دینې لیکنې

اوسنی نظام د علماوو او پوهانو د علم جوهر ته اړتیا لري

دا یو ډير تریخ حقیقت دی چي د اوسني نظام د جوړولو لپاره د زرګونو انسانانو وینې تویې شوې ، په زرګونو میندې بورې شوې، په زرګونو ناویانې کونډي شوې ، په زرګونو معصوم ماشومان یتيمان شول تر څو دا نظام را منځته شو ، د شهیدانو له قربانیو وروسته علمای کرام ، پوهان ، اهل خبره ، اهل رای او اهل فن مسئولیت لري چي دا نظام وساتي ، دا نظام د علماوو او پوهانو د علم په جوهر ساتل کیږي ، په کومه ټولنه کې چي د شهيدانو وينه تويې شي او په څنګ کې ور سره د هغې ټولنې د علماوو او پوهانو قلم نه وي، نو د شهيدانو ویني به تر پښو لاندې شي، هغه څوک به په ښه ډول د خپلو شهیدانو له وینو ملاتړ وکړای شي چي د شهیدانو د وینو له ورکړي وروسته د خپل قلم رسالت او جوهر له پامه ونه غورځوي .
په افغانستان کې د غربې ښکیلاک له ماتي ورسته زموږ علمای کرام ، مشایخ ، پوهان او د قلم خاوندان یو مشترک او ګډ ملي او دیني مسئولیت لري چي د مقدس جهاد د قربانیانو د اهدافو پر ملاتړخپل قلم وچلوي او یوازي پر شفاهي او له احساساتو ډکو ویناوو بسنه ونه کړي بلکي د قلم پر ژبه خپل له عزت څخه ډک تاریخ راتلونکو نسلونو ته ولیکي .
د غربي ښکیلاک او د هغوی د حشرباڼو پر ضد افغان جهاد پر دریو اساسي موخو را څرخیده :
۱-افغان جغرافیه د استعمارګرانو او اشغالګرانو له لاسه آزادول .
۲-پر دې جغرافیه د اسلامي حکومت تشکیل .
۳- افغان ولس ته د مادي ترقي امکانات برابرول او د نوروله احتیاج څخه خلاصول .
د اسلامي امارت په راتګ الحمدلله زموږ خاوره د شغالګرانو له سلطې خلاصه شوه او اسلامي حکومت هم پکې تشکیل شو.دا هغه څه دي چي دوه ځلي افغانانو د دې هدف د ترلاسه کولو په موخه ستري ستري قربانۍ ورکړې، زموږ علماوو او د قلم خاوندانوته اړینه ده چي د افغانانو د قربانیو اړوند خپل قلمي رسالت تر سره کړي .
د افغانانو د جهاد درېیم هدف چي خپل ولس ته د حلال رزق منابع برابرول او خپل ولس د پردیو له احتیاجه خلاصول و په دې برخه کې اسلامي امارت په ډیر ګړندیتوب سره مخ پر وړاندي روان دی د قوشتېپي ستر کانال ، د نفتو او نورو معادنو استخراج، د سترو تجارتي لارو جوړول ، د ریل پټلۍ په چارو کې پرمختیا ، تجارتي اسانتیاوي را منځته کول ، د تجارت په برخه کې د خنډونو له منځه وړل ، د تجارت په برخه کې اداري فساد له منځه وړل ، دا هغه څه دي چي زموږ علماء ، پوهان او د قلم خاوندان یې باید وخت پر وخت د خپل ولس تر غوږونو ور سوي .
لکه څنګه چي پوهیږو ، د اسلام مبارک دین ، تجارت د فرد او ټولنې د ګټو د تامینوونکي په توګه جایز ګڼلی او هغه یې د مسلمان د یو تکلیف په توګه منلی دی ،د اسلامي تجارت د مقرراتو له تحلیل څخه معلومیږي چې تجارت نه یوازې د دنیوي ګټي په توګه بلکې د یو عبادت اود معنوي رشد او جنت ته د داخلیدو وسیله ګڼل شوې ده او په تجارت کې بیا د سرکونو او جادو جوړول او پخول له لوړ اهمیت څخه برخمن دی چي اسلامي امارت په دې برخه کې رغنده ګامونه اخیستي دي .
زموږ علماء او محققین باید د اسلام د دښمنانو دا نظریه چي وایې : اسلام د خلکو مادي ژوند ښه کول نه غواړي ځکه چې هغه خپلو پیروانو ته بلنه ورکوي چې له دنیا څخه لرې شي ) ، همدا راز تکفیري داعشيان هم دا خبره زمزمه کوي چي ګواکي امارت ،د اسلامي نظام لپاره نه بلکي د قدرت او مادیاتو لپاره جګړه کوله، موږ باید د خپل قلم پر مټ دا باطله نظریه وننګوو او د عملي ګامونو په پورته کولو سره یې غلطه ثابته کړو .
په حقیقت کې داسي نه دی لکه څنګه چي د اسلام دښمنان فکر کوي. حقیقت دا دی چي د اسلام په منطق کې هغه څه د غندلو وړ دي چې حرص او دنیا پالنه او د مال، منال پر وړاندې د دیني ارزښتونو قرباني کول موجود وي .
اسلام هيڅکله د عزت، ازادۍ او معنوي ارزښتونو په لاره کې د دنياوي نعمتونو د استعمال مخالفت نه دی کړی بلکه، خلک هڅوي چې مادي نعمتونه وکاروي ترڅو د دې نعمتونو پر مټ خپلو معنویاتو ته وده ورکړي .
یوه بله موضوع چي ډیره کمه توجه ورته شوي هغه دا ده چي زموږ په ملک کې له څلویښت کاله زیاته جګړه تیره شوي ، د نړۍ دوو سوپر طاقتونو پرې یرغل را وړی و ، په لوړو مصارفو یې دلته خپل باطل نظریات پر خلکو تحمیل کړي وو، د خلکو ترمنځ یې قومي ، ژمني ، مذهبي او سمتي اختلافات کرلي وو ، د ټولو قومونو ترمنځ یې د دښمنۍ زهرجن تخمونه شيندلي وو ، ولسونه یې په خپلو منځو کې په جګړو او دښمنیو اخته کړي وو ، د ملک ټولې اقتصادي منابع یې له منځه وړي وې، د ولس د ځوانانو هډوکي د یوې ګولې وچې ډوډۍ د پیدا کولو په خاطر په پردیو هیوادونو کې خاورې شول ،نو په داسي شرایطو کې هم حکومت هم علماء او پوهان ګډ مسئولیت لري چي د ولس ترمنځ اعتماد را منځته کړي،د ولس ترمنځ اخوت را منځته کړي ،د ولس تشویشونه له منځه یوسي ،د خپلو سیاسي او فکري مخالفینو لپاره د آزاد او مطمین ژوند زمینه مساعده کړي .
راځه په دې برخه کې د رسول صلي الله علیه وسلم عملي سیرت او سیاست د ده مبارک په سیرت کې مطالعه کړو : تاسوته معلومه ده کله چې صحابه کرامو له مکې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورګلوي تړون رامنځته کړ او دا تړون دومره قوي و چې د مهاجرینو ټول تشویشونه یې له منځه یو وړل د هغوی روحيات یې پياوړي کړل، اقتصادي ستونزې يې ورحل کړې او د ارام او خوندي ژوند خاوندان یې کړل .
همدارنګه د اوس او خزرج د دوو سترو قومونو تر منځ دښمني يې چې کلونه کلونه روانه وه، په ورورګلوۍ بدله کړه او د يهودانو له مادي او سياسي تسلط څخه یې خلاص کړل او د مدينې له یوې وړې ټولنې څخه يې یوه داسي ټولنه را منځته کړه چې د هغه وخت د سترو قدرتونو لپاره یې د خطر زنګ وواهه په ځانګړې توګه د مسلمانانو د ستر دښمن یعني قریشو خوب یې نا آرامه کړ .
په مدينه منوره کې د مسلمانانو تر څنګ د نورو اديانو پيروان هم اوسېدل چې په هغو کې يهود، منافقان، بدوی قبایل او مشرکان هم شامل وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم له مخالفینو سره تړونونه وکړل، هغوی ته یې تحفظ ورکړ او د هغوی د ژوند، مال او عزت د ساتنې لپاره یې زمینه برابره کړه او د خارجی دښمنانو په مقابل کی یی له هغوی څخه داسي دفاع کوله لکه څنګه چي یې له مسلمانانو دفاع کوله.
مراد ما نصیحت بود و گفتیم
حوالت با خدا کردیم و رفتیم

رحمت الله فیضان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *