( سورة يسن)
الله تعالی په قرآنکريم کې هغه کسان ګام په ګام غندلي او توبيخي الفاظ يې ورته کارولي ، چې له جهاده به پاتې وو او په کورونو کې به ناست و. له درو تنو صحابه کرامو کعب بن مالک، هلال بن اميه او مراره بن ربيع (رضي الله عنهم) څخه الله تعالی، رسول اللهﷺ او مؤمنان څلويښت ورځې خفه و؛ ځکه پرته له کوم عذر څخه يې ددين لپاره حرکت (جهاد) پريښودل.
ابراهيم عليه السلام خپل زوی اسماعيل عليه السلام ته وايي: زه الله تعالی په يو کار امر کړی يم؟ زوی يې ورته وايي : (( همغه وکړه چې رب درته امر کړی)) پلار يې ورته وايي: ته کومک راکوې؟ زوی يې ورته وويل : (( زه کومک در کوم)) (البخاري) هوکې دا حرکت و!
حرکت د مثبتو نتيجو زيږونکی ده او سکون (پاتې کېدل) شنډ ده، حرکت ددعوتګرو په قاموس کې ژوند ده او سکون مرګ بلل شوی ، حرکت پيل دی او سکون پای دی.
داسلام په لومړنيو کلونو کې مسلمانان دحرکت په سبب لکه دلمر وړانګې دځمکې په ټولو اطرافو کې خواره واره شو، ښارونه يې فتحه کړو، د بندګانو زړونه يې له کفر او شرک څخه آزاد کړو، توحيد ته يې دعوت پيل کړ، طاغوتانو ته يې شکست ورکړ او خلک يې د جنت په لور رهي کړو. دوی دحرکت له برکته دژوند په تاريکيو کې روښانه څراغونه وګرځيدل، چې په نتيجه کې يې باطل له لمبو وروسته ايرې کړ او له حرکته وروسته يې ووژل.
امام شافعي (رحمه الله) خپل عشق له حرکت سره تمثيلوي او له سوستي سره خپله کرکه څرګندوي. نوموړی سکون له هغه اوبو سره ورته ګڼي ،چې له جريان (روانيدو) څخه په دريدو فاسدي وګرځي او خراب بوی وکړي، دی په دې پوره باور لري ،چې زمری هم کله چې دخپل ښکار لپاره حرکت ونه کړي؛ نو له هلاکت سره مخ ده، دا شان غيشی که له ليندې څخه حرکت ونه کړي ،نو خپل هدف ته نه رسېږي، لمر که په يوه ځای ودريږي او حرکت ونه کړي ،نو عرب او عجم به ټول په خفګان کې واچوي.
نن ډير با استعداده کسان دا يوه ناروغي لري ،چې حرکت نه کوي، خپلې چارې پرمخ نه وړي، ځنډوي يې او په تعميل کې يې زړه نا زړه وي، ډېر بيا د تسويف (کار ځنډولو) په رنځ اخته وي.
موږ بايد حرکت وکړو او نورو ته حرکت ورکړو، وخت روان دی، بايد موږ هم ورسره روان شو، نړۍ روانه ده بايد موږ هم ورسره روان شو، معاصر جاهليت او الحاد مخ په وړاندې روان دی بايد موږ هم پرمختګ وکړو او مخه يې ونيسو، باطل پرستان ناست نه، بلکې روان دي او منډې وهي، نو بايد موږ هم له حق څخه ددفاع او د باطل په وړاندې دمبارزې لپاره منډې ووهو او شاته پاتې نه شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *