
!دجدې شپږمه / تکه توره ورځ
امین وردګ
شپږم د جدې په افغانستان کې یوه له هغو تکه تورو ورځو څخه ګڼل کیږي، چې غلیظې تیارې یې تر اوسه هم د لمر وړانګو ته د مستقیم سیر او نفوذ اجازه نه ورکوي.
توره ورځ، چیچلې ورځ او د ژمي یخه کرخه ورځ؛ اوف خدایه پاکه! همغه ورځ چې زموږ ګران ټاتوبی پخواني شوروي اشغال کړ او په دغې ورځ یې په لسګونو زره سره فوځیان راوستل.
شپږم د جدې دلته داسې اورونه وشیندل چې اوس یې لا هم بڅرکي بلیږي.
د ۱۳۵۷ ه ل کال د جدې پر شپږمه ببرک کارمل له سل زرو زیاتو سرو روسانو سره یو ځای د حیراتو پر بندر را واوښت، حفیظ یې په دارالامان ماڼۍ کې وواژۀ او د حکومت واګې یې په لاس کې واخیستې.
کارمل خپلواک نه ؤ بلواک ؤ! هغۀ یو کار هم پرته د روسانو له مشورې څخه نه شو کولی او نه یې کولو.
روسانو دلته داسې د بشر ضد جنایات وکړل چې ټول انسانیت ترې شرمیږي.
روسانو د سیمې او نړۍ په سطحه مرموز اهداف لرل چې تر اوسه هم څوک سم نه پرې پوهیږي ، مګر په ټوله کې یې غوښتل چې ګرمو اوبو ته ځانونه و رسوي او د فارس خلیج په هرموز تنګي کې د ناټو پر وړاندې دفاعي سنګر جوړ کړي.
بلې! روسان اوس هم د خلیج له هېوادو سره په ډاډه زړه تجارت نشي کولی، بلکې هر څه چې هلته کوي، خامخا به د غرب تر نظر تیریږي! چې دغه موقف د روسیې لپاره ډېر لوی سر درد جوړ دی او تل د دوی استراتیژیک اهداف جلنجوي؛ نو له همدې امله دوی هغه مهال غوښتل چې مستقیماً له فارس خلیج څخه خپل ترانزیټ د ایران + پاکستان او افغانستان له لارو روسیې ته داخل کړي؛ یانې د روس هدف یوازې افغانستان نه! بلکې پاکستان او ایران هم ؤ!
جګړه معلومه وه چې د هرموز په تنګي او د واخان په تړانګه کې به روس او امریکا یو له بل سره ښکر په ښکر کېدل؛ خو دا چې افغانانو ته د روس نیغ تېری ښه ښکاره نشو ځکه یې تبرونه، بوتل، لرونه پسې راواخیستل او تر باغو یې واړول.
افغانانو هغه مهال د لانجمنې سیاسي او جغرافیایي قضیې ټولو ابعادو ته نه کتل او نه دقیق خبر وو چې اصل کې جګړه څوک او څوک سره کوي؟ خساره به چاته رسیږي او ګټه به یې څوک وړي ؟ دوی فقط را ووتل او دا اعلان یې وکړ چې: په خپل کور، کلي او کوڅه کې پردي نشو زغملای؛ خو افسوس چې هغه مهال یې د غربي ښامار شیطاني موقف او د پسه په پوستکي کې ښکار درک نشو کړی.
د افغانانو جرئت او جذبات چې کله امریکا ولیدل، نو پر عربو یې غږ وکړ چې: راشئ! اوس مو د لومړۍ دفاعي کرښې لپاره سرتیري پیدا کړل، ګواکي سپین چیکونه مه سپموئ! افغانان له خپلو وینو تېر دي.
اصل کې دوی زموږ په احساساتو او جذباتو کې فقط خپلې ګټې لټولې.
لنډه یې دا چې د افغانانو سینې شوې او د دواړو خواؤ غشي! تر دې چې روسان مات او په تېښته شول.
له ماتې وروسته یې د خټې پزه جوړه کړه، ځکه چې ډاکټر نجیب یې پر تخت کېنولو، هغه هم له کلک مقاومت وروسته ماتې وخوړه او مجاهدین کابل ته ننوتل، خو ډاکټر نجیب د بین الملل دفتر ته پناه یوړه.
مګر کله چې د مجاهدینو مختلفې او مخالفې لښکرې کابل ته لاړې ، نو په لنډ وخت کې یې ځینو یو پر بل ګذارونه پیل کړل، تر دې چې کوڅه پر کوڅه او دروازه پر دروازه جګړې شوې، ښارونه وران او عفتونه باد یووړل؛ افغانی غرور مات او د بریا تاریخي موقف خاورې شو.
په کابل ښار کې ځینو جنګسالارانو تر شپېته زره زیات ښاریان ووژل، ځینو یې هلکان و تښتول، جینکۍ یې بې پته کړې، رقص مرده یې خلکو ته وښود، د عامو خلکو کورونه یې چور کړل، بیت المال یې په مکمله توګه لوټ کړ او… مطلب دوی داسې کارونه وکړل چې انسانیت اوس هم ورته خجل دی.
غرب تر هغې د عربو سپین چیکونه ورکول چې کابل او نور ښارونه یې سم پرې لوټ او کنډوالې کړل، خو کله چې هغه پیسې پرې قطع شوې نو دوی بیا نه پر بیت المال صرفه وکړه او نه هم د عامو خلکو پر شخصي اموالو او املاکو.
د دوی د وحشتونو له لاسه د (ناهید) په توګه ډېرو نجونو د خپل عفت ساتنې په پار له لوړو پوړونو څخه لاندې ځانونه راوغورځول او خپل هډوکي یې له پت څخه نثار کړل.
هوکې! د لویو ښارونو په ورانولو کې زیاتره برخه د حکمتیار او مسعود وه، چې له یوې خوا سره یې پخواني خلقیان او له بلې سره یې پرچمیان و درېدل.
د جدې دغه توره ورځ موږ ته سخته ګرانه تمامه شوه؛ ځکه چې ملک مو پکې وران شو، شاوخوا یو نیم میلیون وګړي مو شهیدان شول، ملي شتمنۍ مو یومخ لوټ شوې، سلګونه کلونه یې له عصري تمدن څخه شاته ټېله کړو، په تاریخي لحاظ یې وځپلو، کلتور مو یې تخریب کړ، تبعیض یې وزیږاوۀ، په دیني او عقیدوي بُعد کې یې تجزیه کړو او… لنډه یې دا چې ټولې ناخوالې موږ ته همدغې بدمرغې ورځې راوړې؛ الله یې دې بیا نه راولي.
خو اوس چې الحمدلله خپلواک شوي یو، نو راته پکار ده چې له فرصته ګټه واخلو، لاسونه سره ورکړو او د سنبلې د نهمې قدر قیمت وپېژنو ، کار یې اهلو ته وسپارو او دا نور یې اطاعت وکړو.
راځئ چې ځانونه له طعنو وساتو، زده کړې وکړو، یو بل ته سره تېر شو او ځانونه د نورې نړۍ سیال کړو.
راځئ چې له هېواد سره مینه وکړو، جوړ یې کړو او حیثیت یې وساتو.