
بنديزونه، پايلې او دلالتونه يې !!
محسن سعود
د اسلام له لومړيو وختونو او له متمدن اسلامه په را وروسته كې د اسلامي تمدن او د هغه د پاتې شونو او نښو نښانو په توگه ډېرې ناليدلې، نا اورېدلې، ناويلې او نالوستلې اسلامي امارت په خپل تاريخ كې په عملي بڼه تجربه او را تازه كړې او يا هم ورسره طبعاً را تازه شوې او تاريخ يې پرې هماغو وختونو ته په ور گرځېدو دی. هغه چې را تازه يې كړې؛ په ټوله كې د اسلام د لومړيو وختونو او متمدن اسلام د شهكاريو اود تمدن بنسټونه او اساسي برخې وې او هغه چې ورسره طبعاً را تازه شوې؛ د عكس او ضد له ډلې يې وې چې د همدې ضديت پر مدار(تُعرفُ الأشياءبأضدادها)يې اسلامي امارت د اسلام له لومړيو وختونو او متمدن اسلام سره په پرتليزه اخيستنه كې خورا لوړ وځلاوه او پر تول يې پوره وخېږاوه. تاريخ ښيي چې د اسلام لومړيو وختونو او را وروستو كې په مستقيم ډول د باطل اهداف تر ډېره اشخاص وو او دا ځكه چې تر شايي د نامستقيمو اهدافو(اسلام او اسلامي ټولنې)د مدافعې استازولۍ په توگه په لومړي گام كې همدوی مهم وو چې د لږې بيې په پرې كولو يې او پرته له دې چې د گرد اسلام او اسلامي ټولنې د هرې پرېكړې ځانته-ځانته او هر فرد-فرد هو-بهو مزاحم او خنډ جوړېدو اړتيا پېښه او تر بريد لاندې ونيول شي؛ د همدوی له لارې يې په اسانۍ سره د يادو نامستقيمو اصلي اهدافو بنسټونه كمزوري كړي او بيا يې لاره ورته كړې وي، نو همدې اشخاصو ته به يې بدرنگي او بدنامي ور اړوله، خلكو ته به يې ترې كركه ور اچوله، هغوی به يې په اړه شكمنول، له دې لارې به يې د مسلمانانو په وړاندې فكري جگړه پراخوله او حقاني شخصيتونه به يې پر باطله ورپېژندل، همداسې رشخند به يې ورپسې كاوه، دروغجن به يې بلل، د لېونتوب نسبت به يې ورته كاوه، پر ناپوهۍ-بېلارۍ-شر اچونې به يې تورنول او داسې نور چې نامستقيمې هڅې وې، له دې ورهاخوا په مستقيم ډول به يې د رتبې-مال-واك پر لالچ له خپلې داعيې را گرځول او پر وهلو-ويشتلو، بندي كولو، شړلو، وژلو-ربړولو او د شتمني او خوړو پر كنگل كولو به يې گواښل او ډېر ځله به يې د جگړې او نورو په بڼه ډول-ډول بدني او رواني ربړونې وركولې او په دې ډول د اشخاصو له منځه وړلو وروسته بيا په مستقيم ډول اسلام او شعائر يې تر بريدونو لاندې نيول كېدل چې اوس په تاريخ كې دغه ډول لارې چارې د باطلو هڅو معيار او څرگندې نښې گرځېدلې او اسلامي امارت هم په خپل تاريخ كې زغملې او زغمي يې.
د اسلام لومړيو كې د احزاب جگړې له كفري ټلوالې را وروسته په بشپړ اسلامي تاريخ كې د اسلامي امارت او په ټوله كې د اسلام او اسلامي ټولنې په وړاندې د يوويشتمې پېړۍ صليبي ټلواله هماغې د احزاب ټلوالې په بېلگه او ورسره په پرتله كې بې ساري وه چې دا ځل يې د تبليغاتو او بنديزونه، فشارونه او تخريبي هڅو په بڼه سړې جگړې هم ملتيا كوله او په سيوري كې يې د مسلمانانو پر وړاندې فكري جگړه خورا پراخه شوه. ورپسې لومړی د دوحې تړون او ورته د اسلامي امارت ژمنتيا او بيا د امريكايانو+د ملگرو ملتونو او گڼو نورو نړيوالو سازمانونو او استازوليو په شكل چې په مذاكراتو، تړون او را وروسته كې يې د امريكايي لوري ترڅنگ د شاهد او نندارچي رول هم ترسره كړی؛ له تړونه د نړۍ سرغړونې او ورته نه ژمنتيا چې د ياد تړون د ماتولو په مانا دي؛ هماغه د حديبيې د سولې تړون په پرتله او بېلگه كې وړاندې كولی شو. د يوې بلې بېلگې په توگه تبليغات او ډول-ډول بنديزونه، فشارونه، ناوړه نومونه او گڼې نورې تخريبي هڅې يادولی شو چې په رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم، اصحابانو رضوان الله عليهم او ترې را وروسته جهادي سلف پسې نن پر اسلامي امارت او پر مشرانو يې هم ښودل شوي، په وړاندې يې دوام لري او اصلي هدف بياهم دلته د اسلامي شريعت او افغاني ټولنې(چې هر ډول وضعيت يې خپل وگړي څه چې آن گاونډ، سيمه، نړۍ او په ځانگړې توګه د اسلامي ټولنې وضعيتونه اغېزمنوي او ټكني كوي)ځپل دي چې عملاً يې هم ټول ويني.
د مېرمنو اړوند د اسلامي امارت پاليسۍ همدارنگه حدود-تعزيرات چې د ټولنې ژوند او اصلاح تضمينوي؛ د شريعت د نفاذ او وركې د ټولنې د مصلحتونو په غرض دي، نه د چا شخصي پرېكړې او گټې، كنگل شوې د افغاني ټولنې شتمني ده، نه د اسلامي امارت د كوم چارواكي، په ملگرو ملتونو كې د افغانستان څوكۍ د افغاني ټولنې د استازي له همدې حيثيت سره حق دی، نه د سهيل شاهين، د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د افغاني ټولنې د گټو او ملي ارزښتونو د خونديتابه په غرض د اسلامي امارت چارواكي سفرونه كوي، نه د ځان او كومې ډلې لپاره، رسميت پېژندنه د افغاني ټولنې د خوښې ملي حكومت په حيث حق ده، نه د هغې ډلې چې پر نوم يې بنديزونه وضع شوي، كه شريعت نافذېږي، له شتمنۍ كنگل ماتېږي-ملگرو ملتونو كې څوكۍ ترلاسه كېږي-بنديزونه لرې كېږي-رسميت پېژندنه را منځته كېږي-ډېر نور څه كېږي؛ افغاني ټولنه او افغان وگړي له كړاوونو-له هېواده تېښتې-پر قاچاقي لارو مرگونو-له نورو هېوادونو په زور شړنې او له هلته اسارته بېغمه كېږي او د بېړنيو پېښو په رامنځته كېدو سره له هغه ځايه د وتلو پر اسانۍ او لنډ وخت كې چانس پيدا كوي، نه نظام او چارواكي يې. همداسې ټول هغه څه چې اسلامي امارت يې د شريعت د نفاذ او د افغاني ټولنې د ښېرازۍ لپاره كوي، غواړي يې او چې پر خلاص لاس يې وس رسېدلی؛ عملي گامونه يې هم اخيستي او پرې ټولنې ته يې ځينې ښېرازۍ راوړې دي، خو امريكا او غرب بياهم د دوحې له تړونه په سرغړونې پر اسلامي امارت او مشرانو يې د بنديزونو په نامه مخه نيسي او خنډونه ورته را ولاړوي چې په خواشينۍ سره تر اوسه يې ټول زيان هم افغاني ټولنې او وگړو ته رسېدلی، همدوی ځپل شوي او نور نه پر نظام او نه يې هم پر چارواكو اغېزه لري، بلكې يواځي له نومه پر استفادې يې پر افغاني ټولنې او د هغې پر شرعي قانون باندې بنديزونه ثابت شوي چې اوس نظام+چارواكي هم ورسره همدغه وير ژاړي.
د شريعت نفاذ چې مسئله يې د ولس او نظام په واك كې ده؛ پرې پر بنديزونو سربېره په ښه ډول او هماغسې پر مخ روان دی لكه تر بنديزونو لاندې د اسلامي امارت چارواكي چې پر خلاص مټ خپلې چارې او ژوند پر مخ وړي، خو په نوم يې پر افغاني ټولنې د نړۍ بنديزونو، له هېواده يې د كدرونو ايستلو او پرې سربېره بيا هم د همكاريو په نوم دلته د سازمانونو او د هغو د فعاليت په بڼه د لاسوهنو له امله افغانانو ته ټول په كور دننه او بهر كړاوونه، اندېښنې او ستړې ستومانۍ راپېښې دي. د دغو تبليغاتي او فكري تخريبي هڅو په سيوري كې د اشخاصو له لارې د ټولنې او د هغې د قانون ځپل او له منځه وړل له دې امله هم يوه ننگونه كېدای شي چې د گوزار له اصلي هدفه پام د همدغه هدف پر سينه پروت ډال ته واړول شي او پر عام نظر همدا ډال هدف وپېژندل شي، خو چې په قصدي ډول او طبعاً هم پكې ټولنه او قانون يې زيان ويني يا يې اندېښنه را ولاړېږي؛ په وړاندې ډال شوي اشخاص پكې پړ وگڼل شي چې گنې هدف خو هغوی دي او اوس د ياد زيان لامل شوي، نو نه يواځې دا چې هدف پر خپل خونديتابه فكر او د هغه هڅه نه كوي، بلكې پرې د شوي گوزار په وړاندې خپل ډال په همدې گوزار كې پړ وگڼي چې دا د هدف او ډال تر منځ بې باوري او له دښمنه لا زيات اغفال را منځته كولی شي، خو دغه بزدلانه موقف نيونه يې كه د پايلې په توگه ننگونې لري، د پېلامې په توگه ځينې دلالتونه هم لري. دښمن پوهېږي چې نظام رښتونی ملي او چارواكي يې په ټولو سياستونو او پاليسيو كې خپلواك او د دې ملت استازي دي، نو ترمنځ يې د واټن را وستو همدغه لاره اټكل كړې ده چې د نظام او چارواكو په نامه بنديزونو هدف ټولنه-هېواد-قانون وگرځول شي او د هغو په نامه دغه وځپل شي. دا چې دغه هدف ټوله افغاني ټولنه را نغاړي او هغه د نظام پر سر ورته زړه نيسي؛ تر ډېره د نظام كورني مشروعيت، ټول شموله كېدو او دا چې د خلكو او ټولنې د خوښې نظام دی او خپله كورنۍ مسئله ده؛ په اړه پوښتنې ځوابوي.