
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير په کابل کې د ترکيې له سفير جهاد ارګينای سره کتلي دي. دواړو لورو په ترکيه کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو خبرې کړي او افغانانو ته د آسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه شوې ده. په دغه ليدنه کې د کډوالو چارو سرپرست وزير ويلي، چې د کډوالو موضوع بايد له سياسته جلا شي او افغانانو ته د ويزې آسانتياوې رامنځته او د غير قانوني تګ مخه دې ونيول شي. دغه راز د ترکيې سفير ويلي: هېواد يې په ځينو برخو کې افغانانو ته ويزو برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي او له زلزله ځپلو افغانانو يې غوښتي، چې که غواړي خپل مړي افغانستان ته انتقال کړي؛ دوی ورته زمينه برابروي.