افغانستانخبرونه

کونړ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي

د کونړ د دانګام ولسوالۍ اړوند ګورېګا دره کې، وروستيو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.د سيمې خلک وايي: په دې دره کې ۱۸ کليو کې سلګونه کورنۍ ژوند کوي، چې د لارو او پلونو د خرابوالي او د ژوند نورو اسانتياوو ته د نه لاسرسي له امله له سختو ننګونو سره مخ دي.د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي:  (( د دې خوړ له امله يوه مياشت موږ ته خرچه نه وه، ډاکټران نه وو، ناروغان مو د خوړ ها غاړه ايسار وو، لنډه دا چې دې خوړ موږ ته ډېر زيانونه اړولي او موږ يې له سختو ستونزو سره مخ کړي يو.))د کونړ دانګام ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي وايي:  ((  دا خلک سهار راغلي او لرګي په اوږو پورې باسي، همداسې د اوړو بوجۍ او نور شيان هم ټول په اوږو پورې باسي.))د سيمې اوسېدونکي دغه راز وايي، په خپلو شخصي لګښتونو يې د سېند د پاسه د پلونو جوړولو هڅې پيل کړي؛ خو په خبره يې دا چاره د دوی له توانه پورته ده او له حکومته غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې بېړني ګامونه واخلي.د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: (( ۲۰ ځلې تللې يو، حکومت ته مو عريضي کړې دي، په هر ارګان او موسسې پسې ګرځېدلي يو؛ خو تراوسه چا هېڅ غور نه دي کړي.))په همدې حال کې د کونړ د دانګام ولسوالۍ ولسوال محمد کريم عمر صديق وايي: د ولسونو له ستونزو خبر دي او هڅې يې پيل کړي، چې د حکومت او مرستندويو ادارو پر مټ به په دې ولسوالۍ کې تخريب شوې سيمې ورغوي او زيانمنو ته به مرستې ورسوي.صديق زياتوي:  (( تېرو اورښتونو خلکو ته زيانونه وراړولي او ولسوالۍ ته په دې اړه ډېرې عريضي هم راغلي. موږ خپله کمېټه ټاکلې ده ، چې په رښتيني توګه هغه تخصيص معلوم کړي چې چاته زيان رسېدلي او چاته نه، کومې ځمکې تخريب شوې، دا ټول معلومات چې کمېټه تائيد کړي ،له دې وروسته به يې بيا ان شاءالله موږ له خپلو مشرانو سره شريکوو او تر خپلې وسې به همکاري کوو.))

وټه پور، پېج دره، چپه دره، سرکاڼو، خاص کونړ، شيګل، شلتن، آسمار، ناړۍ او غازي آباد د کونړ له هغو ولسواليو دي، چې وروستيو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ لسګونه استوګنيز کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او ولاړ فصلونه او باغونه، لويې او فرعي لارې تخريب او خلک يې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *