
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسن پر ټوېټرپاڼه ليکلي،چې ګاونډي هېوادونه د سوله ييز او باثباته افغانستان پر وده کې مهم رول لري.ده ليکلي، دوی کولای شي د داسې افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي،چې د خلکو حقونو ته په کې درناوی او د ولسونو غږ په کې اورېدل شوی وي.هغه زياته کړې: اروپايي ټولنه له دغه کاره د ملاتړ لپاره له مرکزي آسيا سره نږدې همکاريو ته دوام ورکوي.