
اقتصادي ستونزې
مولوي وقايت الله وقار
څومره د عزت او درنښت خاوندان د کمزوري اقتصاد له کبله سپک شول؟ او څومره له حياء او پت نه ډکې خويندې د (فقر) له غمه بې پته او بې حياء شوې؟!
هر انسان ته په دې دنيا کې د ازموينې جلا پارچه ورکړ شوې ده، څوک د بې پايه شتمنۍ په سوال کې ګير دی او څوک له داسې سوالونو سره لاس او ګرېوان دی ،چې پيل، منځ او پای ټول يې په (غربت) ولاړ دی.
د نړۍ پر دريځ چې نن څوک د دغه دريځ واکوال دی او خبره يې په شرق او غرب کې بې چون او چرا منل کېږي، د همدې اقتصادي ځواک برکت دی، کنه په ظاهري او معنوي قوت کې هغوی ډېر واړه دي او زموږ په غرونو او درو کې تر هغو ډېر قوي خلک شته ،چې بدني او معنوي ځواک يې تر هغوی بالا دی.
يوه دوست په خاطره کې ويل، چې کشر ورور مې له ما په کور ډېر معزز يادېده، واړه او زاړه به يې راتګ ته ډېر خوشالېدل، په داسې حال کې چې زه مشر وم؛ خو زما د مشرۍ عزت هم هغه ته ورکول کېده، زما او د هغه تخصص هم يو و، خو بيا هم زه نه پوهېدم ،چې لامل څه دی؟ له يوڅه تلاش وروسته پوه شوم ،چې خبره د اقتصاد ده، هغه پيسې ګټي او زه په کور بوج يم!
دا د يوې کورنۍ انځور دی، د ټولنې خو مو دا حال دی ،چې که څوک ډېرې پيسې ولري؛ نو کنځلو ته يې هم خلک خاندي او که څوک په پيسو خوار پړک وي؛ نو مرغلرو ته يې د کنځلو په څېر غبرګون ښودل کېږي! عجېبه ده، د (خان) له خولې ،چې څه راوځي، د پاملرنې وړ دي؛ خو د مزدور خوله له هغه ډېره سپکه ده.
موږ په متلونو کې هم د اقتصادي خوارۍ غيبت وينو، « د خوار ملا په اذان څوک روژه نه ماتوي»، « د خيرات په ورځ د غريب سړي غوا ورکه وي» او … ټول د غريبۍ بړاس دی او هغه اغېزه يې ده چې که څوک يې څومره هم د پټولو هڅه وکړي، نه پټېږي.
خدای تعالی مې دې نه غلطوي، دا نن چې په کومه زمانه کې اوسو، ډېر هغه وګړي، چې د چا تر امر او رهبرۍ لاندې دي او اړيکه يې مادي اړخ هم لري؛ نو دا کشر خېل د خپلې رهبرۍ دا دومره ټيټ او پاس د خدای په خاطر نه، بلکې ددې په خاطر کوي ،چې له دندې يې ګوښه نه کړي او دغه اقتصادي منبع پرې بنده نه شي.
هغوی چې له ټولو زيات په دې غږېږي ،چې الله تعالی رازق دی، هم په دې رنځ اخته دي او ډېر کم وګړي داسې دي، چې ددغې بې مروته چاپلوسۍ په کيسه کې نه دي، دوی ،نو حق او خدمت غبرګ اړين ګڼي او له دې کبله نو ددغه ډول وګړو شپې په هر ځای کې کمې وي، د دوی په اړه بيا نور حضرات داسې وايي ،چې دوی د دې عصر پر غوښتنو نه پوهېږي او د خدمت طريقه يې زده نه ده، څومره د افسوس وړ ده ،چې موږ نن د خدمت او ډېر کله د معنوياتو په ډګر کې هم د (چاپلوسۍ) او (غوړه مالۍ) رويه اختياروو او ځان په دې ډګر کې له نورو چالاکه ښيو.
اقتصادي ستونزې د عزتونو لوټوونکي دي، موږ چې نن د نړۍ پر دريځ نره خبره نه شو کولی، اقتصادي ستونزې راته خنډ دی، اقتصادي آزادي نه لرو او اقتصاد مو د پرديو لاس کې دی، د نړۍ په کوم کونج کې چې ډالر لږ لوړ شي؛ نو د دې وطن د هغه بر غره پر کروندګر يې هم اغېزه غورځي او دا ځکه چې نن د ډالر خېلو اقتصادي باداري ده او موږ ورته د خېر پر غونډۍ ناست يو.
د يوه پوه وينا مې لوسته چې ويلي يې و: کله چې کوچنی وم، ګومان مې کاوه چې مال په دنيا کې له ټولو زيات مهم دی، مګر اوس چې ستر شوی يم، دا مې کشف کړه ،چې زه له هماغه وخته په حقه وم.
زموږ د ديني پاټکي ستونزه داده ،چې دلته د توکل غلط تصور شاګرد ته ورکول کېږي، استاذ د دې هڅه کوي، چې شاګرد ته دا ووايي ،چې د اقتصاد په کيسه کې مه اوسه، د رزق ذمه وار الله تعالی دی او ته ،نو بايد د دين لپاره خدمت وکړې!
عجېبه ده، کله چې يو څوک اقتصادي ستونزې ولري، هغه به د کمال حد ته څنګه رسېږي؟ دا سمه ده ،چې علمي مزل بې کړاوه شونی نه دی؛ خو آيا په دې اړه به ګناهګار نه يو، چې دغه کړاوونه خو راکمېدای شي، په زور يې ځان او قام ته زياتوو؟ لټي او غفلت کوو او وايو، چې د رزق ذمه وار بل څوک دی؟
همدغه څوک ،چې دا خبره کوي، لږ خو دې په کور کرار کېني ،چې دغه عقېده يې ثابته شي، خپله به درې څلور ځايه دندې لري، خو نورو ته به وايي، چې ټک کار ونه کړئ، کنه توکل مو خرابېږي.
موږ د احاديثو له يوه استاذه اورېدلي وو، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددغه مبارک حديث په تشريح کې يې ډېر جالب وويل، چې د توکل په باب دی، پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي،ژباړه:
((كه تاسو په الله تعالی باندې مناسب توکل کولی؛ نو د مرغانو په څېر به يې روزی درکړی وای، هغوی هر سهار وږي نس له خپلو ځالو وځي او ماښام بيا ډکه خېټه بېرته ور ستنېږي.))
استاذ مې ويل: دلته يې د مرغانو په اړه هم وفرمايل، چې مرغان وځي او پر ځای نه پاتې کېږي، د توکل معنی خو داده ،چې وسايل او اسباب به په کار اچوې او بيا به پرې زړه نه تړې، زړه به په هغه ذات پورې تړې ،چې دغه هر څه يې پيدا کړي دي او په واک کې يې دي.
زموږ د ټولنې ډېره برخه په همدې فکر ده، چې له ژونده خوند نه شي اخيستلی، هغوی د اقتصاد په کيسه کې نه دي، او د عايد او مصرف په اړه بې تفاوته چلند کوي، له همدې کبله نو لکه څنګه چې ښايي وړ ژوند يې په نصيب نه دی او غم بيا دادی ،چې د دې هر څه پړه پر دين اچوي، خلکو ته په سترګو کې دا شګې شيندي ،چې موږ دينداره يو، که دين له ماله منع کړی نه وای؛ نو موږ به ډېر شتمن وای.
دوی دې د سلفو صالحينو رضي الله عنهم تاريخ وګوري چې هلته په هغوی کې شتمن خلک څومره وو؟ او د دغو شتمنو له لاسه دين ته څومره خېر رسېدلی دی؟ بيا به د مال په قدر پوه شي او که نور هېڅ نه وي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه حديث کې دې لږ تم شي ،چې عمرو بن العاص رضي الله عنه ته يې فرمايلي و: غواړم چې يوې جګړې ته دې واستوم، چې غنيمت وګټې او زه دې پکې برخه هم وکړم، عمرو رضي الله عنه ورته فرمايي: د الله رسوله، ما د مال په خاطر اسلام نه دی راوړی، نبي صلی الله عليه وسلم ورته فرمايي،ژباړه: ((ای عمرو، حلال مال خو له نېک سړي سره ډېر ښه دی !))
حلال مال ولې ښه دی؟ ځکه چې مال د ژوند اړتيا ده، چې پرته له دې نه کېږي، تاسو هغه دعوتګر وګورئ ،چې اقتصاد يې کمزوری وي او هغه هم وګورئ چې ښه اقتصاد ولري، د چا خبرې ته خلک ښه غوږ وي؟ او د چا لپاره د خېر ډېر ميدانونه په ګوتو ورځي؟
که اقتصادي ستونزې په معقولانه او ابرومندانه شکل حل شي؛ نو راتلونکی نسل به بيا تيار خور نسل نه وي، هغوی به په بېلابېلو ډګرونو کې مخکښان وي او د دين او وطن نره نماينده ګي به کوي او د دغسې خلکو دنيا او آخرت دواړه به روښانه وي.