
که څه د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنيو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۵۰ سلنو څخه تر ۷۰سلنه راټيټ شوی، خو بيا هم په هېواد کې د خوراکي توکو بيې د روژې په رارسېدو سره لوړې شوې دي.د ارزګان اوسېدونکي وايي: په تېرو دوو ورځو کې په ښار کې يو شمېر هټوالو احتکار پيل کړی او پر خپل سر يې د توکو بيې لوړې کړې دي.شمس الله او حاجي داد محمد له مسئولينو څخه د هغو کسانو د جريمې غوښتنه کوي ،چې په خپل سر د توکو بيې لوړوي.شمس الله: (( د هر شي قيمت ډېر لوړ شوی، پخوا به موږ ترکاري په ۳۰ افغانۍ اخيسته، هغه اوس په ۵۰ افغانۍ اخلو، موږ به پخوا قيماق په ۲۰ افغانۍ اخيست، په روژه کې ۳۰ افغانۍ شوي.))حاجي داد محمد: (( د هر شي قيمتونه ډېر زيات لوړ شوي، هېڅ شي پر خپل حال نه دي پاتې. سړی حيران شي. په روژه کې بايد د هر شي قيمت ټيټ شي، خو دوی يې لوړ کړي.)) يو شمېر فعالان هم غوښتنه کوي، چې د اړينو خوراکي توکو بيې کښته کړي.احمد جاوېد خپلواک د ښاروالۍ له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژر په ښار کې د توکو قيمتونه وټاکي او په جدي ډول يې تعقيب کړي.ده زياته کړه: (( د ترينکوټ له ښاروالۍ څخه مو هيله ده چې په ارزګان کې د اړينو توکو قيمتونه وټاکي او خلکو ته يې اعلان کړي.))د خلکو غوښتنې او نيوکې مو له ولايتي مسئولينو شره شريکې کړې.د ارزګان د والي وياند احسان الله حماس وايي، د روژې له پيل څخه ټولو مسئولينو ته امر شوی، چې په ښار کې د توکو نرخونه کنټرول کړي.دی وايي: تازه يې د ټولو توکو لپاره قيمتونه ټاکلي، چې ژر ترژره به يې ښار ته وړاندي کړي.نوموړي وويل: (( له روژې څخه مخکې د ارزګان والي پر ټولو تجارانو اومسئولينو غږ وکړ ،چې نرخونه کنټرول کړي، موږ له ولايتي مسئولينو سره ناستي کړې. د روژې لپاره د توکو قيمتونه جوړ شوي او نن او سبا به ښار ته وړاندي شي.))دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم خلکو شکايتونه کول ،چې په ارزګان کې پر پاکستانيو کالدارو تر بنديز وروسته په ښار کې د توکو قيمتونه لوړ شوي، خو په روژه يې نور هم دغه قيمتونه جګ شول.