دینې لیکنې

آيا ښځه شرعاً په مخ پټولو مکلفه ده؟

اسرار عواد: راځئ له هر څه وړاندې د مفسرينو اقوال د دغه مبارک آيت په تفسير کې چې له صحابه کرامو او سلف صالحينو يې رانقل کړی واورو:
ابن طبري د ابن عباس (رض) دغه وينا راخيستې او وايي، چې ((الله تعالی مومنو ښځو ته امر کړی،چې دکوم حاجت او ضرورت پر وخت له کوره وځي، نو خپل مخونه دې په جلباب (پراخه جامه) کې پټ کړي او يواځې دې يوه سترګه ښکاره پرېږدي.))
ابن جرير له ابن سيرين څخه روايت کوي، چې هغه وويل: (( ابن الحارث الحضرمي د دغه آيت اړوند وپوښتل: (( نو ابن سيرين (رض) د خپلې جامې په يوه برخه خپل سر او مخ داسې پټ او وپوښه چې يوه سترګه يې خلاصه پرېښوده او ويې ويل چې له دې آيت څخه مراد دغه حالت دی.))
علامه ابن جرير الطبري د دغه آيت په تفسير کې ويلي: ژباړه، يعنې کله چې ښځينه د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره له کوره وځي ، نو لباس او جامه به يې وينځو ته ورته نه وي. يعنې د وينځو په خلاف وېښتان او مخونه به يې پټ وي،تر څو فاسقان او مرضي خلک وپوهېږي ،چې دوی آزادې او اصيلې ښځې دي .))
علامه ابوبکر الجصاص وايي: (( دغه آيت پر دې دلالت کوي چې ځوانې مېرمنې بايد له خپل استوګنځي د وتلو پر مهال د خپل مخ پټولو، عفت او ستر او پردې ته خاصه پاملرنه ولري، تر څو رذيل او فاسق خلک د دې د مخ او حرکاتو او سکناتو د ليدلو په طمع کې ونه لوېږي.
قاضي بيضاوي په خپل تفسير کې د دغه آيت [يدْنِينَ…] اړوند داسې ليکي:
ژباړه: ((کله چې د خپلو اړتياوو له مخې له خپلو کورونو وځي،نو خپل بدنونه او مخونه يې بايد په جامو پوښلي وي.)) له علامه نيشاپوري د همدغه آيت په تفسير نقل شوی چې وايي: (( د اسلام د مبارک دين د راتګ په لومړيو وختونو کې ښځې د جاهليت د دورې له عادتونو سره سم په پوره بېباکۍ او بېکاره لباس له کورونو څخه وتلې، چې د وينځو او اصيلو مېرمنو به هېڅ توپير نه کېدو، نو همدا لامل و چې دوی ته د ټول بدل او سر او مخ د پټولو امر وشو))له پورتنيو اقوالو داسې څرګندېږي ،چې صحابه کرام او ټول اهل علم د دغخ آيت غوښتنې ته په کتو په يوه خوله دي ،چې ښځې دې له پرديو خپل مخونه پټ وساتي.
راځئ دويم ځل د ښځې ستر او مخ پټولو په هکله د رسول الله (ص) ويناوې او د ده مبارک د مېرمنو او صحابياتو ويناوې واورو:امام بخاري رحمه الله روايت کړی، چې رسول الله ص) فرمايلي دي : يعنې احرام لرونکې مېرمنې به نه نقاب اغوندي او نه به دشتکشې په لاسونو کوي او دا سريح دليل دی په دې خبره چې د نبي کريم (ص) په زمانه کې د نقاب اغوستل او مخ پټول عام عادت وو،نو ځکه خو د احرام پر مهال د دغو دواړو اغوستل منع شوي خو دا منع کېدل مطلق هم نه دي لکه وروسته چې کوم حديث راځي په هغه کې به دا خبره روښانه شي.أبو داوود په خپل سنن کې له بي بي عايشې (رض) څخه صحيح حديث روايت کړی ژباړه : (( په داسې حال کې چې موږ له رسول الله (ص) سره احرام تړلی و، سواره سړي به زموږ له مخې تېريدل، کله به چې موږ ته نږدې راورسېدل نو موږ به خپل ټيکری پر مخ راښکته کړ او چې کله به مخکې لاړل ،نو موږ به خپل مخونه لوڅ کړل.)) د امام مال په موطأ کې له فاطمه بنت منذر څخه روايت شوی، چې ويلي يې دي،ژباړه: (( کله به چې موږ په احرام کې وو،نو موږ به خپل مخونه پټول؛ د ابوبکر صديق (رض) لور اسماء رضي الله عنه هم له موږ سره وه او هغه زموږ د مخ پټول نه رد کول. ))
په صحيح احاديثو کې راغلي، چې يوه مسلمانه مېرمن د خپلو حوايجو پوره کولو لپاره د بني قنقاع بازار ته راغلی وه، هلته يو يهودي د هغه مزاحم شو، غوښتل يې چې د هغې مېرمنې مخ لوڅ او وګوري خو هغې مېرمنې د هغه خبيث پر وړاندې مقاومت وکړ او د مرستې لپاره يې مسلمانان راوبلل؛ له هغوی څخه يو تن په هيودي حمله وکړه او هغه ته يې د خپل عمل سزا ورکړه او مردار يې کړ،نو د پورتنيو صحيحو احاديثو په رڼا کې ويلی شو ،چې د صحابه کرامو مېرمنې به چې کله د اړتيا پر مهال له کوره بهر وتلې خپل مخونه به يې پټول که څه هم احرام به يې تړلی و؛ ځکه د هغوی په دې باور و ،چې ستر او پرده د محمدي غرا شريعت له اوامرو څخه ده.
د معتبرو مجتهدينو ويناوې: ډېر لوی لوی امامان چې په سر کې يې امام شافعي، امام احمد او امام مالک رحمهم الله په دې باور دي ،چې د ښځې مخ عورت، پټول يې واجب او لوڅول يې حرام دي او د دې حکم په دليل کې صحابه کرامو او سلفو دغه آيت هم راوړي [يدْنِينَ…] بل دليل يې دادی چې کله به د صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعين مېرمنې د خپلو اړتياوو د حل کولو لپاره له خپلو استوګنو څخه بيرون وتلې خپل مخونه به يې پټول او نقاب به يې پر مخ راښکته کولو. دا د جمهورو دلايل او منهج و؛ خو زموږ احناف علماء په دې باور دی، چې د ښځې مخ عورت نه دی او د فتنې د نه شتون په صورت کې يې لوڅول هم جايز دي؛ خو که چېرې د مخ له لوڅولو فتنه راولاړېږي، نو بيا يې لوڅول حرام دي ،تر څو د فتنې او فساد مخه ډب شوې وي.د مجتهدينو له ويناوو داسې ښکاري ،چې د ښځې مخ عورت، پټول يې واجب او لوڅول يې حرام دي.
حتی زموږ احناف هم د مخ په لوڅوالي کې په هغه صورت کې قايل دي،چې د فتنې ويره نه وي، په داسې حال کې چې اوس خو موږ د فساد او فتنو په دور کې اوسو، چې څوک هم تر د خونديتوب احساس نه لري.
اوس چې حقيقت څرګند او واضح شو، نو مسلمانې خورې! د الله (ج) او رسول (ص) د اوامرو د اطاعت، د صحابه کارمو د عفيفو او پاکو مېرمنو د پيروۍ او د مجتهدينو د پرېکړې په خاطر خپل مخونه په حجاب او پرده وپوښئ.
مسلمانې خورې! که غواړې چې د آخرت په ورځ له دغو بختورو مېرمنو سره حساب شې ،چې الله (ج) ډېر زيات نعمتونه پرې لوروي او هغوی له أنبياوو، صديقينو، شهداوو، صالحينو او غوره خلکو څخه دي.، نو له کوره د باندې مخ پټې وځه او هر ځای کې حجاب مرعاتوه، چې د دنيا او آخرت کاميابي دې پر نصيب شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *