دینې لیکنې

الله جل جلاله له مور او پلار سره احسان کول له خپل حق سره ذکر کړي!!  

الله جل جلاله مور او پلار ته ستر شان او عزت ورکړی او له خپل حق سره جوخت يې د هغوی د حق يادونه هم کړې ده: «او ستا رب جل جلاله دا حکم کړی چې له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چلن کوئ، که مور او پلار کې يو يا دواړه ستا په شتون کې زړښت ته ورسېدل (اُف) هم مه ورته وايه». د اسراء سورت[23] ايت. همدا ميندې دي چې د الله جل جلاله د نازوليو رسولانو او انبياوو عليهم السلام روزنه او پالنه يې کړې ده، چې هغوی بيا له بعثته وروسته خپلو اُمتونو ته (د مؤمن به) څيزونو درسونه ورکړي او د بېلارېتوب له کندو يې د حق او حقانيت پراخ راڼه ډګر ته رابللي دي، همداراز د نړۍ نور غوره او د الله جل جلاله محبوب بنده ګان هم ميندو پيدا کړي، روزلي او پاللي دي، چې هغوی د نورو انسانانو لپاره د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ او سعادت لامل ګرځېدلي دي. ادې او مور هغه خوږې کلمې دي چې په اورېدو يې د اولادونو زړونه باغ باغ کېږي، پرې خوښېږي اوخوشالېږي. نېکمرغه او بختور هغه دي چې مور او پلار يې ژوندي وي او د هغو خدمت وکړي؛ ځکه مور او پلار په کوچنيوالي کې د خپل اولاد لپاره اوږدې اوږدې سړې شپې ويښې تېروي، همدا ميندې د هغوی (اولاد) په خاطر هر ډول کړاوونه او ستونزې ګالي.

هو! ميندې خپل اولادونه ۹ مياشتې په ګېډو کې ګرځوي او پر وړاندې يې لسګونه ستونزې زغمي، چې ماشوم (زوی يا لور) دنيا ته تشريف راوړي، بيا يې په ښوونه، روزنه او پالنه کې هڅه او هاند کوي. په نړۍ کې ډېر علماء، فقهاء او پوهان تېر شوي، چې ميندو يې ښه ښوونه،  روزنه او پالنه کړې او لويو لويو پوړيو ته رسېدلي، ستر ستر علماء ترې جوړ شوي او غټ غټ کارونه يې د اسلام لپاره کړي دي، لکه امام احمد رح د خپلې مور په  واسطه د امامت او اجتهاد مقام ترلا سه کړ ، همدا راز امام ابن حجر رحمه الله د خپلې خور په لاسونو دومره ستر مقام ته ورسېده. امام بخاري رحمه الله يتيم و، مور يې پالنه او روزنه وکړه . څو امام بخاري رحمه الله د نبوي احاديثو داسې کتاب وليکه، چې له قرآن کريم څخه وروسته هغه لومړی مقام لري.

حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هم لا پيدا شوي نه و ، چې عزتمن پلار يې وفات شو او د ده پالنه د ده ګرانې مور وکړه او په ډېره غوره توګه يې د هغه پالنه او روزنه وکړه.

په شلمه پېړۍ کې د مور ورځ لمانځل پيل شول او دا تر اسلامي نړۍ پورې را ورسېده چې اوس د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هم دا ورځ لمانځل کيږي، غونډې او جلسې دايرېږي، د ميندو د حقوقو په اړه اوږدې اوږدې ويناوې کېږي . هره ورځ د مور او پلار ورځ ده، بايد هره شپه او ګړۍ د مور د خوښۍ لپاره وي، تل په ورين تندي ورته وګورو، قدر او درناوی يې وکړو. هغوی ته د رحم په نظر کتل د عمرې هومره اجر او ثواب لري  مور او پلار ډېرحقونه لري، يو څو دلته بيانېږي:

۱ ــ له مور او پلار سره خورا زياته نيکي کول

۲ ــ له مور او پلار سره ښيګڼه کول.

۳ ــ د مور او پلار خبره منل او اطاعت يې کول.

۴ ــ چې د خالق جل جلاله نافرماني نه راځي، په هغو کارونو کې د مور او پلار فرمان منل.

۵ ــ د مور او پلار شرعي اوامر منل، هم په دنيا کې ګټه لري او هم په آخرت کې او برعکس نافرماني يې په دواړو جهانونو کې زيانمنه ده.

اسلام مور او پلار ته ستر مقام وربښلي دي؛ ځکه خو الحمدلله په دې سپېڅلي دين کې د کورنۍ رسم موجود دی، مور او پلار، اولاد او نږور په يو کور کې اوسېږي، د کور ټول غړي د مور او پلار قدر او عزت کوي، خدمت يې عبادت ګڼي، زموږ کورني ژوند د لوېديځوالو غوندې نه دي، چې مور او پلار يې زړښت ته ورسېږي، نو د زَړو په سرکاري هستوګنځيو کې يې واچوي او دوي پښې ترې سپکې کړي. ولې مسلمانان د مور او پلار خدمت له خپلو اهمو دندو ګڼي. د مور ورځ په رسنيو کې په تشو الفاظو لمانځل نه دي په کار، د هغو[مور او پلار] خدمت کول لازم دي او دواړه تل خوښ او خوشاله ساتل په کار دي. اسلام دواړو ته سترحقونه ورکړي، د هغو د وړکيو اولادونو له وژلو يې مسلمانان ايسار کړي . همداشان يې دښځو له قتله ممانعت کړی ، خو د بيزو او خوګ زامن[يهودان] د فلسطينيانو واړه تي خوري ماشومان هلکان او نجونې او د هغوي ميندې په شهادت رسوي،خو د بشري حقوقو دروغجن مدعيان يې نه ويني!!!

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *