خبرونه

۲۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ونيول شول

د کورنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پوليسو ۲۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نيولي دي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پوليسو ۲۲ تنه د ننګرهار، هرات، بغلان، پکتيکا، سرپل، فارياب او فراه ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په لړ کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي او دغه راز يې په فراه کې ۳ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه هم پاکه کړې ده.په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ۷ تنه په ننګرهار، ۹ تنه په هرات، ۳ تنه په بغلان، ۱ تن په پکتيکا او ۲ تنه نور په سرپل او فارياب کې نيول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *