دینې لیکنې

اختر په ناروا کارونو مه لمانځئ!

حسان مجاهد
اختر د مسلمانانو لپاره دخوښۍ ځې دي، چې الله تعالی ددومره ستر عبادت(روژو او تراويحو)توفيق ورکړ، بښنه يې ورته وکړه، له ګناهونو يې وژغورل او له جهنم څخه يې ازاد کړل؛ ځکه نو له اختر لمانځنې څخه موخه د رب شکر او ستاينه او دهغه د نعمتونو څرګندونه ده. ځيني کسان اختر په داسې ناروا کارونو لمانځې چې د رمضان ثواب په لاهو شي او له شيطان سره هغه وعده چې په رمضان کې يې فسخه کړې وه؛ بيا نوې کړي.
١_ دښځو او نارينه وو اختلاط : دنارينه وو او ښځو اختلاط هغه منکر عمل دی چې ډيرو فتنو ته لاره هواروي او اسلامي ټولنه د فساد په لوري بيايي. له دې امله چې ښځې له نارينه وو سره ګډې نه شي؛ رسول الله صلي الله عليه وسلم به ښځو ته فرمايل چې د لارو پر څنډو ځئ او د لارو په منځ کې مه ځئ! هغه وو، چې ښځې به دومره له ديوالونو سره نږدې تللې چې جامې به يې له ديوالونو سره لګيدلې(ابوداؤد)
دا په داسې حال کې چې هغه زمانه له فتنو او فسادونو ډېره پاکه وه؛ نو نن ورځ به اختلاط څنګه ناوړه عواقب ونه لري؟!
امام سرخسي رح وايي: له نارينه وو سره د ښځو په ګډون کې فتنه ده(المبسوط١١١/٤)
امام ابن همام رح وايي: ښځه دې له ښځو سره ګډون کوي، نه له پردي سړي سره(فتح القدير٢٢٢/٥)
امام شافعي رح وايي: کله چې سړی او ښځه په يو قبر کې دفن شي؛ نو ددواړو ترمنځ بايد په خاورو سره پرده وشي.(الأم٣٥١/١)
٢_ موسيقي اورېدل: داختر په ورځو شپو کې دموسيقۍ پروګرامونه جوړيږي او خلک( په ځانګړې توګه هلکان) ورته نڅېږي، کله کله ټوله شپه په دې کې تېره شي او دسهار لمونځونه پاتې شي چې دا کار فحاشي او فسق ته يوه اسانه لاره ده او د اسلام له نظره هيڅ شرعي اړخ نه لري.

٣_اسراف کول
ځينې په اختر کې ډېر اسراف کوي، ديوې جامې پر ځاي څو جوړې جامې جوړوي، د کور ټول سامانونه نوي کوي او ډول ډول خواړه برابروي. حالانکه داسي ډير بې وزلي وګړي شته چې يوه ګوله ډوډۍ نه لري، جامه نه لري او د خوب لپاره بستر نه لري. الله تعالی وايي: ژباړه خوراک او څښاک کوئ خو اسراف مه کوئ؛ ځکه الله تعالي اسراف کوونکي نه خوښوي.(الاعراف ٣١) په بل آيت کې مبذرين خلک د شيطان وروڼه بلل شوی دی.
٤_ ږيرې خريل
ځینې خلک د ښايست لپاره سنت ږيري خريي. دږيري پريښودل واجب دي او خريل يې هغه دوامداره ګناه ده چې څلېرویشت ساعته په ګناه کې ښکېل وي. رسول (صلي الله عليه وسلم) وايي: ږيري پريږدئ او بريتونه کم کړئ.
٥_ د ماشومانو په اړه غفلت کول
ځيني مور او پلار ماشومانو ته پوره واک ورکړي، ډيرې پيسې ورکوي هغوي د لهولعب، لوبو او تفريحي ځايونو ته ليږدوي او څو شپې یې حال نه لري چې زموږ اولادونه چېري اوله چاسره ګرځي. ځيني ماشومان له غلطو ملګرو څخه ډير بد تاثر اخلي، هغوی يې ناوړه کارونو ته تشويقوي او په فتنو او فسادونو کې يې ښکېلوي.
٦_ ناروا لوبې کول
لکه شطرنج او قمار بازي کول، دلوبو په سر د پيسو شرطونه لګول، سپي، چرګان، غواي او اوښان جنګول. داسي لوبې چې په کې انساني کرامت له منځه ځي او په مسلمان پسخند وهل کېږي. داسې لوبې چې له کفارو سره مشابهت په کې راځي، د لوبو له امله دلمانځه اهتمام نه کول. له مور، پلار او نورو دوستانو سره قرابت پالنه پريښودل. لوبې په تنګو او نيمه لوڅو جامو کې کول او داسې نور….
٧_ بد نظري کول
په اختر کې دنورو مياشتو په پرتله د سترګو ګناه زياته وي. الله تعالی د سورة نور په ديرشم او يو ديرشم آيت کې سړي؛ ښځو ته له حرام کتلو او ښځې يې سړيو ته له حرام کتلو څخه منع کړې دي. رسول الله (صلي الله عليه وسلم) فرمايلي دي: «فزنا العين النظر» د سترګو زنا حرامو ته په شهوت سره کتل دي. البخاري (۶۷۴۳)
وکيع رح وايي: موږ له سفيان ثوري رح سره د اختر په ورځ ووتو چي نوموړي وويل ” نن ورځ لومړی هغه څه چې موږ به يې پيل کوو؛ هغه له حرام نظر څخه د سترګو ساتنه ده”(الورع لابن أبي دنياص٦٣)
٨_ له کفارو او فاسقانو سره مشابهت
په اسلام کې ښځې له سړو سره له مشابهته او سړي له ښځو سره له مشابهته منع شوي، مګر ځينې ځوانان د ښځو په څېر رنګه جامې اغوندي او غاړو ته ښځينه ځنځيرونه او غمي اچوي. ځينې د کفارو په څېر سرونه جوړوي او دفاسقو خلکو په څېر په ږيره کې لارې جوړوي د عبد الله ابن عمرو ابن عاص يو ډول جامې په تن وې؛ رسول الله ﷺ ورته وايي: دا دکفارو جامې دي؛ ځکه نو دا مه اغونده! [صحيح مسلم]رسول الله ﷺ فرمايلي: څوک چې له کوم قوم سره مشابهت کوي؛ هغه به له همغه قوم سره وي (ابوداؤد)
٩_په عبادت کې سستي کول
ډېر خلک په رمضان کې دعبادت قوي روحيه لري، خو له رمضان وروسته بيا نه مسجد پيژني او نه قرآنکريم. سلفو صالحينو ويلي دي چې دعمل دقبوليت نښه داده چې الله تعالی په عمل د هميشتوب توفيق ورکړي. له بشر حافي رح څخه وپوښتل شول: ځينې کسان په روژه کې د عبادت ډېره هڅه کوي خو له روژې وروسته عبادت ته شا کړي؟ نوموړي وويل: هغه ډير بد خلک دي چې خپل رب يوازې په رمضان کې ښه پېژني.

په اختر کې دښځو ناروا کارونه
١_ تنګې، چسپې، نرمې او داسې نيمه لوڅې جامې پر تن کول چې دخلکو پام ځانته ور اړوي او هيڅ دحجاب مراعات نه په کې کېږي.
٢_د پرديو خلکو لپاره ځان سينګارول او عطرونه لګول. رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وايي: کومه ښځه چې عطر استعمال کړي او بيا په خلکو تېريږي چې خلک يې خوشبويي محسوسه کړي؛ نو دا زانيه ده.(نسايي او ترمذي)
٣_ويښتان پرې کول: ځينې ښځې خپل ويښتان پرې کوي او د سرونو په جوړولو کې له کفارو او فاسقو ښځو سره مشابهت کوي.
٤_ پر نوکانو او دبدن پر نورو اندامونو داسې رنګونه ايښودل چې د اوداسه/غسل اوبه لاندي نه پريږدي.
٥_ له داسې کسانو سره ملاقاتونه، مجلسونه او ستړي مشي کول چې ورسره يې د شريعت له مخې ليده کاته حرام وي.
٦_ داسي شرنګ کوونکي پايل او زيورات په تن کول چې خلک يې اواز واوري.
٧_ د خاوند او يا بل سرپرست له اجازې پرته له کوره بهر وتل او يوازي سفرکول.
٨_ اوږده اوږده مجلسونه، غيبتونه او فحاشي خبرې کول او دلمانځه اهتمام نه کول.
٩_ پرديو خلکو ته کتل، که څه هم د فلم او تصوير له لارې وي. پاي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *