افغانستانخبرونه

۱۴۳ زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

د ځمکو د غصبد  مخنيوي کمېسيون وايي، چې په تېره يوه مياشت کې د هيواد په بېلا بېلو ولايتونو کې ۱۴۳ زره جرېبه امارتي ځمکه د زورواکو او غاصبينو له منګولو خلاصه او بېرته راګرځول شوې ده.ياد کميسيون زياتوي، چې د يوې مياشتې په موده کې د دې کمېسيون څيړونکو ټيمونو په ۲۶ ولايتونو کې نږدې ۳۶۰ زره جريبه ځمکه تثبيت کړې ده.دغه‌راز له ۵۴۰ زره جرېبه زياته ځمکه تر څېړنې لاندې نيول شوې ده.د فساد وده او په ټولنه کې د زورواکو شتون هيواد کې د ځمکو د غصب يو له اصلي لاملونو څخه و، چې د اسلامي امارت له بيا حاکميت وروسته زورواکي له منځه تللې او زرګونه جرېبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *