لیکنې

آيا د دوحې تړون د اسلامي شريعت مخالف دي؟

ابو عمر حقاني ( عبدالرحيم راشد)
د دوو لوريو (اسلامي امارت او امريکايانو) ترمنځ په نولس کلنې جګړه کې د اسلامي امارت مقاومت بالآخره امريکا اړه کړه، چې د اسلامي امارت غوښتنې ومني او د توافقنامې پر اساس د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کښېږدي او له هېواده ووځي.
که څه هم اشغال ته د پای ټکی ايښودل او له يو ستراتيژيکي هېواد څخه وتل امريکايانو ته ډېره سخته وه، خو بې له دې يې بله چاره نه درلوده.
غواړم چې د توافقنامې ځينو موضوعاتو ته اشاره وکړه:
۱- د اشغال خاتمه: دا عمل د هېواد پوره آزادي او استقلال په ډاګه کوي، پر همدې اساس دطالبانو (( اسلامي امارت)) لومړنی او مهم هدف د هېواد د اشغال خاتمه وه، ځکه که چېرې هېواد له غربي اشغال څخه آزاد نه شي، سولې او امنيت ته رسېدل له زياتو خنډونو سره مخامخ کېږي.
۲- اسلامي نظام: اسلامي امارت هر هغه قانون او نظام ،چې د اشغال تر سيوري لاندې جوړ شوی وي غير قانوني او نامشروع ګڼي او په آزاد افغانستان کې د افغانانو لپاره د يو اسلامي نظام غوښتونکی دی، چې اسلامي قوانين پلي کړي او د ځورېدلو افغانانو ستونزو ته پوره لاسرسي وکړي او همدارنګه له ګاونډيو او نړېوالو هېوادونو سره له هر اړخيز احترام څخه ډکې اړيکې ټينګې کړي، ترڅو زموږ هېواد د پرمختګ او امنيت لوري ته بوزي.
۳- بين الافغاني مذاکرات: اسلامي امارت په روانو ناستو کې دا وښوده، چې دوی په افغانستان کې د يوه اسلامي نظام غوښتونکي دي، چې دا نظام به د افغانانو له خوا منځ ته راځي او واګي به يې د افغان ولس د رښتينو مشرانو په لاس ورکول کېږي.
۴- مذاکرات بايد د اسلامي امارت او د افغاني جهتونو ترمنځ وي: په دې ټکي سره دا څرګنده شوه ،چې مذاکرات بايد د اسلامي امارت او د افغانستان په سياسي موضوع کې د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ وي او د کابل اداره به د يو افغاني اړخ او جهت په توګه په کې ګډون کوي. نه د يو دولت او ټول افغان ولس د نماينده ګانو په حيث.
لنډه دا چې د دوحې په توافقنامې کې امريکايان دې ته ژمن شول، چې د افغانستان په ملي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
په همدې اساس له يادو ټکو څخه دا په ډاګه کېږي، چې د توافقنامې هېڅ يوه ماده له الهی شريعت او نبوي سنتو سره په ټکر کې نه ده.
بلکې ياده شوې توافقنامه په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنيت او د افغان ولس د مړاوو هيلو د ژوندي کولو په موخه لويو علماوو او سياسي مبصرينو د څارنې او دهغوی له اندونو او لاسليکونو وروسته وړاندې شوې ده.
ځينې د سولې دښمنان ،چې د اسلامي شريعت او پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) له سنتو ناخبره دي بې ځايه نيوکې کوي ،چې خاص د مظلوم افغان ولس په هيلو خاورې شيندي.
په توافقنامه کې دا ټکی ياد شوی و، چې بهرنۍ هېڅ ډول مداخله د منلو وړ نه ده او د کابل اداره به د يو سياسي جهت په توګه ګډون او د خپلو شخصي غوښتنو يادونه کولای شي، نه د يو رښتيني نظام او د افغان ولس د غوښتنو.
کله چې د غربيانو مداخله بنده شوه ،نو څو مفت خواره کسان را پاڅېدل ،چې خپلو شخصي غوښتنو ته د افغان ولس له غوښتنو لومړيتوب ورکړي او د کابل ادارې په مذاکراتي ټيم کې سولې او امنيت ته ژمنو سياسي پوهانو هم حضور درلود، هغه څېرې چې واقعاً په افغانستان کې د امنيت او سولې راوستلو ته پوره ژمې دي.
هغه توافقنامه چې د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ لاسليک شوې ده عملي کېدونکې ده.
که هر څومره په ارګ کې داخل کسان يې وغواړي اوکه نه! دا له ټولو ښه لاره ده چې د تلپاتې سولې او امنيت لپاره مثبت ګامونه اوچت کړي او کنه دا چانس به هم له لاسه ورکړي.
په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې او امنيت په هيله!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *