افغانستانخبرونه

ګربزو ولسوالۍ ته د برېښنا لېږد پروژه پيل شوه

د خوست ګربزو ولسوالۍ ته د وارداتي برېښنا د لېږد پروژه پيل شوه، چې په ترڅ کې به يې سلګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.د خوست د برېښنا شرکت مرستيال احمد قريشي د دې پروژې د پيل پرمهال وويل ،چې په دې پروژه باندې ۵، ۱۱ يوولس اعشاريه پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راځي.قريشي زياته کړه: دا پروژه چې له شمل پُله د ګربزو ولسوالۍ تر مقامه پلې کېږي، شاوخوا ۱۵ سوه کورنيو ته به برېښنا ورسوي،چې په ياد مسير کې به د برېښنا نهه ترانسپرمرونه نصب شي:((دغه له شمل پُوله پيل تر ګربزو ولسوالۍ مقامه پورې، د دې پروژې مجموعي لګښت ۱۱،۵ ميليونه افغانۍ دي،چې له دې څخه به ۱۵۷۱ کورنۍ برخمنې شي.))د ګربزو ولسوالۍ يو تن قومي مشر وزير خان د برېښنا د لېږد دغې پروژې پر پيلېدو خوښي وښوده ، په دې سره به يې د برېښنا ستونزې حل شي.ده زياته کړه له ډېر پخوا راهيسې دوی د برېښنا غوښتنه کوله چې اوس ترسره شوه ،خو اوس دا غوښتنه کوي ، ترڅو دا پروژه د ګربزو ولسوالۍ نورو سيمو ته هم وغځېږي:((د ګربزو قوم له شمل پُله شروع دی تر سرحده پورې چې ډېر خلک دي. اوس چې تر ولسوالۍ پورې ځي، نو په راتلونکې کې غواړو ،چې د ټولو ګربزو ساحې ته برېښنا ورسېږي.))د ماما په نامه د يادې ولسوالۍ يو بل قومي مشر هم خپلو خبرو کې وويل، چې د يادې پروژې په پيل ډېر خوښ دي، ځکه دوی له ډېر پخوا راهيسې د برېښنا غوښتنه کوله:(( دا برق يې راکړ دې ته موږ ډېر خوشحال يو، خو چې ټولې سيمې ته يې ورسوي داسې نه ،چې يوازې څو کورونو او يوې ولسوالۍ ته ورسېږي بيا به خلک ډېر نا اميده وي.))د يادولو وړ ده ،چې د خوست ګربزو ولسوالۍ ته په داسې مهال ياده پروژه پيلېږي، چې خوست کې خلک د منظمې برېښنا د نشت له امله شکايتونه کوي او له مسئولو ادارو غوښتنه لري چې د برېښنا د پرچاوۍ په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *