
دعوتي قيادت!
مولوي وقايت الله «وقار»
نړۍ د ځنګله په څېر ده او لکه څنګه چې په ځنګله کې هر ډول حيوانات اوسيږي، دغسې په نړۍ کې هم بېلابېل ډوله انسانان ژوند کوي، چې انسان هم په واقعيت کې د حيوان يو ډول دی.
د چارو په اړه د مشر او کشر ګومارنه يو طبيعي اصل دی او هلته چې بشر لاډېر متمدن هم نه و، که تاريخ يې راوڅپړل شي؛ نو بيا هم هلته مشر او کشر معلوم و، په يوه نه يوه شکل اداره، مشري او قاعده موجوده وه، هغه بېله خبره ده ،چې لکه د نن هومره لوايح شايد موجود نه و او دا ځکه چې کاغذ پراني خو د نن ځانګړتيا ده، که ګټې يې تر شا شته؛ نو تاوانونه هم ورسره دي.
د ادارې د علم اوسني پوهان په دې آند دي چې هر انسان په خپل ژوند کې مدير دی، هغه ځانګړې اداره او اصول لري او ډېره ممکنه ده ،چې دغه کس دې لاتراوسه په دې پوه هم نه وي او نه دې د خپلو اصولو او لوايحو په اړه ځير شوی وي؛ خو دا خبره تقريباً ټولو منلې چې د هر چا د ژوند دايره د هغه د ادارې برخه ده، هغه ته ښايي چې اوس څنګه تعامل ورسره کوي؟ د بريا لوري ته يې بيايي او که د ناکامۍ په طرف ېې وړي؟
له دې ور آخوا ځينې شېبې داسې دي ،چې هغه د ټولنې له ټولو ښکته طبقه هم ورته متوجه ده، چې هغه اداري شېبې دي، که څوک پکې مشر وي، مدير ګڼل کېږي او که څوک يې د رعيت په حيث وي، د قاعدې خطاب ورته کېدای شي، دغه اداره په لويه کې قيادت او مشري هم نومولی شي.
د ادارې، مدير او قاعدې په اړه بېلابېلې نظريې شته، ځکه د هر چا موخه ترې جلا ده، هغوی چې له دغه جوړښت څخه يې هدف يوازې ماديات وي؛ نو د هغوی ټول لوايح په دې راڅرخي چې څنګه وکولای شي خپلې شته مادي لاس ته راوړنې وژغوري او لايې وغځوي؟ ځينې بيا داسې دي چې يوه اداره ېې د دې په خاطر تش په نامه سره تشکيل کړې وي چې د خلکو مخ ورته راوانه وړي، نور نو هلته که لوايح ليکل شوي هم وي، هغه د کاغذ پر مخ پاتې وي، دا چې په هغه ځای کې يو کس ډېره قرباني ورکوي؛ نو يوازې د هغه د ديکتاتورۍ راج پکې چلېږي او دا نور غريبان لکه د بې ارزښته مزدورانو پکې خپلې ورځې او شپې سبا کوي.
کېدای شي دا به نو ډېره اسانه وي چې موږ د يوې وړې کورنۍ مثال هم وړاندې کړو، هلته په عامه توګه پلار د کورنۍ مدير او قايد وي، د مور په شمول د کورنۍ ټول افراد د خپل ارزښت او کار په اندازه د ژوند پر مزل بوخت وي، دلته ،نو پلار چې د کور مشر دی، مدير دی، آمر دی، په اسانۍ معلومېږي ،چې د خپلو کارونو په ترسره کولو، له خپلې کورنۍ، نورو ګاونډيانو او خپلوانو سره په تعامل کې څه ډول تګلاره لري؟ آيا محض ديکتاتور دی؟ که نه، ټول تعامل يې په خپلو مصلحتونو ولاړ دی، که د مقابل لوري د مصلحتونو قرباني دی، مشري يې په هوښيارتوب او عاقلانه دريځونو ولاړه ده او که نه، هسې احساساتي سړی دی؟!
لکه څنګه چې د يوې وړې کورنۍ مشري د قوي هوښيارۍ، عقل او مسئولانه دريځ نيونې غوښتنه کوي؛ نو دغسې د ټولنې په کچه هغه مشرۍ چې د ټولنې په لويه برخه يې اغېزه پرېوځي، له دې څو چنده زيات د عقل، هوښيارتوب او مسولانه موقف نيولو تقاضا لري.
په عامه توګه انسانان داسې دی، چې له مادياتو ژر متأثره کېږي، خو د معنوياتو اغېزه پرې ډېره قوي وي، له همدې کبله که چېرته زموږ يو عادي مشر هم په خپل تعامل او ټولو تصرفاتو کې سالم دعوتي تعامل او اداري تعامل دواړه سره ګډ کړي او بيا د ټکر په ځينو خاصو مواردو کې لومړيتوب دعوتي تعامل ته ورکړي؛ نو لرې نه ده ،چې ټولنه به داسې وپييل شي چې ړنګول به يې بيا د هر هغه او دغه کار نه وي.
دعوتي قيادت په حقيقت کې هماغه دی چې ټولې چارې، فعاليتونه او تصرفات يې د شورا اصل ته په پوره پاملرنې او د اشخاصو په متقابل احترام ولاړ وي، د نن او سبا په اړه پکې پوهه موجوده وي، له تر لاس لاندې وګړو سره پکې ښه اخلاق او صميمانه اړيکې وي، د هغوی د چارو او حتی شخصي لومړيتوبونو په هکله د همکارۍ د روحيې ايجاد وي، د نقد په ځای کې سالم نقد او د تشويق په ځای کې مناسب تشويق وي.
د دعوتي قيادت له ټولو لويه ځانګړنه داده ،چې دلته قايد ځان ((مشر)) نه ګڼي، بلکې ځان يو ملګری او فرد حسابوي؛ خو کار له ټولو زيات کوي او د مسئوليت احساس يې له نورو زيات وي، دلته دا ډېر پېښېږي چې د فضيلت ځای ته دې له قايد پرته نور څوک د قايد په امر وړاندې شي او د مسئوليت سختو شېبو ته دې قايد په خپله ورمخکې شي.
دعوتي قيادت وېښ وي، هغه د خپلو مامورينو شتون هومره مهم ګڼي، لکه د يوه وجود لپاره چې اندامونه څومره ارزښتمن دي، له همدې وجې لکه څنګه چې د يوه اندام په ناروغۍ سره د هغه دښمني نه کېږي، دغسې د يوه فرد په کمزورۍ او ناغېړۍ سره له هغه سره د مقابلې صف نيونې هڅه نه کېږي، بلکې له هغه سره مينه کېږي او په مينه او حکيمانه تعامل بېرته خپل اصلي مسير ته راوستل کېږي.
هغوی چې ((وچ اداره چيان)) دي، لږ دې د دعوتي ادارې خوند وڅکي، باوري يم چې بيا به نو دا دومره زياتو لالهانديو ته اړتيا نه وي، کله چې کشر ته دا روحيه ورکړل شي، چې ستا دا کارونه دي، دايې ګټې دي او له تا پرته يې بل څوک ستا په څېر نه شي ترسره کولی، دغو خنډونه ستا پر شخصيت ګوزارنه دی او ته ترې ځان ساته او په عملي توګه ورته مشر هم په دغه ټولو لوريو کې نمونه شي، بيا نو که مشر نه هم وي، کشر به خپل خپل کار مخ په وړاندې وړي او په دې سره به په ټولنه کې يو نوی د پرمختګ باب پرانيستل شي.
او که چېرته د آمر او مامور تر منځ تعامل ((وچ اداري)) وي، بيا، نو که لوی مدير موجود وي، مامورين به د هغه لپاره پر خپلو کارونو سربېره د اضافي ښو کارونو په ترسره کولو کې په منډه ترړه کې هېڅ بخل نه کوي، خو کله چې لوی مدير او مشر يې نه وي، بيا به نو هغه خپل اولني مسئوليتونه هم نه ترسره کوي، چې دا کار بيا د خپلمنځي بېلتون، بې باورۍ او خپګان سبب ګرځي.
په مشرۍ کې د دعوتي تعامل يوه لويه ګټه دا هم ده چې مامورين ځان له آمر سره بې تکلفه ګڼي، خپلې ټولې ستونزې له هغه سره شريکوي او که د انساني نيمګړتيا په وجه په آمر کې کومه نيمګړتيا وي، هغه هم ورته پرته له کوم ډاره وايي چې دا کار له يوه لوري د مامورينو په ساتنې کې مهم دی او له بل لوري د آمر او ټولې ادارې په پرمختګ کې غوښن رول لري.
کله چې هم مشر له کشر سره يوازې توند تعامل ددې په خاطر کاوه چې مشر په دې سبب خپلې ستونزې پټې کړي او ځان له کشر څخه په هره توګه غوره وښيي، دغه مشري مشري نه ده او دغسې کشر بيا د څو شېبو کشر وي، که يو وړوکی فرصت هم ورته پيدا شي، چې له دغه ځايه پښې سپکې کړي، نو په هيڅ صورت دلته نه پاتې کېږي، دا هغه تجربه ده چې سترګو ليدلې او زړونه ېې په اړه ګواهان دي.