افغانستانخبرونه

کندهار کې جوړ شوی موټر نندارې ته وړاندې شو

په کندهار کې د تخنيکي او مسلکي له زده‌کړو آمريته فارغ شويو څو تنو مسلکي ځوانانو په ګډه موټر جوړ کړی، چې نن شنبې د کندهار په باغ عمومي لوبغالي کې نندارې ته وړاندې شو. د موټر جوړوونکو له ډلې جميل احمد قريشي وويل؛ کاري ټيم يې په ډېرو هڅو له ماشينرۍ پرته په لاس ((بويک ۱۹۱۰))ماډل موټر د لومړي ځل لپاره په کندهار کې جوړ کړ، چې د ټيم امکانات يې همدومره وو او که ډېر امکانات او ماشينرۍ ورته برابرې شي، نوي او نور ماډل موټرونه به هم جوړ کړي، همدا راز يې د خپلو خبرو په وروستيو کې ډاډ ورکړی، چې يوازې موټر نه،بلکې نورې بېلابېلې پروژې يې هم د کاري ټيم تر لاس لاندې دي، چې هم د اقتصاد له اړخه د هيواد او ولس په ګټه دي او هم به خلکو ته په کې اسانتياوې برابرې شي.
غونډې ته وينا کې د هيواد د تخنيکي او مسلکي ادارې اړوند د حرفوي پروګرامونو د سمون رئيس مولوي عبدالودود هوتک وويل؛ د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو اداره په هېواد کې ډېره پخوانۍ مخينه لري، چې په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې له پوهنې وزارته جلا او اوس په آزاد ډول فعاليت لري، دا اداره د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د زده‌کړو ۳۰۰ فعال مرکزونه لري، چې په همدې مرکزونو کې په ۳۰۰ برخو کې ځوانانو ته په لنډمهاله او اوږدمهاله ډول زده‌کړې ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *