افغانستانخبرونه

۶۲جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې رياست منسوبينو وړمه ورځ په لغمان کې ۶۲ جريبه کرل شوي کوکنار اړولي دي.له کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې له دې ډلې څخه ۵۰ جريبه په لغمان، دوه جريبه په ارزګان او لس جريبه په غور ولايتونو کې اړول شوي دي.
دا کوکنار په داسې حال کې اړول کېږي چې اوس مهال په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کرکېله بنديز لګېدلی دی. د وېلوده، چې د اسلامي امارت مشر په يو فرمان کې د بنګو پر کښت هم بنديز لګولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *