افغانستانخبرونه

کندهار کې ۱۲۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

د کندهار ولايت په ارغستان او تخته پل ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له لوري ۱۲۰ جريبه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.د ياد ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې د ارغستان ولسوالۍ په ۲۵ کليو کې پر ۱۰۰ جريبه او د تخته پل ولسوالۍ په برغني سيمه کې ۲۰ جريبه کوکنار اړول شوي دي.تر دې وړاندې هم د کندهار په بېلابېلو سيمو کې سلګونه جرېبه کوکنار اړول شوي دي.بل لورته د کندهار کروندګر غوښتنه کوي ،چې دولت دې ورسره د کوکنارو د بديل کښت په پيداکولو کې مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *