افغانستانخبرونه

 ۳۶۲  کډوال  هيواد ته راستانه شول

د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت ويلي: وړمه ورځ ۳۶۲ افغان کډوال له پاکستانه هيواد ته راستانه شوي دي.د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ،چې له پاکستان څخه ۳۶۲ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې له مخې، په دغو کډوالو کې ۸۸ کورنۍ هم شاملې دي، چې د تورخم او سپين بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.په وروستيو کې د پاکستان په ګډون له ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو د افغان کډوالو رالېږل زيات شوي چې ښځې او مجردان هم پکې شامل دي.څه موده وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د افغان کډوالو د ايستلو دويم پړاو يې پيل کړي او ټينګار يې کړي و ،چې دوی به ټول «غيرقانوني» افغان کډوال وباسي.د ويلو ده چې پر ايران او پاکستان سربېره په ترکيه کې هم د افغان کډوالو نيول او بېرته رالېږل زيات شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *