
په تاريخ کې اسلام ته درې سترې صدمې!
حسان مجاهد
يو وخت مسلمانو پوهانو د اختراعاتو او چاپ داسبابو په نشتون کې زيات کتابونه وليکل او د انکشافاتو، معلوماتو او تحقيقاتو لويې ذخيرې(کتابتونونه) يې په ډيرو هڅو سره راتلونکو نسلونو ته برابر کړل. خو کله چې مسلمانان د خپل عيش او هوس له امله له خپل دين څخه غافل شول؛ نو کفارو دمسلمانانو له غفلت څخه په ګټې اخيستو؛ د اسلام بېخ کيندنې ته نوره هم پاملرنه زياته کړه او داسلام د تخريب په موخه يې له ډېرو لارو کار واخيست، خو د کفارو يوه داسې کړنلاره، چې په نتيجه کې يې اسلام ته درې سترې صدمې ورسېدې، هغه ددغو اسلامي کتابونو سوځول او دځمکې له مخه له منځه وړل و.
۱_ وحشي تاتاريانو يوازې د بغداد په «دجله» نومي درياب کې دومره کتابونه واچول، چې تر څلويښتو ورځو پورې د درياب اوبه دکتابونو له رنګ(سياهۍ) څخه تورې ښکاريدې.
۲_ د غرناطې د سقوط پر مهال (کارډ نيل کيسې ملنس) په ښار کې دهر عربي کتاب دسوځولو امر وکړ او په (باب رحلت) نومي ميدان کې دمشهور قول له مخې(لس لکه اويا زره کتابونه) وسوځول شول، تاسې فکر وکړئ چې ددې اندازې له مخې به په ټول اندلس کې دعلم څومره سرمايه ضايع شوې وي؟!
۳_ د صليبي جګړو پر مهال هم اسلامي کتابتونونه دکفارو هدف وګرځيدل، د طرابلس مشهور کتابتون (بنو عمار) څخه پرته د بيت المقدس، عسقلان، غزې او معره ښارونو ډير کتابتونونه وسوځول شو، دمؤرخينو له قوله .. طرابلس کې چې دمختلفو کتابتونونو کوم کتابونه وسوځول شول؛ شمېر يې (ديرش لکه) ته نږدې کيږي، چې په دې سره د علم او دانش له لويې سرمايې څخه مسلمانان محروم پاتې شول. مأ خذ: (اسلاف کے طالب العلمانہ زندگي) ص 48
ترڅو چې په اسلامي ټولنو کې ديني کتابونه موجود وي؛ تر هغه وخته مسلمانان هم په خپل دين ښه خبر وي او هم په هيڅ صورت پردي کلتور او تهذيب ته غاړه نه ږدي؛ ځکه نو کفارو هميشه هڅه کړې ده چې مسلمانان له ديني کتابونو څخه بې برخې پاتې کړي. په نن زمانه کې هم کفارو ځوان نسل ته داسې فتنې را مخته کړې چې ځوان نسل يې دديني کتابونو له مطالعې سره په پراخه پيمانه نا بلد کړ لکه سريالونه، ډرامې، عشقي کتابونه، ناولونه، داستانونه او داسې نور…. د يو عرب عالم په خبره په عربو کې دکتاب نه لوستني سلنه ۷۹٪ نهه اويا ده. په دې برخه کې ډير مسئوليت علمي قشر ته راجع کيږي، دوي بايد د معاصرو فتنو مخه ونيسي او دديني کتابونو له مطالعې او لوست سره دځوان نسل اړيکه غښتلې کړي.