
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوېترېش اعلان کړی، چې د دغه سازمان مرکزي اضطراري صندوق د ۱۹ هېوادونو له بېوزلو خلکو سره د مرستې په موخه ۲۵۰ ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي. ګوېترېش ويلي ،چې اوس په ټوله نړۍ کې ۳۳۹ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري او دغه خلک د تېر کال په پرتله ۲۵سلنه زيات شوي. د راپور له مخې، دغه پيسې به په افغانستان، بورکينافاسو او هايتي په شمول ۸ هېوادونو کې د څه باندې ۲۰ميليونه خلکو د لوږې ستونزې د حلولو او د چاد، پاکستان او سوډان په شمول ۱۱ هېوادونو کې د بشري فعاليتونو د پياوړتيا په چارو کې ولګول شي ، تر څو د غلو دانو د ناخونديتوب او د اقليمي بدلون له اوږد مهاله بحرانونو سره مقابله وکړي.