لیکنې

باور او وجاهت د جهادي خوځښت او اسلامي نظام يو مهم بنسټ !!

محسن سعود
په وروستيو كې د اسلامي امارت ځانگړو قطعاتو لخوا د فتنه گرو خوارجو پر پټنځايونو د عملياتو پېښې زياتې شوې دي چې په خورا كره توب او ستره توب سره پر ترسره كولو يې د عامې مرگژوبلې شونتيا هم له منځه تللې او دغه اندېښنه او وېره له زړونو وتلې ده، خو بياهم پر لانگان هوټل، پاكستاني سفير، هوايي ميدان قراول او د بهرنيو چارو وزارت ته پر غځېدلي سرك رامنځته شوې پېښې چې پكې زياتر عام وگړي پر نښه او مرگ ژوبلې پكې ورته واوښتې؛ خواشينونكې وې. دا چې د دغو فتنه گرو تر بريد لاندې راغليو او نيول شويو تنانو يې ښودليو مالوماتو پر بنسټ په نښه شوي اهداف له پخوا په ډېر توپير او تغير كې دي چې پكې زياتر عام ولسي او ځانگړي بهرني اهداف ښودل شوي او ټول تركيز يې پر همدې دوو دی؛ د سړي پام دې ټكي ته ورسره اوړي چې د غرب/ځپل شوي او پر ښكاره شړل شوي اشغال له بايللو موخو وروسته اوس د هغه استخباراتي موقف او د داعش پر نوم د بغاوتگرو او فتنه گرو د وروستيو شنډو پلانونو او بريدونو تر منځ پر شته تړاو پوهېدل مهم دي او دا ځكه چې پخوا هم د اسلامي امارت د باور او وجاهت بنسټ پر داعيې، ټينگ يووالي-لوړ مورال-كلك هوډ، د هدف پر سپېڅلتيا، په پرېكړو او پاليسيو كې پر قاطعيت، اطاعت او پر ځينې نورو ټكو ولاړ و، غرب له ښكاره اشغال سره د همدې ټكو كمزوري كولو او له منځه وړلو سره يې د نړولو بې خرته هڅې هم وكړې او د ورته نورو استخباراتي پروژو او كړيو ترڅنگ داعشي هغه يې هم له موصل او سوريې را وارده كړه، ترڅو د يادو بنسټونو پر نړولو د مجاهدينو خپلمنځي بې باوري، د ولس او اسلامي امارت ترمنځ بې باوري او د مسلمانې نړۍ او اسلامي امارت+افغان ولس ترمنځ بې باورۍ په رامنځته كولو د(جهادي اسلامي خوځښت او نظام په توگه)اسلامي امارت د مركزي بنسټ په توگه باور او وجاهت پرې ونړوي، پر همدې موخه پر نړۍ ټولو غربي راديوگانو، تلويزيوني-خبري چينلونو، خواله او چاپي رسنيو او ځينې تبليغاتي استخباراتي كړنو او د هغو د انعكاس او پوښښ له لارې دې پروژې ته بې كچې پراخ تبليغات وشول، د پروژيي هڅو او تبليغاتو په همدې پراختيا كې د اسلامي امارت مجاهدين پر څو ډلو پاشلي او ليكې يې سره وېشلې ښودل كېدې، د جهاد رښتونې داعيې په اړه د خنډونو ترڅنگ شكوك او شبهات هم ورته را ولاړ كړل شول، ولس-سيمې-نړۍ ته د اسلامي امارت ډول ډول بد انځورونه وښودل شول، لاسته راوړنې يې پټې يا لږ تر لږه پېكه شوې او…، خو د ولس او نړۍ پر شاهدي اسلامي امارت له داعيې تر افرادو او پاليسيو پر خپل ټول جوړښت ثابت پاتې شو، د خپل باور مهم او اساسي عنصر او بنسټ يې وژغوره او دا دی د دغه ثبات او ژغورنې لوبغاړي يې پر خپل بشپړ مثالي يووالي، له هماغې داعيې سره، په خورا سپېڅلي انځور او د يو مسئول رښتوني اسلامي نظام-باور او وجاهت له بې ساري لويي لاسته راوړنې سره د متحد اسلامي امارت كابينه او كليدي غړي دي.
دا چې فتنه گر خوارج د غرب يوه پېژندل شوې استخباراتي پروژه ده؛ د هغه له استخباراتي موقف سره يې د بريدونو د اهدافو تړاو او همغږي پېژندلو لپاره بیا هم يواځي د اسلامي امارت مهمو بنسټونو چې د غرب استخباراتي موقف ننگوي او وركې د تر ټولو وړاندې او مهمو اهدافو په توگه ځای لري؛ پېژندل تر بل هرڅه اړين او وړاندې هم دي، ترڅو وخت پر وخت يې په اړه د ليكو او نظام پر دننه پوهاوی عام او زموږ هڅې هم د همدې بنسټونو پر ساتنې او خونديتابه متمركزې وي، د غرب د استخباراتي موقف د اهدافو په توگه د خوارجو فتنه گرو د بريدونو هدف گرځېدل يې په ځير وپېژنو او دا فكر عام شي چې غرب د همدې پروژې پر مټ دغو بنسټونو ته د رسېدنې او د هغو د نړولو ناكامې هڅې كړې وې او لا يې كوي او په ټوله كې د ماتې خوړلي اشغال د استخباراتي پروژې په توگه خوارج فتنه گر يواځي د اسلامي امارت پر بنسټونو باندې را گرځي او پر همدې مدار يې په نښه شويو اهدافو كې توپير او تغير راځي او له پخوا څخه راغلی هم دی.
د اسلامي امارت او اسلامي نظام د بنسټونو له منځه د نړيوال، سيمه ييز او كورني ولسي باور بنسټ چې پر غربي او نننۍ ډيپلوماټيكه ژبه ورته رسميت پېژندنه او كورنی مشروعيت وايي او په تېره جهادي دوره كې يې هم خپل ځای او حيثيت ساتلی؛ نن يې هم رتبه تر نورو لوړه ځكه ده چې كه نظام پر يوه ستره خېمه تمثيل كړو؛ نو د اسلامي امارت مشرتابه، كابينې غړي، بېلابېلو برخو كې د اړتياوو او پرمختگونو هر اړخيز او ټول بعديز گڼ فعاليتونه، لنډ مهالې او اوږد مهالې پلانونه، پر كار اچول شوې پروژې، پرمختگونه او لاسته راوړنې، رامنځته شوي اصلاحات همدارنگه يووالی او همغږي، په چارو كې د انسجام غښتلتيا، اطاعت او ايثار او… يې د نورو وړو ستنو او ياد باور يې په يواځي ځان د منځنۍ لويې ستنې او ټولو مراندو/پړو ځای نيسي، د وړو ستنو له رول جوړه او د هغو حيثيت پر ولاړ دی او نه شتون يې دا مانا لري چې د نظام د دغې خېمې د منځ لوړه او ځواكمنه ستنه له اړوندو ټولو مراندو سره نشته او طبيعي د خيمې او پاتې ستنو درېدل يې يو خيال او محال دی چې دغه بنسټ ته اسلامي امارت په خپل ټول توان مخكې هم پاملرنه كړې او بيا به يې هم كوي.
اوس چې له سيمې اونړۍ سره د متقابل درنښت پر بناء پر مثبتو اړيكو، له سيمې او د نړۍ له سيالو هېوادونو سره اقتصاد او ډيپلوماسۍ پر ودې، ور سره د هېواد او نظام اړوند مسائلو حل كولو او په ښه ډول پر مخ وړلو، له هېواده مو سيمې او نړۍ ته گواښ نه پېښېدو، د يو مسئول نظام په توگه په كور دننه د هېوادوالو او بهرنيانو ټولو لپاره بشپړ ثبات او امنيت رامنځته كولو، كدرونو ته په نظام او وگړو ته په هېواد كې د كار ترسره كولو او كار موندنې فرصت او ډاډ رامنځته كولو، له بهرنيو ډيپلوماټانو او وخت پر وخت يې راتلونكو استازو او مشرانو سره د بيا روغونې پروژو او همكاريو په اړه پر تفاهم، رښتونې اسلامي حكومتولي او له مخې يې رغونې او پرمختگونو رامنځته كولو او په ټوله كې ولس-سيمې-نړۍ ته ځان نږدې كولو، هغوی را نږدې كولو، پر ځان را ټولولو او په رښتونې مانا او رښتيا بې ازاره شريك ولسي او بشري ژوند پر مخ وړلو باندې د اسلامي امارت د باور او وجاهت مهم او مركزي بنسټ ولاړ دی او وركې د نړۍ پر شاهدي او اعتراف بې ساري پرمختگونه هم راغلي دي؛ بيا هم غرب د دغې خارجي او خوارجي فتنه گرې پروژې پر مټ پر دغو بريدونو په ټوله كې د اسلامي امارت د باور اخلالولو هڅې كوي چې وروستيو بريدونو كې په نښه شوي او ځينې نورو شنډ شويو پلانونو اهداف يې هم همدا پيغام له ځان سره لري او چې سمدستي له څېړنې-تحليل-ارزونې پرته او په لنډ وخت كې له لومړي غږ سره يې ټوله غربي نړۍ له خپلو ټولو راديوگانو، تلويزيوني-خبري چينلونو، خواله او چاپي رسنيو او ورته تبليغاتي-استخباراتي كړنو او د هغو د انعكاس او پوښښ له لارې بې كچې پراخه تبليغاتي څپه را خپره كړي؛ له ورايه څرگندوي چې سې ای اې د دغې روزلې مزدورې پروژې پر ملتيا خپل استخباراتي هدف پر نښه كړی او نور يې يواځي همدا رسنيز او تبليغاتي انعكاس پاتې و چې له بريد او درز سره يې پيل شو، په دې ډول بريد له خپل وركړي پاړسوب سره د هغو وړو بنسټونو په نه شتون توجيه كوي چې د اسلامي امارت بشپړه پاملرنه ورته شته او د اوسني بې ساري باور بنسټ يې پر ولاړ دی. نو په دې اړه د نظام په كچه يا لږ تر لږه پخوانيو د هرې برخې مجاهدينو عام پوهاوي ته اړتيا ده، ترڅو يې هم د استخباراتي سترگو او غوږونو په ځير كارولو، هم يې د وظيفوي اخلاص او ديانتدارۍ او هم يې د گڼو رسنيزو ممبرونو او تبليغاتي ژبو پر ټول توان د مخنيوي او پوښښ لپاره كار وشي او د باور دغه مهم بنسټ د تل په څېر بيا هم خوندي وساتل شي. پر همدې هيله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *