افغانستانخبرونه

د اسلامي امارت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړى، چې په هيواد کې د وروستيو ورځو د سېلابونو له امله د مړوشويو کسانو شمېر ٦٦ تنو ته رسېدلى دى.دغه وزارت وړمه ورځ، اعلان کړی ،چې د دې وزارت چارواکو د ملګرو ملتونو له چارواکو سره وکتل.په اعلاميه کې ويل شوي ،چې د وروستيو سيلابونو له امله ۶۶ تنه مړه او ۳۶ تنه نور ټپيان شوي دي.د افغان حکومت په وينا: د پېښو په مخنيوي کې د دغو سېلابونو په پايله کې ۶۰۰ څاروي له منځه تللي او ۲۳۵ کورونه ويجاړ شوي دي.همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ټينګار کړی، چې د سېلاب ځپلو د بيړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه به د دوی لپاره دايمي کورونه جوړ کړي.په همدې حال کې د وروستيو ورځو بارانونه او سېلابونه د کورونو د چتونو د نړېدو، د غره د ښويېدو، د سړکونو د ويجاړولو او لسګونو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو لامل شوي دي.بله خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم په هيواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړو شويو او ټپيانو شمېر ۴۴ تنه ښودلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *