
امام محمد بن اسماعيل البخاري
خالقيار احمدزی
لومړۍ برخه
امام ابوعبدالله محمد البخاري رحمه الله د۱۹۴ هـ د شوال پر۱۳ د جمعې له لمانځه وروسته د اوسني ازبيکستان د بخارا په ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې.ماوراء النهر چې اوس د ازبيکستان په نامه يادېږي، پخوا د منځنۍ آسيا په کچه د فقهاوو،سترو محدثينو او نوموتو علماوو مرکز و، چې محمد هم د دې خاورې و، چې خپلې زده کړې يې په بلخ او ځينو نورو ښارونو کې ترسره کړې؛ د محمد پلار اسماعيل په داسې وخت کې وفات شو، چې کله دی ماشومتوب و،نو روزنه يې مور پرغاړه واخيسته او تر څو کلونو يې د هغې پالنه کوله.ويل کېږي چې هغه په ماشومتوب کې په سترګو ړوند شو، نو مور يې يوه شپه ابراهيم عليه السلام په خوب وليد چې ورته وايي، ستا د دعا په برکت يا ستا د ژړا له امله، الله (ج) به ستا د زوی سترګې جوړې کړي؛ چې سهار را پورته شوه، د زوی سترګې يې جوړې وې.حافظ ابن حجر په فتح الباري کې وايي: امام بخاري د علم ترلاسه کولو لپاره په ۲۱۰ هجري کال کې خپل سفر پيل کړ؛ د علم ترلاسه کولو لپاره ډېرو ځايونو ته لاړ او په هر ځای کې به يې تر کافي اندازې پورې وخت تېراوه؛ چې يوازې په مکه مکرمه کې يې شپږ کاله تېر کړل او له مکې مکرمې وروسته بصرې ته لاړ. هغه زياتوي، چې امام محمد بن اسماعيل البخاري له شاوخوا ۱۰۸۰ تنو استادانو زده کړې کړې وې.محمد يوسف الهمذاني وايي: د امام بخاري په هکله يې استاد قتيبه ابن سعيد البغلاني وپوښتل شو، هغه د څه شيبې لپاره خپل سر د غور کولو په دود، ښکته کړ او وروسته يې چې سر را پورته کړ، ويې ويل چې ما په علم حديث کې وکتل، په رأی کې مې سوچ وکړ، له فقهاوو، زاهدانو او عابدانو سره مې هم غونډې وکړې، له کله راهيسې چې زه پوهېدلی يم، ما د محمد بن اسماعيل البخاري مثال نه دی ليدلی.محمد بن حاتم د امام بخاري په حواله ليکي : ((کله چې زه بلخ ته ورسېدم، خلکو رانه وغوښتل،چې زه ورته د خپل ټولو استادانو په حوالې او سند سره يو، يو حديث وليکم، نو ما ورته د خپل زرو ۱۰۰۰ استادانو په حوالې سره زر حديثونه وليکل.يوه ورځ د امام داخلي رحمه الله په درس کې ناست و،هغه شاگردانو ته حديث بيانولو په دوام کې وويل : سفيان عن ابي الزبير عن ابراهيم،نوبخاري ورته وويل : ابوالزبيرله ابراهيمه روايت نه دی کړی،نو داخلي ورته غوسه شو او د ده خبرې ته يې پام ونه کړ. بخاري رحمه الله ورته وويل : خپل ليکل شوي کتاب که درسره وي وگوره،کورته ولاړاو هغه يې وکوت،چې راستون شو، ويې ويل : هلکه! صحيح صورت يې څه ډول دی؟ ده ورته وويل :دا زبير بن عدي عن ابراهيم دی، نو قلم يې ور واخيست اوخپل کتاب يې تصحيح کړ او ورته ويې ويل : رښتيا دي وويل . له دې سره د مجلس ګډونوال د دغه نوي ځوان ياد اوحافظې ته حيران شول.
بخاري وايي: هغه مهال زه د يوولسوکلونو ووم. نور بيا…