
بې پلوه مدبرانه بهرنی سياست؛ روښانه راتلونکې
ميا هدايت الله محمدي
لا به ډېر ګلونه وشي په دې باغ کې
د ګلــزار د غـــوړېــدلـــو يې أغاز دى
په دې وروستيوکې د چين حکومت له اسلامي امارت سره د اړيکو د پياوړتيا، بيارغونې او د دواړو هېوادونو تر منځ د ښه اعتماد د رامنځته کولو په پار خپل سفير کابل ته راوليږه او د خوښۍ خبره دا چې د سفير باور ليک رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند ومانه.
د اسلامي امارت له حاکميته تر اوسه موږ د ډېرو مثبتو او ښو خبرونو شاهدان يو، اوس په دې هېواد کې د يوه نوي او روښانه راتلونکي څرکونه درک کېږي. اوس کلي امن، ښارونه امن، کور او کوڅه امن، مال او ناموس امن، فضاء ګلورينه، باروت ختم، د پرديو زور، فرمايش او ازمايل ختم، د لنډغرو ټغر ټول، واک او اختيار خپل، صلاحيت او فيصله خپله، خاوره او فضاء خپله، برګ کتل، ځورول، حق خوړل، تېري او بالاخره وينه تويول ختم شول.
اوس له هرې سيمې څخه د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ خبرونه اورو، د هر هېوادوال همدا ارمان او هيله وه چې خداي دوي ته په خپل ژوند کې د افغانستان خاوره د امن او سوکالۍ سبب وګرځوي، پر موږ د دې اللهي لورېينې لمانځنه او ساتنه لازمه ده او دا اللهي نعمت بايد په عمل کې هم ثابت کړو.
نن به په رښتيني توګه د افغانانو او افغانستان دښمنان وارخطا وينو، هغه دښمنان چې دوه وېشت کاله يې د افغانستان په خاوره او فضاء نړيوال خونړۍ ځواکونه مسلط کړي وو او په هر سټيج به يې د افغانانو په برخليک بولۍ کولې.
د اسلامي امارت د رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند له لوري د چين د سفير باور ليک منل، يو له ښو او مثبتو خبرونو څخه دي، چې له ځان سره موږ افغانانو، د اسلامي امارت مخالفينو او نړۍ ته د لويو هيلو او روښانه راتلونکې تر څنګ ځينې ځانګړي پيغامونه هم ځلوي.
لومړي خو پر موږ لازمه ده چې د دې سپېڅلي نظام د ساتنې، پايښت او پرمختګ له پاره شپه او ورځ د همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړو، د يووالي او اتحاد لاسونه ورکړو او د پرديو مغرضو هېوادونو له شومو موخو او ناوړه غوښتنو څخه ځانونه وساتو.
د دې تر څنګ پر موږ دا هم لازمه ده چې خپلې تجربې، لاسته راوړنې، تحليل، سلا او مشورې په پوره لېوالتيا له مسئولو چارواکو سره شريکې کړو او په خپل کاري محيط کې هم ورڅخه کار واخلو، هغه وخت چې د اسلامي امارت په پاکو او منظمو صفونو کې د نه ستړي کېدونکي عملي مسلحانه جهاد جلب او جذب او سرښندنې ته اړتيا وه، نن په هماغې بڼه هماغسې خوله او ستړيا بايد د دې نظام د پايښت په پار تويې شي او د دې مظلومو هېوادوالو له پاره په هره برخه کې د ښيرازۍ، سوکالۍ او سهولتونو اسباب برابر کړو.
دا ورځ د اسلامي امارت مخالفينو ته چې اوس مهال په پرديو هېوادونو کې خورا د سرټيټۍ او سرکوزۍ شپې ورځې تېروي او وخت ناوخت په خپلو پيغامونو کې د کورنۍ جګړې، تاوتريخوالي او کړکيچ ګواښونه کوي، دوي ته هم د يو روښانه او زرين فرصت باب پرانيزي، هغه دا چې اوس د دې وخت را رسېدلي دي چې مخالفين دې د دښمن له ناولو او خونړيو منګولو ځانونه وژغوري او د دې سرتاسري بښنې له چانس څخه دې ګټه واخلي، د خپل جنتي وطن او خپلو خلکو په منځ کې دې د عزت ژوند اختيار کړي، موږ پوهيږو چې په بهرنيو هېوادونو کې د سياسي چارواکو د اوسېدو حيثيت څه ډول وي؟ که دوي اوس هم د افغانستان د ټوټه کېدو او د دې درنو ولسونو د پاشلو نيت او هوډ لري؛ نو دا لويه تېروتنه کوي او دا تېروتنه به دوي له يوې ناولې خاتمې سره مخ کړي.
څوک چې ځان افغان بولي او په دې وطن يې يو ذره قدرې هم زړه خوږيږي، هغوي ته لازمه ده چې نور دې په دې خاوره کې د اور بلولو اراده نه کوي، موږ دوه ويشت کاله لويې ناخوالې وليدلې او د همدغو ناخوالو او زخمونو د درملنې له پاره دا دي د اسلامي امارت خواخوږي مشران شپه او ورځ کار کوي، ترڅو شل کلنې ناخوالې، تربګنۍ، د ولسونو تر منځ د نفرت د شيندل شويو تخمونو خنثاء کول او په سيمه، ګاونډ او نړيوال سټيج باندې د افغانانو او افغانستان د حيثيت او وقار بيا را ژوندي کولو باندې کارونه کوي. ښه به دا نه وي چې د همدې رښتينو او بې غرضه مشرانو تر څنګ ودريږئ او د اسلام د دښمنانو او د افغانانو د دښمنانو شيطاني او طاغوتي زړونه پړک وچوئ! دا کار به مو د دنيا او آخرت له کاميابيو سره مخ کړي.
د چين، ترکيې، پاکستان، ناروې، قطر، ايران، روسيې، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، اذربايجان، قرغزستان، د نړيوالې ټولنې،د اسلامي همکاريو د سازمان او حتي د هند د هېوادونو استازي او سفيران افغانستان ته معرفي کېږي او نړي ورځ تر بلې له اسلامي امارت سره د اړيکو پر پياوړتيا او بيارغونه کې د نږدې کېدو هلې ځلې کوي او د امرېکا په شمول اوس ټوله نړۍ د اسلامي امارت دوه کلن کامياب حاکميت ته ګوتې په غاښ کېږي؛ نو کله چې نړۍ د اسلامي امارت سره د جوړجاړي او اړيکو د رغېدو هڅه کوي او له دې زرين فرصت څخه د ګټې اخېستلو په پار غواړي چې په افغانستان کې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي، خپلې سياسي او فرهنګي اړيکې ورسره پياوړي کړي او دلته د يوه روښانه راتلونکي او سوکاله افغانستان په پار سترې پانګونې وکړي؛ بيا نو پر ټولو افغانانو لازمه ده چې د يووالي لاسونه ورکړو او له بې اتفاقۍ، بدبينۍ، نفرت او خودخواهۍ سره د تل له پاره خداي پاماني وکړو.
په پاي کې يوه يادونه او ځانګړې مننه له خپلې دعا سره مل د اسلامي امارت د بهرنيو چارو د وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي په اړه لرم، واقعاً چې په اوسني وخت کې د هېواد يو ځيرک، پوه او د سيمي او نړۍ په نبض بلد شخصيت دي، افغانانو ته په دې دوه کلنه دوره کې د ده له مدبرانه سياست څخه لويې فايدې ورسېدلې او لا هم ور رسېږي.
د افغانستان ګاونډيان، د سيمې هېوادونه او نړيواله ټولنه يې خپل سياسي بصيرت او ښې ډيپلوماسۍ ته ګوته په غاښ پاتې دي، نن چې موږ په بهرني سياست کې بريالي يو، نن چې افغانۍ د ډالرو او نورو پيسو په مقابل کې لوړه روانه ده او د انفلاسيون له رنځ څخه خلاص يو، دا د يوه ښه مدبرانه بهرني سياست او بې پليتوب پايله ده.
موږ د چم او ګاونډ په هېوادونو کې د اقتصادي ناوړه حالت شاهدان يو، هغه هېوادونه چې د لويو نړيوالو اقتصادي پوهانو او بې مثله پرمختګونو ادعاوې کوي او خپل ځانونه ورته د نړۍ په کچه په هر لحاظ پرمختللي برېښي، د هماغو هېوادونو وګړي ګورو چې له بد اقتصادي وضعيت او د خرابې سياسي پاليسۍ له کبله يې غږونه اسمان ته ورسېدل، ګرېوانونه يې تر لمنو پورې وشکېدل او حتي دومره وارخطا شوي دي، چې وخت ناوخت د خپلو بامونو واورې هم پر افغانانو را اچوي، دا د دوي د ضعيف، سوليدلي او معيوب بهرني سياست پايله ده.
موږ لله الحمد په دې برخه کې له ښه مدبر او ځيرک شخصيت څخه برخمن يو او د همدغه باوقاره شخصيت د اخلاص، صداقت او نه ستړي کېدونکو سياسي هلو ځلو په پايله کې به امرېکا او پاتې نوره نړۍ هم د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني او دلته به يو ځل بيا افغانان له ژوند څخه خوند واخلي، يو ځل بيا به دا خاوره او فضاء عطرينه او ګلورينه شي، موږ دا روانې هڅې، سياسي خوځښتونه او د سيمې او نړۍ د هېوادونو لېوالتيا او نږدې کېدل په نېک شګون نيسو او د بهرني سياست په ډګرکې ښاغلي مولوي امير خان متقي ته وايو چې:
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه؟
د يوه پرمختللي، پر ځان بسيا او سوکاله افغانستان په هيله!