
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې ۱۰۷ تنه بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له منار جام څخه ليدنه کړې. د ياد رياست مشر عبدالحي زعيم ويلي: دغه سيلانيان د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه ورغلي او د منار جام ترڅنګ يې د دغه ولايت له نورو سيمو څخه هم ليدنه کړې ده. د نوموړي په خبره اوسمهال يې په دغه ولايت کې د سيلانيانو لپاره د پام وړ امکانات برابر کړي او له دې لارې يې عوايد هم زيات شوي دي. د معلوماتو له مخې، په غور ولايت کې څه د پاسه ٦٠٠ تاريخي او لرغونې ابدې شته، چې ٣٧٠ يې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په مديريت کې ثبت او راجستر دي او پاتې نور به يې د معلوماتو له راټولولو وروسته ثبت شي.