افغانستانخبرونه

کندهار کې په شخصي لګښت د اوبو بند جوړېږي

د کندهار د ښکته شاولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالۍ کې د اوبو د يوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پيل کړې.د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالسلام، وايي ،چې دغه چکډېم د شاولي کوټ د لوړسوزني په تنګي کلي کې د اوبو زېرمه کولو لپاره جوړېږي.ياد چکډېم شپږ متره پنلوالي، څلور مټره لوړوالي او ۱۵ مټره اوږدوالي لري. دغه چک‌ډېم د سېلاب اوبو د زيانونو مخنيوي او وچکالي کمولو په موخه رغول کېږي.که څه هم د دې چک‌ډېم د جوړېدو لګښت نه‌دي ښودل شوي، خو د سيمې خلک او چارواکي وايي، چې د چک‌ډېم له جوړېدو وروسته به يې ټوله‌ييز لګښت په ډاګه کړی.د کندهار کرنې رياست وياند ننګيالي سمون دغه چاره د وچکالي مخنيوي او د سېلايونو زيانونو کمولو کې مهم بولي او د ياد کلي اوسېدونکو څخه يې مننه وکړه، چې د حکومت پرمختيايي پروژو کي مرسته کوي.د کندهار کرنې رياست وياند ننګيالي سمون زياته کړه چې ياد چکډېم پر جوړېدو سره به د دې سيمې د باران اوبه چې مخکې بې‌ځايه بهېدې، ذخيره به شي او ورسره به تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم لوړه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *