
دلته هر ډول بدلون، هلته د بدلونونو پېلامه !!
محسن سعود
د پاكستاني رسنيو د خبر له مخې ، ټاكل شوې د دغه هېواد پلازمېنه اسلام آباد كې يوه ټول گونديزه غونډه ترسره شي. ياده غونډه چې پر وروستي مالي بحران او د پېښور ترهگريزې پېښې په تعقيب پر امنيتي وضعيت د بحث په موخه لومړي وزير شهباز شريف رسمي راغوښتې؛ پكې په ځانگړې توګه عمران خان ته هم بلنه وركړل شوې ده. په پاكستان كې مالي بحران او امنيتي وضعيت له نږدې يو نيم كال راهېسې مخ پر ځوړ و ،چې په دې وروستيو كې په ترېنگلتيا اوښتی او پړه يې د شهباز او عمران خان حكومتونه يو پر بل ور اچوي، خو د چارو د شنونكو په باور كه له يوې خوا يې يو مهم لامل وروستۍ سياسي او گونديزې ناندرۍ هم دي، بله خوا مخكې هم په ورته وضعيتونو كې ټولو گوندونو يو او بل ته لاسونه سره ور كړي او تمه ده پر پله يې بيا هم د رابللې غونډې گام مثبت تمام شي. د پېښور خونړۍ چاودنه افغان حكومت وغندله او يوه ناروا او له شريعت سره په ټكر کې كړنه يې وبلله، خو بيا هم پاكستاني چارواكو دغې چاودنې ته له افغان خاورې سره تړاو وركړ، په غبرگون كې بياهم افغان حكومت ورياده كړه، چې د چاودنې نوعيت ته په كتو د دې پر ځای چې پر نورو يې پړه ور واچول شي؛ اسلام اباد دې ژورې پلټنې وكړي او ښايي دا ځكه چې دلته د تجربو له مخې يو تن او يو يې چاودېدونكی واسكټ دومره پراخه مرگژوبله او ويجاړۍ نشي را منځته كولای. د افغان حكومت دغه غبرگون د چاودنې په اړه عام فكر او ليدلوری بدل او د هغې په حقيقت پسې يې واړاوه ،چې ښايي په اړه يې پلټنو كې ورسره لا زياته مرسته وكړي. دا چې د منځنۍ اسيا د ستراتېژيك هېواد په توگه گران افغانستان د سيمې هېوادونو او په ځانگړې توګه د پاكستان يو له ټولو مهم گاونډی دی او بيا يې هغه د وروستيو څو لسيزو گډوډيو كې په يو نه يو ډول ښكېل پاتې شوی؛ دلته هر ډول بدلون هلته د بدلونونو پېلامه گرځي، يا لږ تر لږه يې غوښتنه كوي او پر خپلو تېرو پاليسيو د دغه هېواد بيا كتنې اړتيا را منځته كوي. همدا لامل به وي، چې دلته د اشغال ټغر دټولېدو، د اسلامي امارت د راتلو، دنويو محدوديتونو او تحريمونو او… په پاكستاني وضعيتونو كې هم ژور بدلونونه راوستلي او اوس د همدې تحول او بدلون پر غوښتنه يې پاكستان له دغه ستراتېژيك گاونډي سره پر هر اړخيزو پاليسيو بيا كتنې ته اړ كړی، ترڅو د دوه اړخيز درنښت پر بنسټ ولاړ لا ښه گاونډيتوب او اړيكو ته لاره هواره شي او د افغانستان له نويو پرمختگونو سره پاكستان هم له هر ډول بد وضعيته په را گرځېدو د پرمختگ پر لور گام پورته كړي.
له لومړي سره خو زموږ او دغه گاونډي هيواد ترمنځ گڼ مذهبي، كلتوري، ژبني، تاريخي، فرهنگي، جغرافيوي او نور مشتركات د دواړو هېوادونو او هم دلته د امپراتوريو د نسكورېدو له لارې د نړۍ په تاريخ كې ښه پېژندل شوي، ټول ترې خبر يو او وينو يې او بيا پر اوږده بشپړه پوله زموږ د گران هېواد پر يوې برخې خاورې له انگريزانو سره د امير عبدالرحمن خان د سلو كالو لپاره معاملې او په تېرو څلورو لسيزو كې د پاكستان نږدې ټولو وړو او لويو ښارونو ته د افغان كډوالۍ پر رسېدنې هغه زموږ د اوږدې مودې د هجرت ټاټوبی هم گرځېدلی او افغاني ټولنه يې له پاكستاني ټولنې سره خلط كړې؛ طبيعي ده ،چې افغانان په عموم كې له پاكستاني ولس سره له زړه خواخوږي لري، دلته هر ډول وضعيتونه پر پاكستاني وضعيتونو د پام وړ اغېزه پرېباسي او هر څوك يې په اړه په اسانۍ پرېكړه هم كولای شي، نو كه ورته پر پام په اوسنيو شرايطو كې پاكستان پر نورو مسايلو سربېره امنيتي-سياسي او اقتصادي وضعيت هم له اوسني مخ پر ودې افغان سياسي او اقتصادي وضعيتونو سره عيار او همغږی كړي؛ لرې نه ده هلته شته دغه دواړه لويې ننگونې په اسانۍ او په ښه ډول مهار كړلې شي، نو پاكستان دې له دغو مشتركاتو او له افغانستان سره د گاونډيتوب له يادو ځانگړنو يواځي په منفي ټكو كې گټه نه اخلي. دا مهال د افغانستان هم له نورو سياسي او اقتصادي وضعيتونو ته پاملرنه زياته، د ودې ور كولو ټولې لارې چارې پر كار اچولې او چې نور يې پړه پر غاړه نلري؛ پړه يې پرې ور اچولې هم نه ده، بلكې لا نور چې يواځي د ويجاړيو او تخريبي كړنو پړه پر غاړه لري؛ افغان حكومت د خپلو ذمه اريو ترڅنگ د دغو ويجاړيو مخنيوی او عاملينو ته يې د سزا ور كولو لپاره هم لاس پر كار دی. دا سمه ده چې د نننۍ نړۍ سيمه او گاونډ له يو كېدو پرته پر يواځي ځان د داسې ننگونو په وړاندې هېڅ چاره او رغنده رول او اغېز نشي لرلی او بيا د افغانستان په څېر گاونډی چې په يواځي ځان د څلورو لسيزو هر ډول ننگونو د مهار تخنيك، تجربې او وروستۍ ملموسي او محسوسي لاس ته راوړنې هم لري؛ په هېڅ دليل په دغه يووالي كې بايد له پامه ونه غورځول شي، بلكې له تجربو يې بايد گټه پورته شي، خو داسې نه چې پړه يې پرې ور واچوله شي، ځكه دا له ننگونو د گډې مبارزې په لاره كې د ځواك دمتلاشي کېدو او ځپل كېدو لامل كېږي او د هېوادونو ترمنځ بې باوري را منځته كوي.
په پاكستان كې وروستۍ امنيتي او اقتصادي ننگونې تر ډېره د سياستوالو د تېرو ناسمو پاليسيو او د شرايطو په مديريت کې د پاتې راتلو زېږنده دي، چې په دې وروستيو كې سياسي ناندريو يې اور لازيات ژبغړاند كړی او تر ډېره پكې محسن پاكستانی ولس سوځي، خو پاكستاني سياستوال او ولس به ټول پوهېږي ،چې كه درغلۍ دي، كه اداري فساد، كه پر وخت او كه هم له وخته وړاندې او وروسته ټاكنې دي، كه د واك گډون او سهامي شركت را منځته كول دي او كه نورې د جمهوريت دا ډول نادودې؛ غرب يې په اسلامي نړۍ كې د همدې موخو او بدو وضعيتونو ته دودې وركولو لپاره غواړي او يو وخت د جمهوريت او جمهوري رژيم په سيوري كې نوماندانو افغان ولس هم د يوې داسې بلا خولې ته ور كړی و ،چې ټوله نړۍ تر اوسه او يوه لسيزه به لا نور هم ورته ناوسه او اندېښمنه وي، هلته هم د هرڅه ترشا د غرب ككړ لاسونه زموږ ولس او سياستوالو ليدلي او بيا اوس لا ښه پرده ترې پورته شوې، نو يواځې له ترخو تجربو او بدو پايلو دې د راتلونكو پاليسيو په سمون كې گټه پورته شي، ترڅو د ننگونو په وړاندې پر يو موټي كېدو او د گډو طرحو او پلانونو په جوړولو سره په ښه توگه شرايط مديريت كړای شي، له گاونډيو سره غوره گاونډيتوب وپاللای شي، له غرب څخه تمې او لاسونه را وكاږي، په خپل ولس پوري يې ونيسي او د پرمختگ پر لور د يو رښتوني ملي نظام په توگه گام پورته كړي. دولتونه زياتره د ناسمو پاليسيو او په غرب پوري د ځان تړنې له امله له سختو ورځو سره مخ كېږي چې ولس هم ورسره مخ كړي، خو له ولس بيا نورو څه ريښه او د خواخوږۍ مدار خامخا لري، نو كه واكمن نظام لاس پوري ونيسي او تكيه پري وكړي؛ ځان ژغورلی او پرمختگ هم كولی شي او په سيمه ييزه كچه د يو له ټولو غوره گاونډي په توگه افغانستان يو ښه انتخاب دی چې له پاکستاني ولس سره د خواخوږۍ ريښې لري او د هغه په استازولۍ پاكستان ورسره په متقابل درنښت د ولاړو ښو اړيكو پر مټ ورته را وړاندې شي.