لیکنې

دغه خوی دعوت ړنګولای شي!

مولانا وقايت الله وقار
د اسلامي دعوت د احياء له پاره د هر اړخيزې او ټولنيزې مبارزې په اړتيا او ارښت هيڅوک سترګې پټولای نه شي او که څوک هم په اوسني روان د فساد په توپان کې له دغه ستر اصل ځان ناخبره ښايي، دا به نو د هغه خپله ستونزه وي، يا به دغه ډول کس له اوسني وضعيت لرې پاتې وي او يا به ېې هم له ديني پوهې سره واټن زيات وي.
دا يو حقيقت دی، چې ديني کار په يوه سړي نه کېږي او نه هم يو کس په يوازې ځان کولای شي، چې د ديني مبارزې هر ډګر وپالي، دا ځکه چې انساني وړتياوې ځانګړي حدود او ځانګړې پولې لري، چې يو انسان بيا ډېر زر ناامېده کېدای شي، ستړی کېدای شي او بالآخره شايد ډېر ژر له يوه داسې حالت سره مخ شي، چې خپله تېره مبارزه په خپله تر سوال لاندې راولي، ځکه چې په يوه کس د شيطان او بد نفس زور ډېر بر دی، هغه زور چې په پوره جماعت او ډله ېې بيا په هغه اندازه نه بر کېږي.
له دې سره سره يوه لويه ستونزه چې په روان دعوتي بهير او په ځانګړې توګه په اوسنيو اسلامي دعوتي خوځښتونو او په ټوله کې د ټولې اسلامي نړۍ په هغه بااحساسه دعوتګرو کې چې د ديني مبارزې له پاره ېې مټې رابډوهلې، موجوده ده هغه داده، چې دلته د «انانيت» بدرنګه څپه ورځ تر بله په زياتېدو ده، ورځ تربله هر څوک ديني کار د خپل کار په ساحه کې راانحصاروي او ورځ تر بله زمونږ په زرګونه مبارزين د ځانپالنې هغه ناوړه خوی اخلي، چې نه يوازې دا چې د هغوی شخصيت تر بد اغېز لاندې راولي، بلکې ټوله اسلامي مبارزه پيکه کولای شي او د شته مسلمانو مبارزينو ترمنځ فاصله نور هم زياتولای شي.
دلته له انانيت زمونږ موخه داده، چې يو څوک په داسې بد خوی روږدی شي، چې هر څه په خپلو ګټو راوڅرخوي، له ځان او خپلې ډلې پرته بل څه نه ويني، خپله هره هڅه ورته پر ځای او مناسبه هڅه ښکاري؛ خو د بل کار، سرښندنه او مبارزه ورته هسې د ځان ستړي کول څرګندېږي… أناني شخص اصلا يا د خپلو شخصي ګټو ښکار وي او يا د ساده ګۍ او ناپوهۍ له کبله په دغه ناوړه عادت اخته کېږي… او ډېر کله خو داسې هم وي، چې أناني انسان په ځان نه پوهېږي او خپله دغه ناوړه ځانګړنه د ځان لپاره يو ډول وياړ ګڼي.
الله تعالی انسانان په بېلابېلو بڼو او شکلونو پيدا کړي دي، د شکلونو تغيير د فکرونو، کارونو او هڅو په تغيير دلالت کوي، له همدې کبله نو شايد د يوې عادي مسئلې په اړه بېلابېل وګړي مختلف نظريات ولري، دا ځکه چې د نظرياتو توپير د انساني فطرت غوښتنه ده او دا د خالق تعالی اراده وه، چې بايد انسانان بېلابېل طبيعتونه ولري، بېلابېلې سليقې ېې وي او بېلابېل ليدلوري وټاکي، چې دا په خپله هم په يوه ازموينه بدلېدای شي، چې له مخې ېې بريالی انسان هماغه ګڼل کېږي، چې د بې شمېره خلکو ترمنځ خپل فکر، پيغام او رسالت په درست شکل سرته رسولی شي او هم د نورو په اړه په هغه چوکاټ او اصولو کې تعامل کولای شي، کوم چې ورته اسلامي شريعت تعيين کړی دی.
د اسلام مبارک دين نه يوازې دا چې د انانيت د ناوړه خوی حامي نه دی، بلکې د دغه خوی جرړې ېې ويستې دي او هغه د ويښ مسلمان مفکر؛ علامه أبوالحسن ندوي رحمه الله په تعبير اسلام خو له انانيت نه انساني ټولنې عبوديت ته راويستي دي، هلته چې د خلکو کوم دين او عقېده موجوده نه وه او هر چا هغه څه ارزښتمن ګڼل، چې دده نفس به ورته ارزښتمن ښکاره کول او هر څوک هلته په حقيقت کې د خپل نفس بنده وو، چې د الله تعالی بنده ګي ېې پرې هېره کړې وه… او دا يو حقيقت دی، چې په هغې ټولنه کې د همدې انانيت له کبله انسانانو خپل ستر محسن پرېښی وو او په پټو سترګو ېې د بدبختيو ناوړه لاره غوره کړې وه.
كه په رښتينې توګه د اسلامي تاريخ زرينو بابونو او بيا د مسلمانانو د ځوړتيا شېبو ته وکتل شي؛ نو څرګنده به شي، چې مسلمانانو چې په تاريخ کې څومره زيان له انانيت څخه ليدلی دی، له بل کوم خوی او عادت څخه ېې نه دی کتلی، کله که هم يو مسلمان بريالی خليفه شهيد کېږي، لامل ېې دا نه دی، چې د هغه په وژلو کې اجتماعي مصلحت وو، بلکې لامل ېې داوو، چې هلته يو کس دا نه خوښوله، چې د هغه په شتون کې دې پرې بل څوک واک وکړي او يا دې تر ده زيات په ټولنه کې مطرح شي… په کوم ځای کې چې هم کوم ستر اسلامي خلافت او واکمني له سقوط سره مخ کېږي، په دې شرط چې په مقابله کې ېې کوم مسلمان مقاومت وي؛ نو ډېری وخت ېې لامل دا نه وي، چې ګويا موجوده خلافت او رهبري په له منځه تللو ارزېده، بلکې اکثره وخت ېې لامل داوو، چې د پاڅون کوونکي مقاومت مخکښانو به دا ښه نه ګڼله، چې ولې د دوی په موجوديت کې نور خلک تر دوی مخکې دي او تر دوی پياوړي دي او تر دوی لا ښه د دعوت او جهاد مبارزې ته اوږه ورکوي… دا يو تاريخي عبرت دی، هلته که مونږ څومره تورې کړې دي او که څومره لاسته راوړنې لرو او که څومره پرمختګونه مو انساني نړۍ او ټولو کايناتو ته ډالۍ کړي دي؛ سره له دې چې نور څوک پکې راسره سيالي نه شي کولای؛ خو ولې په خواشينۍ سره چې تر دښمن وړاندې وړاندې دغه هر څه د دوست له خوا ګواښل شوي دي او د هغې اساسي لامل هم انانيت وو، چې ددې زيان يوې معلومې وړې ټولنې ته نه بلکې دغه لوی او پر مجده اسلامي امت ته رسېدلی دی.
مونږ که په تېر کې هر ګوذار له داخلي صف څخه خوړلی دی، ارو مرو ېې له انانيت څخه سرچينه اخيستې ده، يعنې مونږ د يو بل په نه زغملو، د يو بل شتون ته په درنه سترګه د نه کتلو او د يو بل کار ته په ارزښت د نه قائلېدو له کبله ډېر لوی تاوان کړی دی، عزت، دبدبه، رعب، شان و شوکت او د ټوټه ټوټه اسلامي امت د عزت ستره نښه؛ اسلامي خلافت مونږ د همدې انانيت له کبله له لاسه ورکړی دی، ځکه چې زمونږ د خلافت په وړاندې هيڅ بهرنی کوښښ تر هغه بريالی شوی نه دی، تر څو پورې چې ورسره زمونږ له کوره يو داسې څوک چې تر ډېره د انانيت په ناروغۍ روږدی وو، يو ځای شوی نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې زموږ د زرين تاريخ يوه برخه کې بيا پلرونه خپلو زامنو، استاذان خپلو زده کوونکو او مشران خپلو کشرانو ته د دغه خوی په خلاف روزنه ورکوي… د يرموک په جګړه کې چې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په خلافت کې ترسره شوې ده، درې تنه مجاهدين په ډېر سخت حالت کې د جګړې په ډګر کې په داسې حال کې پراته وه، چې ډېرو زخمونو بې تابه کړي وه، تاريخ دغه درې تنه په حارث بن هشام، عياش بن أبي ربيعة او عکرمة بن أبي جهل رضي الله عنهم سره يادوي، حارث رضي الله عنه د څښلو له پاره اوبه وغوښتې، کله چې هغه ته اوبه راوړل شوې؛ نو عکرمه رضي الله عنه ورته وکتل؛ حارث رضي الله عنه وويل: هغه (عکرمه رضي الله عنه) ته اوبه ورکړئ.
کله چې عکرمه رضي الله عنه ته اوبه نږدې شوې، عياش رضي الله عنه ورته وکتل، عکرمه رضي الله عنه عياش رضي الله عنه ته د اوبو د ورکولو امر وکړ، کله چې اوبه ورکوونکی عياش رضي الله عنه ته نږدې شو، وېې ليد، چې روح ېې سپارلی دی، کله چې د هغه لومړنيو دوه ملګرو ته راغی؛ نو هغوی هم وفات شوي وه…
يو ځل عبد الله بن عمر رضي الله عنهما خپل پلار؛ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته چې د وخت خليفه وو، شکايت وکړ او ورته وېې ويل: ای زما خوږ پلاره، اسامه رضي الله عنه ته دې څلور زره او ماته دې درې زره درهم له بيت المال څخه مقرر کړي، دا په داسې حال کې چې د اسامه رضي الله عنه پلار (زيد رضي الله عنه) له تا څخه غوره نه دی او په خپله اسامه رضي الله عنه له ما څخه غوره نه دی.
حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په ځواب کې وويل: تا مناسبه خبره ونه کړه، يقينا د اسامه پلار ستا له پلار څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډېر ګران وو او په خپله اسامه له تا څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډېر ګران وو…
په پورته کرښو کې د دوه ډوله خدايي عسکرو انځورونه دي، يو انځور کې د ايماني لښکر ځينې سرښندوونکي د ځنکدن په تر ټولو سختو شېبو کې هم په خپل ځان نورو ته غوراوی ورکوي او په بل انځور کې د ايماني صف يو لوی مرشد د خپل محبوب زوی يوه اشتباه په ډېر ښه شکل سره ځوابوي او ورته ښايي، چې له اناني تصور سره د دوی څومره ورانه ده؟
دا د صحابه کرامو رضي الله عنهم له ځانګړنو څخه ګڼل شوی صفت دی، چې هغوی په خپلو کې لکه د وروڼو داسې وه او دغه وروري ېې هم د رحمت، مينې او شفقت په ټولو اصولو ټينګه درېدلې وه.
زمونږ د ننني دعوتي بهير دغه ستونزه ده، چې مونږ د خپلو سلفو تګلاره په نورو اړخونو کې هم پرېښې؛ خو د يوبل د زغملو او د يوبل کار ته په ارزښت کتلو په اړخ کې مو بيا ډېره ورته شا کړې ده، د فروعي فقهي اختلافاتو په شتون کې هماغه امامان چې د اسلامي فقهې مدونين ګڼل کېږي، په خپلو کې د مينې، متقابل احترام او ايثار ډېر خواږه تعاملونه لري، چې دا نو بيا د اوسني او پروني فقيه توپير له ورايه څرګندوي… هلته چې استاذان خپلو ځانونو ته دوا پلورونکي او خپلو زده کوونکو ته د طبيبانو خطاب کوي او يا هم يو لوی امام د يو بل لوی امام د زيارت تر څنګ د هغه فقهي نظر عملي کوي، اګر که دده نظر د هغه د نظر برعکس وو…دا ټول په دې دليل دی، چې زمونږ سلف ددغې ستونزې ښکار شوي نه دي؛ خو ولې «خلف» بيا تر ستوني پکې په غرقېدو دی.
په خواشينۍ سره نن د ډېرو مسلمانو مبارزينو استعدادونه او خوځښتونه د مسلمان صف او يا اسلامي جريان د ضعيفولو او يا بدنامولو په لاره کې مصرفېږي، ډېرې غونډې، ناستې او خوځښتونه په دې تکل وي، چې د يوه مسلمان فرد او مسلمان جماعت ستونزې د اصلاح په نيت نه، بلکې د فساد په نيت له نورو سره شريکې کړي، چې نور ترې نفرت وکړي او ځان ترې وساتي…
د شر القرون په اوسني وخت کې به څوک له ګناه معصوم وي؟! خو تر ټولو بده داده، چې مونږ په وړو وړو غلطيو د نورو ټولې ښېګڼې هېرې کړو، وړې بدۍ ېې ډېرې سترې وښايو، خپل کار ته په درنښت او ارزښت قايله شو او د نورو کار چې شايد له مونږ به الله تعالی ته ډېر محبوب وي، هيڅ وګڼو او يا ېې سپکاوی وکړو… زمونږ صوفي قائد؛ عبد الرحمن بابا څه ښه وايي:
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خـــــــپل ټـــــــــټو او د بــل آس به برابر کړې
دا ډېره بده ده، چې مونږ يوازې ځان پالي شو، خپله عادي خبره هم راته د کاڼي کرښه ښکاري؛ خو د نورو د کاڼي کرښې راته عادي خبرې ښکاره شي… دا هم بده ده، چې مونږ د نورو په اړه يو اړخه قضاوت وکړو، چې يا ېې ښه او بد ټول ښه وګڼو او يا ېې هر څه بد وګڼو… دا ټول ښه خويونه نه دي او د اوسني وخت ويښ دعوتګر بايد ورته متوجه شي، چې زمونږ غېږه بايد د اوسني عصر هر مسلمان ته په ورين تندي خلاصه وي، له مؤمن سره مينه، د هغه د مثبت فعاليت تشويق او متقابل احترام، د يوبل زعمل او د يو بل د زغملو ارزښت درکول هغه اړتياوې دي، چې نننۍ زمانه ېې مونږ ته زمونږ په وړاندې ږدي.
کله چې انانيت ورک شي، بيا به نو اجتماعي مصلحت په فردي مصلحت مخکې وي، بيا به نو د خلکو ترمنځ ډېرې لانجې او کشالې ځکه هوارې وي، چې کومه اړتيا به ېې نه ليدل کېږي، بيا به نو مينه وي، يوه پاکه ټولنه به وي، هر څوک به د بل شتون د ځان په څېر ضروري ګڼي، د بل خدمت، منډه ترړه به ورته له خپل خدمت او منډې ترړې کم نه ښکاري، بلکې شايد ډېر کله ځان کمزوری وګڼي، مګر تر ځان کمزوری ورور هم له ځان قوي معرفي کړي، چې په دې کار سره به ېې له يوه اړخه د خپل نفس د تکبر مخه نيولې وي او له بل لوري به ېې يو خپل ورور تشويق کړی وي او د نېکۍ په لور به ېې له هغه سره لاسنيوی کړی وي.
انانيت يوه داسې ستونزه ده، چې اسلامي حکومت ېې له منځه وېوړ، اسلامي خلافت ېې نسکور کړ، د اسلامي نړۍ پرتم او عزت ېې ختم کړ… نو ته ووايه، کله چې دومره کولای شي، آيا اسلامي دعوت به ړنګ نه شي کړای؟!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *