افغانستانخبرونه

 ۴ولايتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

 په غور، غزني، پنجشېر او بلخ ولايتونو کې مطالعې او کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتاب اوونۍ او مطالعې په نامه د «کتابونو نندارتونونه» جوړ شول.د يادو ولايتونو محلي مسئولين وايي:  دغه نندارتونونه چې په‌کې زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته ايښودل شوي، پرون جوړ او دوه ورځې به دوام وکړي. بلخ کې بيا د کتابونو نندارتون د يوې اوونۍ لپاره جوړ شوي دي.د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس عبدالحي زعيم وويل:  (( د غور د عامه کتابتون او کتاب‌پلورونکو په همکارۍ  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له‌خوا لوي نندارتون جوړ شو، ټول هغه مهم کتابونه چې په غور کې وو، ديني کتابونه او د عصري علومو کتابونه په دغه نندارتون کې موجود دي او زموږ ټول هيوادوال کولای شي دا وکاروي.))د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نصرالله ملک‌زاده وويل:  ((مطالعې ته د ځوانانو هڅونې او همداراز د کتاب اوونۍ په مناسبت ستر نندارتون مو جوړ کړي  چې زرګونه ټوکه کتابونه په‌کې نندارې ته ايښودل شوي چې دوه ورځې به دوام وکړي.))له دې سره، غور، غزني او پنجشېر ولايتونو کې د کتاب نندارتونونو يوشمېر ګډونوال او د کتابتونونو مسئولين وايي، کومه ټولنه کې چې کتاب لوستل او مطالعه کېږي، مثبت فرهنګي، علمي او ټولنيز بدلونونه په کې رامنځته کېږي.غور کې د طيبه کتابتون مسئول شمس‌الحق موحد وويل:  (( هره ټولنه چې څومره کتابونو او مطالعې ته مخه کوي، وده کوي، له همدې امله موږ نندارتونونه جوړوو، څو د ټولنې خلک مطالعې ته وهڅوي او دا زموږ د ټولنې د سوکالۍ او ودې لامل کېږي.))

د غور اوسېدونکي حاجي محمداحمدي وويل:  ((د ګډون‌کوونکي په توګه موږ له داسې پروګرامونو هرکلي کوو او ان شاالله چې دا فرهنګ دې بنسټ‌ شي، څو نوي نسل مو کتاب لوستلو ته مخه وکړي او دا يوازينۍ لاره ده چې موږ د پرمختګ او ودې پر لور بيايي. ))له دې سره، بلخ ولايت کې هم د مطالعې فرهنګ د بنسټيز کولو په موخه د کتاب او قرانکريم ۷ ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو وويل:  ((موږ هڅه کوو چې د کتاب لوستلو فرهنګ د خلکو ترمنځ عام کړو، ځکه چې مطالعه د پرمختګ او ترقۍ لاره ده.))

د غور، غزني او پنجشېر محلي مسئولين زياتوي چې دغو ولايتونو کې د کتاب نندارتونونو کې د فرهنګ، ادبياتو، تاريخ، اقتصاد، ټولنې، دين او سياست په برخو کې بېلابېل کتابونه نندارې ته ايښودل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *