لیکنې

دوه افغان مهاجر عالمان

ژباړه: حسان مجاهد
د جامعه بنوري ټاون کراچۍ پخوانی استاد مفتي رضاء الحق وايي: په افغانستان کې دوه عالمان وو، چې يو مولانا عبد الحکيم او بل مولانا عبد الباقي نومېده. دوی دواړه دهجرت په نيت دشام پر لور روان شول، هلته يې له چاسره پيژندګلوي او شناخت هم نه درلود، هلته يې له يو انجنير سره د مزدور په توګه کار پيل کړ او خپل علم او فضيلت يې له خلکو پټ وساته. يوه ورځ ددمشق ستر مفتي ((محمود حمزه رح)) يوه ميلمستيا تياره کړه ،چې دې ميلمستيا ته دوی دواړه هم دخادمانو په توګه راوبلل شول. کله چې کور ته ننوتل هلته يې له کتابونو څخه ډکه المارۍ وليده او مولانا عبد الحکيم يو کتاب را واخيست، ديو شمېر صفحو له مطالعې وروسته يې تر يوې مسئلې لاندې په حوالو او تعليقاتو کې له خپل ځانه هم يو شی ور زيات کړ. مفتي حمزه چې ماښام کورته راغی او په کتاب کې يې په نوي تعليق او نظر سترګې ولګېدې؛ نو له ډېرې حيرانتيا وروسته يې له خادمانو څخه په دې اړه وپوښتل؟ هغوی ورته وويل: ((دا کار هغه فلاني مزدور وکړ)) نوموړي مزدور(مولانا عبد الحکيم) را وباله او په يو جومات کې يې ورته دامامت کار وسپاره چې په مسجد کې دننه د يو ستر کتابتون آسانتيا هم موجوده وه. له دې وروسته نوموړي مهاجر عالم د ((کنز الدقائق)) مشهوره شرحه ((کشف الحقائق)) وليکله چې زموږ د دوست شېخ محمد انور بدخشاني حفظه الله تعالی له لوري په مقدمه کې چاپ شوې ده.
د مولانا عبد الحکيم (رح) په اړه مي خپله له شېخ محمد عوامه رح څخه دا اوريدلي دي (( هغه دډېر بوډاتوب او کمزوری له امله دپښو په غځولو سره تدريس کاوه، يوه ورځ ددمشق والي دنوموړي ملاقات ته راغی، له ملاقات څخه وروسته والي دنوموړي لپاره يو خادم ته په کڅوړه کې څه دراهم ورکړل، شېخ نوموړي والي بيرته راوغوښت، دراهم يې ورکړل او له ستاينې وروسته يې ورته دا جمله وويله: ((الذي يمدُّ رجليہ لايمدُّ يديہ)) هغه کس چې دخلکو په مخ کې پښې غځوي؛ هغه هېڅ کله بل چاته دغوښتنې لپاره لاس نه اوږدوي.
له کيسې څخه مو څه زده کړل؟
_ له علم سره دنيوي کار څه عيب نه دی؛ بلکې دا کار لا دعالم په استغنا کې همکاري کولای شي.
_ دخپل کمال ښکارندويي خپله مه کوه، ستا په کمال خامخا خلک خبريږي.
_ که هر څومره په ستونزو کې را ګير يې؛ بيا هم دعوت او ديني خدمت ته شا مه کوه!
_ دعلم پر مټ څوک له ذلت څخه وزي او دعزت خاوند ګرځي.
_ اهل کار خلک بايد معلوم شي او په کار دګمارلو غم يې وخوړل شي.
_دعالم لپاره طمع ناوړه صفت دی، که څه هم عالم اړ او بې وزله وي.
_ که دافغانستان علماء له ستونزو سره نه وای مخ شوي؛ هر عالم به يې دنړۍ په کچه ځانګړی مقام ترلاسه کړی وای.
سرچينه: (جامعه علوم اسلاميه بنوري ټاون ويب پاڼه)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *