افغانستانخبرونه

۱۱۵۰ تنه افغانان له ايران څخه هيواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په ايران کې مېشت ۱۱۵۰ افغان کډوال په جبري توګه د سلواغې پر دويمه نېټه د هرات اسلام کلا له لارې خپل هيواد ته راستانه شول.

دغه وزارت زياته کړه چې په دغو راستنېدونکو کې کورنۍ هم وې چې ۴۱۷ تنه يې اړمن وپېژندل شول او د  مرستو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غيرخوراکي توکي يې ترلاسه کړل.د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز ۳۰ کورنيو ته لس – لس زره افغانۍ ورکړل شوې، ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان د وار چايلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او هلته په پوله کې د ګومارل شويو کمېټو له خوا ۱۰۸ تنو ته په وړيا ډول يو – يو سيمکارت ووېشل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *