افغانستانخبرونهمرکې

 ګوزڼ ناروغي د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي

هیواد : د ماشومانو د ګوزڼ ویروسي وحشي ناروِغي په پرېمانه ډول اوس هم په افغانستان کې شتون لري، چې د ډېرو کورنیو د نه پاملرنې له امله یې اوس د ډېرو انسانانو د بدن اړینه برخه له کار څخه لوېدلې ده او د تل لپاره د معوبیت ښکار شوي دي.
ګوزڼ یوه ویروسي او شدیده ناروِغي ده او په ځانګړي توګه په هغو ماشومانو کې چې لا پنځه کلن شوي نه وي، د دایمي جسمي ناتوانۍ اوحتی زیاتره وخت د مرګ سبب هم ګرځېدلی شي.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پولیو له منځه تللې ده؛ خو په بشپړه توګه نه. او په اوس وخت کې د افغانستان په ګډون پاکستان کې يې هم وحشي بڼه لا پاتې ده.
پولیو انسان وژونکې ناروغي ده او د وقايې یوازینۍ لاره یې د واکسین کولو ده چې باید پر خپل وخت ماشومانو ته وشي.
دا چې پولیو یا ګوزڼ کوم ډول ویروس دی او له کومو لارو پرې ماشومان مبتلا کېږي؟ د عامې روغتیا وزارت له ویاند ډاکټر شرافت زمان  سره مو مرکه کړې چې پورتنۍ پوښتنې به په کې ځواب شي.
پوښتنه: پولیو کوم ډول ویروس دی؟
ځواب:
د پولیو ویروس د انټرویروس له ډلې څخه ګڼل کېږي.
پوښتنه:
پولیو په وجود کې شتون لري او که د خوړو او څښاک له لارې وجود کې پیدا کېږي؟
ځواب:
د پولیو ویروس د خولې له لارې د کوچنیانو بدن ته داخلېږي.
پوښتنه:
د پولیو ویروس په کوم عمر ماشومانو باندې اغېزه لرلی شي؟
ځواب:
د پولیو ویروس د هر عمر کسانو باندې اغیزه کوي، خو اکثره له پنځو کالو پر کم عمره ماشومانو حمله کوي.
پوښتنه:
پولیو د وجود کومه برخه اغېزمنوي؟
ځواب:
د پولیو ویروس په خپل خطرناک حالت کې د انسان پر عصبي سیسټم برید کوي چې په پایله کې یې د غړو فلج رامنځ ته کېږي.
پوښتنه: د پولیو له امله کومه طبقه ( نارینه/ ښځینه) زیاته قرباني کېږي؟
ځواب:
د پولیو ویروس تر ډېره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو باندې اغیزه کوي هغه که نارینه وي او که ښځينه.
پوښتنه:
د پولیو ویروس وهلي انسان د تداوي او علاج وړ دی؟
ځواب:
په پولیو باندې د فلج شوي کس درملنه نه کېږي، د وقایې په توګه یې مخنیوی یواځي په پولیو واکسین سره کېږي.
پوښتنه:
که پولیو ویروس د څښاک/ خوراک له لاري انتقالېږي، څنګه تري انسان ځان وساتي؟
ځواب:
تشناب ته له تلو وروسته او له ډوډۍ خوړلو مخکې باید لاسونه ومنځل شي او روغتیا ساتنې ته جدي پاملرنه وشي څو د پولیو ویروس د خولې له لارې بدن ته داخل نشي.
پوښتنه:
پولیو ویروس د موسم په بدلون پورې اړه لري؟
ځواب:
د پولیو ویروس په هر موسم کې خپرېدای شي.
پوښتنه:
د پولیو مخنیوی څنګه وکړو؟
ځواب:
د پولیو ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اساسي لاره په هر کمپاین کې له پنځو کالو د ټولو کم عمره ماشومانو واکسینول دي.            زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *