افغانستانخبرونه

کندهار کې د کولالۍ صنعت غوړېدلی

کولالي په کندهار کې هغه صنعت دی، چې اوږده مخينه لري او لا هم د پر مختګ په حال کې دي.پخوا دغه صنعت ډېر دود و او اوس هم د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې يو شمېر کسان پر دغه صنعت بوخت دي.که څه هم وخت ډېر تېر شوی او عصري لوښو د پخوانيو ځای نيولی، خو په کندهار کې لاهم ډېر خلک خټين لوښي کاروي.د کندهار اوسېدونکي عبدالنافع په همدې اړه وايي:(( د خټينو لوښو کارول له پلرونو او نيکونو راپاتې دود دی او خواړه هم پکې ډېر خوند کوي.))د دغو لوښو پلورونکی مختار احمد وايي: خټين لوښي د ښاري خلکو په پرتله د ولسواليو خلک ډېر خوښوي او رانيسي يي.((که څه هم دا لوښي تر ډېره په کليوالو سيمو کې کارول کېږي، خو په ښارونو کې هم ډېر خلک ترې ګټه اخلي. خلک يې د نندارې په توګه هم اخلي.))په کندهار ښار کې د کولالۍ صنعت ځايونه تر ډېره د ښار په هغو برخو کې دي ،چې هلته کورونه دي او خلک يې لوګي يا دود په تنګ کړي دي،خو د کندهار ښاروالۍ وياند شفيع الله عمري بيا د دغو ستونزو د حل په برخه کې وايي، چې ډېر ژر به د کولالۍ کرې له ښار څخه د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته ولېږدول شي.((د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ځای ورته ځانګړي شوی او د پړاوونو له بشپړېدو وروسته به ټولې کرې هلته ولېږدول شي.)) د يادولو وړ ده، چې اوسمهال منګي، د خوراکي توکو لوښي او د ګلانو د کرلو لپاره ګلدانۍ په کندهار کې د کولالانو له خوا جوړېږي ،او ډېر خوښوونکي لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *