افغانستانخبرونه

کندهار کې د غوړيو توليدات زيات شوي

د کندهار د صنايعو او کانونو خونې مسئولين وايي، په دې ولايت کې د غوړيو د توليد د څلورو توليدي کارخونو په فعاليت سره د غوړيو توليد زيات شوي دي. مسئولينو ويلي، دغه فابريکې د پنبه دانو د پروسس او ترې د غوړيو د توليد په برخه کې فعاليت کوي، چې ور سره د پنبې له دانو د غوړيو توليد زيات شوي او هڅه کوي د بازار د غوړيو اړتيا پوره کړي. دا په داسي حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ميدان وردګو ولايت کې  هم د غوړيو د توليد يوې فابريکې پر فعاليت پيل وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې يو ټن خوراکي غوړي او څه باندې شپږ ټنه کنجاړه توليدوي. په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ او د فساد په له منځه تلو سره د يو شمير پانګوالو له لوري د پانګونې لپاره تقاضا هم زياته شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *