افغانستانخبرونه

۱۴۲۵ تنه افغان کډوال هيواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وړمه ورځ له ايران څخه هيواد ته د ۱۴۲۵ افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی.دغه وزارت ويلي چې دغه کسان د هرات د اسلام کلا له پولې هيواد ته راستانه شوي ،چې کورنۍ هم په کې شاملې دي.سرچيني زياته کړې ، چې له دې ډلې ۳۰۳ تنه اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان دفتر ته وروپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه او دغه راز ۴۶ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنيو د پېژندنې په موخه  وارچېلډ مؤسسې ته ور وپېژندل شول او ۱۶۵ تنه نور له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *